تروريزم

روزنه او تجهیزات له افغان سرتیرو سره د جنګ په ډګر کې مرسته کوي

اعزاز الله

د افغانستان د ملي اردو سرتیرو ته په مۍ میاشت کې په بلخ ولایت کې د پرمختللې روزنې پر مهال. [اعزاز الله]

د افغانستان د ملي اردو سرتیرو ته په مۍ میاشت کې په بلخ ولایت کې د پرمختللې روزنې پر مهال. [اعزاز الله]

کابل – د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سنټرل اشیا آنلاین ته وویل چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د جنګ په ډګر کې په وروستیو لاسته راوړنو سره د هیوادوالو هیلې بیاراژوندۍ کړي دي.

د هغه په وینا، د افغانستان ملي اردو چې له نړیوالې ټولنې څخه دوامداره روزنه او تجهیزات ترلاسه کوي، سږکال ډیرې لاسته راوړنې درلودې.

وزیري وویل، "د افغانستان ښو روزل شوو او په تجهیزاتو سمبالو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هیواد دننه د سولې دښمنان له ماتې سره مخ کړي دي." "د هیواد په شمال کې د ملي اردو د 209 نمبر شاهین قولې اردو کې د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو بریالیتوب ددغې روزنې ثبوت دی."

په همدغه ډول یوه جنګ کې، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د مۍ میاشتې په ۲۹مه د افغانستان په شمال کې لږترلږه ۲۰ جنګیالي ووژل. د 209 نمبر شاهین قولي اردو په وینا دغه عملیات په سرپل او بغلان ولایتونو کې ترسره شول.

د وزیري په خبره د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به دا ثابته کړي چې دوی دا وړتیا لري چې د افغانستان دښمنان له منځه یوسي.

هغه وايي چې "زمونږ اتلان زمونږ ویاړ دی." "ټول هیوادوال ددوی تر شا ولاړ دي."

د 209 نمبر قولی اردو قوماندان برید جنرال عبدالحمید حمید سنټرل اشیا آنلاین ته وویل چې همغږي مشترک تمرینونه د هغې روزنې یوه برخه ده چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ورکول کیږي.

د حمید په وینا د سولې دښمنان پدې پوهیږي چې ددوی ورځې په شمار دي. "دوی د جنګ په ډګر کې زمونږ د اتلانو پر وړاندې د مقاومت توان نلري."

هغه وايي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د دوامدارو روزنو په پایله کې د افغانستان د ملي اردو روزنکي په ډاډه زړه سرتیرو ته لارښوونې کوي او زیاته یې کړه چې په دغه ډول روزنو سره د سرتیرو ظرفیت ډیر لوړ شوی دی.

'حقیقت ګټونکی دی. بریا زمونږ ده. '

د افغانستان د ملي اردو یو افسر رحیم خان چې خپله رتبه یې و نه ښوده په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان ملي اردو کې له شاملیدو وروسته په ترلاسه کړو مهارتونو او تجربو باندې ویاړ څرګند کړ.

نوموړي سنټرل اشیا انلاین ته په خپلو خبرو کې وویل چې په تیرو څو کلونو کې مې له خپلو بهرنیو او افغان روزونکو څخه با ارزښته روزنه ترلاسه کړې ده. د نظامي روزنې سربیره، زمونږ افغان ښوونکي مونږ ته مذهبي، د اخلاقو او ادب درس هم راکوي.

هغه وايي چې مونږ ټول پدې پوهیږو چې موږ ښه مجهز او ښه روزل شوي یو. مونږ پدې پوهیږو چې مونږ د حق لپاره جنګیږو... حقیقت ګټونکی دی. بریا زمونږ ده."

یو بل افغان سرتیري، ذبیح الله په خپلې ترلاسه کړې روزنې ویاړ او خوښي څرګنده کړه.

نوموړی وايي چې ښوونکو مونږ ته ډیره ښه روزنه راکړې او سرتیرو ته یې ټولنیزې او اسلامې زده کړې او د هیواد د ساتنې لارې چارې ښودلي دي.

له شمال څخه د افغانستان د ملي دفاع او امنیتي ځواکونو پخواني نظامي نعید کریمي سنټرل اشیا آنلاین ته وویل چې په وروستیو عملیاتو کې د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو میړانه د هغوی د وړتیاوو او تجربو څرګندونه کوي.

نوموړی وايي چې "زه وینم چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د کامیابۍ په لور روان دي." "ددوی تکتیکونه او عملیات له نړیوالې ټولنې څخه د هغوی د پرمختللې روزنې ثبوت دی. زه پدې پوره ډاډمن یم چې دوی به د سولې دښمنان له منځه یوسي."

هغه وايي چې د ځواکونو د مسلکیتوب یوه نښه دا ده چې له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د اولس ملاتړ هم ورځ تر بلې په زیاتیدو دی.

د کابل یو تن اوسیدونکی شیرشاه هم همدغه ډول مثبت نظر لري او وايي چې هغه د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له ظرفیت څخه خوښ دی.

د هغه په خبره دیني علماء اوس افغانان دې ته هڅوي چې خپل بچیان او لوڼې د افغانستان په ملي اردو کې شاملیدو ته ولیږي.

هغه زیاته کړه، سرتیري دیني احکام په پام کې نیسي او د روغتیايي مرستو په شمول خپل تمرینونه ترسره کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500