تروريزم

قزاقستان د ترهګرۍ د نړیوال کانفرانس کوربه توب کوي

الیګزاندر بوګاتیک

د کانفرانس برخه وال د می په ۳۱ مه په استانه کې د ترهګرۍ پرضد د مذهب له لارې د مبارزې په هکله خبرې اترې کوي. (د مشرانو جرګې له خوا اخیستل شوی انځور چې الیکزاندر بوګاټیک ترلاسه کړی دی]

د کانفرانس برخه وال د می په ۳۱ مه په استانه کې د ترهګرۍ پرضد د مذهب له لارې د مبارزې په هکله خبرې اترې کوي. (د مشرانو جرګې له خوا اخیستل شوی انځور چې الیکزاندر بوګاټیک ترلاسه کړی دی]

استانه -- د افراطیت له خوا د مذهب تښتونه په استانه کې د مۍ د ۳۱مې د کانفرانس موضوع وه، «مذهبونه د ترهګرۍ په مقابل کې»

د قزاقستان د مشرانو جرګې دغه غونډه ترتیب کړې وه.

د مشرانو جرګې د یوې بیانیې له مخې، «دا لومړی ځل وو چې د پارلمان غړي، مذهبي څېرې، د نړیوالو سازمانونو مشران او کارپوهان د دې له پاره سره جرګه شوي ول چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په هکله سره خبرې اترې وکړي.»

د مشرانو جرګې په یوه بیانیه کې وویل چې دغه کانفرانس د ترهګرۍ ضد د هغې ستراتیژۍ یوه برخه وه چې د قزاقستان جمهور رییس نورسلطان نظربایوف په تېر سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په خپله وینا کې اعلان کړې وه.

نظربایوف په ملګرو ملتونو کې په خپله بیانیه کې وویل، «د ترهګرۍ او ... افراطیت ګواښ نړیواله بڼه نیولې ده. زه وړاندیز کوم چې د ملګرو ملتونو تر لارښوونې لاندې دې یوه متفق علیه نړیواله شبکه جوړه شي چې د نړیوالې ترهګرۍ او افراطیت پرضد مبارزه وکړي.»

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال یرژان عاشق بایوف په یوه لیکنه کې چې د دغه کانفرانس په مناسبت په قزاقستان سکایا پراوادا کې خپره شوې وه وویل چې په عراق او سوریه کې د روانې جګړې ننګونې او پایلې قزاقستان ته له هغې اندازې څخه لږ نه را رسېږي څومره چې د دغو جګړه ځپلیو هېوادونو نژدې ګاونډیانو ته رسېږي.

هغه ولیکل چې، «د اورپکو او افراطي نظریاتو د صدور ګواښونه نړیواله بڼه لري.»

د قزاقستان سناتور جیورجي کیم د می په ۳۰ مه په استانه کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې، «ریښتنی مذهب افراطیت او ترهګري ردوي. هغه د بې ګناه خلکو وژنه غندي او د زغم درس ورکوي... د مذهبي او سیاسي حرکتونو مشران... باید دغه حقیقتونه هر چا او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته ور ورسوي.»

په لوړه سطحه بحثونه باید نتیجې ورکړي.

کانفرانس تر ډېره د بحثونو په بڼه وو. برخه والو د افراطیت او ترهګرۍ او د هغو په مقابل کې د مبارزې په هکله بېلابېل نظریات ورکول.

د قزاقستان د مشرانو جرګې مشر کسیم جومارت توکایوف چې د کانفرانس برخه والو ته یې د نورسلطان نظربایوف بیانیه لوستله، وویل، «ترهګري سرحدونه نه پېژني. مونږ ضرورت لرو چې ګډې هڅې داسې پراخې کړو چې دغه نړیوال ګواښ ته یو مناسب ځواب پیدا کړو.»

د متحده عربي اماراتو د فدرالي ملي شورا ویاندې امل عبدالله جمعه القبیسي په خپله وینا کې وویل، هېڅ مذهب د ترهګرۍ درس نه ورکوي.

هغې وویل، «مذهبونه له هر چا څخه دا غوښتنه کوي چې یو د بل په وړاندې مینه او شفقت ولري. فقر، ټولنیز نه برابری، د تعلیم نشتوالی او جګړې د ترهګرۍ اساسي سببونه دي... موږ باید د هغوی پر ضد مبارزه وکړو.»

په الماتا کې د اقتصاد او سیاست د نړیوال انسټیټیوټ رییس سلطان اکیم بیکوف په خپله وینا کې وویل چې قزاقستان خپل ځان په یوه خطرناک محیط کې ویني.

هغه وویل، «افغانستان له مونږ سره نژدې پروت دی. مونږ هېڅکله هم له څار څخه ارام نشو کېناستلی... په ازبکستان کې [په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۴ کې ترهګریزې حملې] شوې وې. په تاجکستان کې په ۱۹۹۰مو کلونو کې کورنۍ جګړې ګڼ ډولونه لرل.»

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د پارلماني اسامبلې مرستیال رییسې کریسټین موټونین د دغه موضوع په هکله خپل نظر ورکړ.

هغې وویل، «په ډېرو مواردو کې، تنوع اقتصادي وده او خلاقیت ته وده ورکوي. خو دا یوازې کلتورونو او نظریاتو ته د دوه اړخیز درناوي له لارې ممکن دی.»

د ترهګرۍ او افراطیت په وړاندې مقابله کول

د کانفرانس په پای کې یوې ګډې بیانیې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ضرورت په هکله د هغوی موندنې څرګندې کړې.

د کانفرانس برخه والو په خپله بیانیه کې وویل، «مونږ ترهګري او له تاوتریخوالي ډک افراطیت چې په هره بڼه او طریقه وي، په کلکه غندو.»

برخه والو ترهګري «له بشري حقونو او ازادیو څخه د سرغړونې له امله وغندله او په دولتونو یې تاکید وکړ چې له ځوان نسل سره د کار په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.»

برخه والو وویل چې انسانیت کولی شي چې ترهګرۍ ته «د خبرو اترو د قوي کولو او د دوه اړخیز پوهاوي د ډېرولو... او همدارنګه د ګډو ټولنو د جوړولو له لارې» ماتې ورکړي.

هغوی «د ترورستي او افراطي نظریاتو د خپرېدا په وړاندې د مبارزې له پاره د ښه مذهبي تعلیم او د مذهبي مشرانو د تخصصي روزنې» غوښتنه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500