امنیت

افغان کډوال د ملا منصور د مرګ له وروسته د سولې هيله لري

اشفاق يوسفزي لخوا

يو افغان کډوال په پېښور کې حيات آباد ته نژدې د جون په ۶ مه خپل لاسي کراچۍ چلوي. [اشفاق يوسفزي]

يو افغان کډوال په پېښور کې حيات آباد ته نژدې د جون په ۶ مه خپل لاسي کراچۍ چلوي. [اشفاق يوسفزي]

پېښور - افغان کډوال د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د مرګ له وروسته د سولې لپاره هيله څرګندوي. دوی دا استدلال کوي چې هغه د دوی په هېواد کې د نړيوالې سولې د هڅو مخه ډب کړې وه.

منصور د مۍ په مياشت کې ووژل شو.

په بورډ بازار، پېښور کې یو افغان سوداګر، میرزا محمد، وويل: "ملا منصور په افغانستان کې د سولې د هڅو مخالف و، خو موږ د ټولې سیمې د ښه کيدو لپاره د جنګ پای ته رسيدل غواړو."

خپل کور کي د جګړه مارۍ له امله د ۳ میلیونونو له زیات افغان اتباع د درېيو لسيزو کالو راهسې په پاکستان کې ژوند کوي.

محمد وايي، تر هغه وخته چې طالبان ژوندي وي، د افغانستان بحران به پای ته ونه رسيږي. هغه سنټرل اسيا آن لاين ته وويل: " موږ غواړو چي د افغانستان څخه تللو نه مخکي د ایتلاف ځواکونه طالبان یو ځل او هميشه لپاره له منځه اوباسي."

هغه وويل: "موږ د طالبانو د مشر د وژنې له امله په هوسا زړه سا اخيستی ده. او دا باید د طالبانو د مشرتابه ټولې ډلې ته پېښه شي."

محمد میرزا، ۴۴ کلن، چې په پېښور کي په ناصر باغ سړک باندې يو تنور چلوي، سنټرلا اسيا آن لاين ته وويل، هغه د ملا منصور د وژنې د خبرونو له خوا خوشحاله شو ځکه چې د طالبانو مشر د سولې خلاف و او هغه د تاوتريخوالي تمديدول غوښتل.

هغه وويل: "څنګه موږ کولای شو چې د طالبانو درناوی وکړو چې هغوی له خوشحالۍ سره د تروریستي بریدونه مسوولیت په خپله غاړه واخيست، چې دغې بريدونو د هغوی خپل هیوادوال ووژل؟ طالبان د رحم وړ نه دي."

د طالبانو په پاليسۍ کي هيڅ بدلون نه راځي

خو، په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه، متقاعد ډګرمن محمود شاه د ملا منصور د مرګ په اړه د ډيري خوشبينۍ احساس خلاف خبرداری ورکړ.

هغه سنټرل اسيا آن لاين ته وويل: "د طالبانو په پاليسۍ کي بدلون نشته." "د طالبانو نوی مشر ملا هيبت الله ، ژر تر ژره اعلان وکړ چې هغه به د افغان ځواکونو خلاف جنګ کوي کومه چې دا مانا لري چي خلک به نورهم کړيږي."

شاه وايي، چې جنګيالي طالبان د سولې د نړیوالو هڅو په لړ کي يو خنډ دی. "طالبان سوله نه غواړي او تل د خپلو مخالفينو پر ضد زور کاروي."

هغه وويل: "د افغانستان خلکو څو کلونو لپاره د طالبانو په لاس کړاوونه ګاللي دي. کله چې د طالبانو مشهور مشران ووژل شي نو هغوی په سخت دريځۍ کې هيڅکله هم کمی نه محسوسوي ."

هغه زياته کړه، له دې امله، د افغانستان خلک د طالبانو دلاسه تر پوزې راغلي دي او دوی د ټولو خلاف يو اغېزمن اقدام غواړي چي ټول ووژني.

په کابل کې د لوښو د دوکان خاوند هاشم زاده وايي، چې جنګيالو خلک په سوال مجبوره کړې دي، ښځې يي کونډې کړي دي او ماشومان يي يتيمانان کړې دي.

هغه سنټرل اسيا آن لاين ته وويل: "په کابل کې په زرګونو ښځې او ماشومانان په بازار کې ليدلی کيدی شي چي هغوی سوال کوي، ځکه چي د دوی خپل مېړونه او پلرونه د ترهګرۍ په اوږدې موده کې مړه شوې دي."

هشم زاده وويل، دا په حقيقت کې ښه خبردی چې د طالبانو مشر ووژل شو، خو دا په دې جګړه ځپلي هېواد کې د سولې رامنځته کولو لپاره کافي نه ده.

هغه وويل: "زموږ خلک هره ورځ د طالبانو د بيرحمۍ او ظلم غندنه کوي." "هغوی په عامه ترانسپورت، ښوونځيو او روغتونونو باندې بريد کوي چي د خلکو ژوند ګران کړي."

هغه وويل، د افغانستان خلک د طالبانو په غندنه کي په يوه خوله دي ځکه چې هغوی یې د نه ختمیدونکي تکلیفونو او غم سره مخامخ کړې دي او د پرمختګ لپاره طالبان له خپل منځه وړل غواړي.

د پاکستان اخباري لیکونکی خادم حسين وايي چې د افغانستان خلک توجیه لري چي طالبان وغندي.

هغه سنټرل اسيا آن لاين ته وويل: " ټول افغانان ترهګرنه دي، لکه څنکه چي ځینې خلک دوی ترهګر ګڼي، خو د طالبانو جرمونو ټول ملت رسوا کړی دی."

هغه وويل: "آن په پاکستان کې هم دوی ته په ښه نظر نه کتل کیږي او خلک دوی ترهګر ګڼي."

حسين وويل، د ملا منصور مرګ په ټوله سیمه کې د سولې د رامنځته کولو په لور یو ستر ګام دی.

د سولې لپاره يو ګډ مسووليت

پاکستان هم د طالبانو د مشر د وژنې څخه خوښ دي او دا د ترهګرۍ پرضد جګړه کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي.

د فاټا یو معلم هارون خان وايي، په جنوبي اسیا کې د پرمختګ لپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده.

"په خپلو هيوادونو کې د سولې په خاطرد طالبانو سره جګړه کول د پاکستانيانو او افغانانو دواړو ذمه ده" هغه سنټرل اسيا آن لاين ته وويل.

هغه وويل: "د افغان کډوالو خپل هیواد ته له احترام سره راوستلو لپاره موږ غواړو چې طالبان له منځه اوباسو." "کله چې دوی بيرته لاړ شي نو په پاکستان کې به اقتصادي حالت کې ښه والی راشي."

هغه وويل د افغانانو په څېر د فاټا خلکوهم د طالبانو دلاسه ډير تکليفونه زغملي دي. د طالبانو د ښوونې او د واکسین پرضد د مبارزې له امله ماشومان د ښوونځيو او روغتيايي څارنې د نشتوالي سره مخامخ دي.

هغه وويل: "له دې امله، د ملا منصور مرګ د سولې د کاميابۍ په هڅو کې يو ښه پرمختګ دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500