سوداګري

ازبکستان او پاکستان همکاري زیاتوي

جاوید محمود

د پنجاب د پانګونې او تجارت د پلاوي رییس معراج خواجه (چپ خوا ته) د می په ۲۵مه په لاهور کې په پاکستان کې د ازبکستان سفیر فرقت صدیقوف ته یوه لوحه وړاندې کوي. صدیقوف د پنجاب د پانګونې او تجارت د چارواکو سره د دې له پاره خبرې وکړې چې د ازبکستان او پنجاب حکومت ترمنځ همکاري پراخه کړي. [جاوید محمود]

د پنجاب د پانګونې او تجارت د پلاوي رییس معراج خواجه (چپ خوا ته) د می په ۲۵مه په لاهور کې په پاکستان کې د ازبکستان سفیر فرقت صدیقوف ته یوه لوحه وړاندې کوي. صدیقوف د پنجاب د پانګونې او تجارت د چارواکو سره د دې له پاره خبرې وکړې چې د ازبکستان او پنجاب حکومت ترمنځ همکاري پراخه کړي. [جاوید محمود]

لاهور - د لاهور او تاشکند ترمنځ په لاره کې نه درېدونکې (نان سټاپ) الوتنې زر بیا پیلېږي.

دغه الوتنې، چې بیاپېلېدل یې د جولای په ۲۰مه ترتیب شوي، د داسې دوه هیوادونو ترمنځ د زیاتې همکارۍ ژمنه لري چې د سیالو روسي او برتانوي امپراتوریو تاریخ جلا کړي وو خو اوس دواړه له عین ګواښ - ترهګرۍ- سره مخامخ دي.

د ترهګرۍ په وړاندې په شریکه مبارزه کول

په وروستیو کلونو کې پاکستان او د مرکزي اسیا تر ټولو زیات نفوس لرونکي هیواد په تجارت او امنیت کې ګڼ شمېر رابطې جوړې کړې دي. یو ترهګر غورځنګ چې په ځان یې د ازبکستان اسلامي غورځنګ نوم ایښی دی په پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوي.

پاکستاني او ازبک اورپکي په پاکستان، افغانستان او نورو هیوادونو کې د دولتي ځواکونو په مقابل کې جنګېږي، په دې طریقه یې اسلام اباد او تاشکند مجبور کړل چې یو بله مرسته وغواړي.

دا ډول همکاري د تېر کال په نومبر کې په اجنډا کې وه، کله چې د پاکستان لومړي وزیر میا محمد نواز شریف تاشکند ته د ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف سره د یوه دوه ورځني ملاقات له پاره سفر کړی وو.

د نیوز انټرنیشنل له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر ویلي چې په موضوعاتو کې "په سیمه کې د ترورستانو د ګواښونو د مقابلې لپاره د لا ښې همغږۍ" لارې شاملې دي.

د اقتصادي همکارۍ لټون

په عین حال کې د لاهور او تاشکند ترمنځ د ازبکستان ایرویزد په لاره کې نه درېدونکي خدمت د راتلونکې بیا پیلېدنې هدف د اقتصادي او کلتوري همکارۍ پراخول دي. چارواکو سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې دا خبره په پاکستان کې د ازبکستان سفیر فرقت صدیقوف په لاهور کې د می په ۲۵مه د پنجاب ولایتي دولتي چارواکیو ته وکړله.

دا ډول همکاري د ازبکستان لپاره زیاته په زړه پورې ده ځکه چې پاکستان، دوه کاله پرله پسې په مختلفو عملیاتو کې د ترورستانو له ټکولو څخه وروسته، اوس ګوري چې تروریزم کم شوی او اقتصادي پرمختګ یې په چټکۍ سره لوړېږي.

ازبکستان ایرویز له دې امله چې سپرلۍ نشته د ۲۰۱۴ په مارچ کې خدمت ختم کړی وو، خو د پنجاب د پانګونې او تجارت د پلاوي رییس مظفر معراج خواجه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې اوس پلان لري چې په اونۍ کې دوه ځلې په لاره کې نه درېدونکې الوتنې بيا پیل کړي.

خواجه وویل چې ژر به د صدیقوف په مشرۍ د ازبکستاني دیپلوماتاتو یو هیئت لاهور ته لاړ شي چې د همکارۍ لارې په ګوته کړي.

د پنجاب د پانګونې او تجارت د پلاوي ویاندې سومیره منور سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د پنجاب حکومت د پنجاب پانګونې او تجارت اداره جوړه کړې وه، او له هغې راهیسې دغې ادارې بهرني رهبران، پانګه اچوونکي او کاروباري منتظمین دې ته هڅولي چې په پنجاب کې کارونه پيل کړي.

ازبکستان د پنبې یو مخکښ صادروونکی دی، په داسې حال کې چې پنجاب د پاکستان د ډوډۍ شکور دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500