تروريزم

افغانان د جنګيالو له لخوا د ملکي وګړو تښتونه او وژل غندوي

نجيب الله لخوا

د افغانستان د پارلمان او د مدني ټولنې د سازمانونو غړي په کابل کې د جون په ۱مه راغونډيږي چي د طالبانو د ملکي وګړو په وړاندې د وحشت غندنه وکړي. [نجيب الله]

د افغانستان د پارلمان او د مدني ټولنې د سازمانونو غړي په کابل کې د جون په ۱مه راغونډيږي چي د طالبانو د ملکي وګړو په وړاندې د وحشت غندنه وکړي. [نجيب الله]

کابل - سلګونه افغانانو، مدني فعالينو په کابل او د هیواد په ولايتونو کې په دې وروستيو وختونو کې د طالبانو له خوا د افغان وګړو تښتونه او وژل وغندل او د جنګيالو خلاف د چټک اقدام غوښتنه يې وکړه.

په کندوز ولایت کې د می په ۳ مه سهار طالبانو له ۱۵۰ څخه زيات مسافر وتښتول. د ۱۲ کسانو د وژلو وروسته، جنګيالو زيات تر مسافر خوشې کړل. په داسې حال کې پنځو مسافر اوس هم د طالبانو په اسارت کې دي.

وګړې د جنگیالو خلاف جدي اقدامات لپارہ غږ کوي.

له پېښې وروسته د مدني ټولنې فعالانو د جون په مياشت کې په کابل، بغلان، بدخشان او بامیان کې مظاهرې وکړې. دوی د جنګيالو د "وحشي" عمل غندنه وکړه.

فعالانو خبرداری ورکړ که دغه ډول عملونو ته دوام ورکړی شو، نو خلک به د جنګيالو خلاف پاڅون پیل کړي.

په کا بل کې په مظاهرو کې يو ګډونوال، محمد فرهمند، د جون په ۲ مه سنټرل اسيا آن لاين ته وويل: " طالبانو له خوا دا ډول اعمالو ارتکاب د افغانستان د بې ګناه خلکو په وړاندې خپله دښمني ثابته کړې ده،" "نه خلکو له او نه حکومت له پکار ده چې د دې پېښو پر ليدو سترګې پټي کړي."

هغه وويل، چې مظاهره کوونکو د حکومت نه غوښتنه وکړه چي د تښتوونکو د لاس نه د هيواد وګړي خوشې کولو لپاره جدي او چټک اقدامات وکړي. هغه زياته کړه چي دويم پړاو بايد چې د دې تښتونې او وژنې د پېښې عاملین وپیژني او عدالت ته يي حواله کړي.

"دا لومړی ځل نه دی چې جنګيالي طالبانو د خلکو په وړاندې خپله دښمني څرګنده کړې ده. پخوا هم دوی په زابل [ولايت] کې د یو شمېر بې ګناه خلکو، د ماشومانو په ګډون، نه سرونه وهلي وو،" د کابل ښار يو بل تن، حفيظ الله سنټرل اسيا آن لاين ته وويل. "که حکومت د دې ډلې پر ضد جدي ګامونه پورته کولو کي پاتې شو، نو خلک به د دې ډلې په وړاندې خپل ځواکونه چمتوکړي."

احتجاج کوونکو همدارنګه يو پرېکړه ليک صادر کړ، د افغانستان د حکومت څخه یې وغوښتل چې د تښتول شوي کسانو د خوشي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي او د هیواد په لویو لارو امنیت زیات کړي.

غني وايي چي جنګيالي به د خپلو عملونو له امله سزا زغمي.

د افغانستان د حکومت چارواکو د طالبانو د دغه ناوړه عمل په کلکه غندنه او د هغوې په وړاندې ګامونه پورته کولو ژمنه وکړه.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د يو بيان له مخې، اشرف غني دغه پېښه يو " خاین عمل" وګرزولو او ژمنه یې وکړه چې عاملینو ته به سخته سزا ورکړي شي.

"دا په حقیقت کې د يا غيتوب يو عمل دی، او دا ښيي چې د طالبانو مشر، چې ځان ته يو ديني عالم وايي، د دین اسلام او د دې اساسي اصولو په اړه پوهه نه لري،" غني په خپل بيان کې وويل. "زموږ دين، زموږ د قوانینو او زموږ د کلتور له مخې، غله د سختو مجازاتو وړ دي. هغوی نه شي تښتیدلی او دوی به د خپلو عملونو له امله سزا زغمي.

غني د افغانستان د کورنيو چارو وزير څخه وغوښتل چې د لويې لارې امنيت ښه کړي. همدا راز هغه د ترانسپورت د وزارت له چارواکو وغوښتل چې په دغه موضوع حل کولو کې د کورنيو چارو وزارت سره په ګډه کاروکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې جنګيالي په افغانستان کي وګړي نيولي او وژلي دي. تير کال يو شمېر ملکي وګړي په زابل ولايت کي د وسله والو له خوا نيولی شوي او وژلی شوي دي. له پېښې وروسته د افغانستان په زرګونو خلکو په کابل کې د جنګيالو خلاف مارش وکړ او د هغوی خلاف یې کرکه او غوسه څرګنده کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500