امنیت

قرغزي چارواکو سوریې ته د افراطیانو د تګ مخه ونیوله

ایرکین کمالوف

د اوش ولایت اسلامي قاضي سمیع دین عطابایوف د جون په ۱۰مه اراوان ولسوالۍ کې ښځینه مسلمانانو سره د دې اړتیا په اړه خبرې کوي چې خپلې لوڼې دې د افراطي پروپاګنډ خلاف وروزي. [د قرغزستان د مسلمانانو د روحاني ادارې انځور چې ایرکین کمالوف ترلاسه کړی دی]

د اوش ولایت اسلامي قاضي سمیع دین عطابایوف د جون په ۱۰مه اراوان ولسوالۍ کې ښځینه مسلمانانو سره د دې اړتیا په اړه خبرې کوي چې خپلې لوڼې دې د افراطي پروپاګنډ خلاف وروزي. [د قرغزستان د مسلمانانو د روحاني ادارې انځور چې ایرکین کمالوف ترلاسه کړی دی]

بیشکېک -- قرغز چارواکو په وروستیو کې د افراطیانو د ځینو هغو هڅو مخه ونیوله چې ځوان قرغزیان د سوریې جنګ ته د تللو لپاره استخدام کړي.

چارواکي په ۲۰۱۱ کې د سوریې د جګړې له پیلېدا راهیسې د قرغزي ځوانانو د افراطي کولو خلاف په جګړه دي. چارواکي اټکل کوي چې له هغه وخت راهیې په سلګونو قرغزي اورپکي سوریې او عراق ته تللي دي.

د اورپکۍ ضد هڅو په یوه وروستي پرمختګ کې چارواکو د جون په ۴مه د تاجکستان په پوله دوه قرغزي اتباع ونیول: یوه ۱۸ کلنه قرغزه ښځه، چې نوم یې یوازې بورولکان ښودل شوی دی، او یو ۲۶ کلن سړی، چې نوم یې یوازې م. ک. بورولکان ښودل شوی دی، او د اوش ولایت د الاي ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د قرغزستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند باکیت سییتوف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، د م. ک. رول دا وو چې "خپله ملګرې په [تاجکستان کې] اصفره ته قاچاق کړي، چې له هغه ځای نه به بیا هغوی په غرنۍ لاره افغانستان ته اوړېدل او بیا به یې د سوریې په لور سفر ته ادامه ورکوله."

افراطیت یې په قزاقستان کې پیل شو

سییتوف وویل کله چې بورولکان په توقیف کې وه نو دا خبره یې تشریح کړه چې هغه څنګه افراطي شوې وه.

څه موده مخکې هغې د قزاقستان استانې ته سفر کړی وو چې هلته له خپلې مور سره د پرچون پلورنې په کار کې مرسته وکړي. د هغې مور هغه وخت اندېښمنه شوه کله چې بورولکان په مارچ کې له یوه تاجکستاني سړي سره ملاقاتونه پيل کړل او هغه یې په سملاسي توګه بېرته قرغزستان ته واستوله.

بورولکان څېړونکیو ته وویل چې هغه له دغه تاجکستاني سړي سره د واټس اپ له لارې په تماس کې وه. هغه به د م. ک. چې په اوش کې اوسېږي او د هغه انډیوال دی، له لارې بورولکان ته پیسې استولې، تر څو هغه د تاجکستان تر پولې د ټرانسپورټ انتظام وکړی شي.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې م. ک. پولیسو سره د همکارۍ کولو نه انکار وکړ. هغه بورولکان سره سوریې ته د تګ په کارونو کې د مرستې د هر ډول پلانونو په اړه د هر ډول معلوماتو له لرلو نه انکار وکړ.

چارواکیو بورولکان ازاده کړه او د هغې پلار ته یې وسپارله، چې هغه د هغې د نږدې څارنې ژمنه وکړه.

اورپکي له ښځو نه غلطه استفاده کوي

د بورولکان کیسه نا اشنا نه ده ځکه چې اورپکي په سوریه کې کوښښ کوي داسې ښځې جلب کړي چې هغوی ترې غلطه استفاده کولی شي.

د قرغزستان د دولت د مهاجرتي خدمت رییس باکوتبیک ادیلوف د جون په ۹مه په بشکیک کې په یوه تقریر کې وویل چې په سوریه کې د اورپکو په منځ کې دېرش قرغزستانۍ ښځې دي.

ادیلوف وویل چې په دغو ښځو کې د ترورستانو "تش په نامه 'جنګي مېرمنې'" شاملې دي، او زیاته یې کړه چې چارواکیو ته "[د افراطي شویو] قرغزیانو سوریې او عراق ته د سفر کولو یو مسلسل میلان" معلوم شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغو افراطي شویو قرغزیانو کې د ۱۸ نه تر ۲۵ کلونو پورې عمر والا ښځې شاملې دي.

د کورنیو چارو د وازرت ۱۰م ریاست، چې د افراطیت په وړاندې مبارزه کوي، ویاند ایرلان باکیوف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې ترورستي استخداموونکي اساساً ځوانان په نښه کوي.

باکییوف زیاته کړه چې استخداموونکي له انټرنېټ، ټولنیزو رسنیو او موبایل اپلیکیشنونو څخه استفاده کوي.

باکییوف وویل، "مونږ د پوهنځي د زدکړیالانو او علاقمندیو طرفونو په مرسته ګورو چې آنلاین څه روان دي. د دغې مرستې په برکت مونږ په تېرو دوو میاشتو کې ۱۰ افراطي او ترورستي ویډیوګانې آفلاین کړې دي."

د آنلاین بدچلند په وړاندې مبارزه

باکیوف وویل چې د آنلاین جلب و جذب د څارنې تر څنګ د قرغزستان قانون نافذوونکي ډېر فعال دي.

هغه وویل پولیسو د احتمالي "جهادیانو" د جلبولو لپاره د ټولنیزو رسنیو ځینې غولوونکي افراطیت پلوه حسابونه جوړ کړي دي. کله چې هغوی دغه په خطر کې افراد وپېژني، نو هغوی ورسره د رابطې کار ترسره کوي تر څو د هغوی د اورپکي کېدو مخنیوی وکړي.

د دولت د ملي امنیت د کمېټې (GKNB) یو افسر اولانبیک جلیلدینوف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د قانون په باقاعده توګه نافذولو او د ولایت په ځوانانو کې د مخنیوي کار مثبت نتایج ترلاسه کړي دي.

هغه وویل، "د جون په ۱۱مه د جلال اباد ولایت په نوکن ولسوالۍ کې یوه چاپه کې مونږ په دریو کورونو کې د یوه ممنوع ګرځول شوي افراطي غورځنګ څخه افراطي مواد ترلاسه کړل. یو خاوند او د هغه مېرمن د هغوی د امام سره له یوې لنډې مکالمې وروسته د دغه سازمان د پرېښودلو پرېکړه وکړه."

افراطیت په کمېدو دی

جلیلدینوف وویل د قرغزستانیانو مخ په زیاتېدونکی شمېر هغه افراطي ډلې چې بندېز پرې لګېدلی پرېږدي.

په ۲۰۱۵ کې په جلال اباد ولایت کې چارواکیو ته داسې ۷ کسان معلوم ول چې افراطي ډلې یې پریښې وې. د ۲۰۱۶ په لومړیو پنځو میاشتو کې د جلال اباد ولایت ۱۲ اوسېدونکو هم داسې وکړل.

هغه وویل، "زیاتو او لا زیاتو خلکو ته احساس کېږي چې دغه تش په نوم 'جهاد' یو درواغ دي. دا فتنه ده او له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري."

هغه وویل، مخلصو مؤمنانو د دې معاملې له حل سره زیاته علاقمندي پیدا کړې ده. که هغوی ته معلومه شي ... چې یو څوک سوریې ته د تللو پلان لري، نو هغوی ورته د هغوی د غلطو لارو د تشریح کولو هڅه کوي."

د اوش ولایت اسلامي قاضي سمیع دین عطابایوف د جون په ۱۰مه د اوش ولایت په اراوان ولسوالۍ کې ښځینه مسلمانانو ته په یوه تقریر کې وویل چې د ماشومانو سمه تربیه افراطیت سره د مبارزې تر ټولو بهترینه لاره ده.

عطابایوف په خپل تقریر کې وویل، "میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو روحي او عاطفي حالت ته پاملرنه وکړي، په ځانګړي ډول کله چې بلوغ ته د رسېدلو په کلونو کې وي. یوازې په دغه صورت کې مونږ راتلونکی نسل له افراطي افکارو څخه خوندي ساتلی شو."

هغه زیاته کړه، افراطي جلبوونکي نجونې او پېغلې ښځې د ارزښتناک واده او "جنتي ژوند" په ژمنو په نښه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500