تروريزم

افغانانو اورپکي د روژې پر وخت د تاوتریخوالي له امله وغندل

نجیب الله

د افغان مدني ټولنې فعالانو او دیني عالمانو د جون په ۱۱مه په کابل کې یو خبري کانفرانس ترسره کړ چې د ننګرهار ولایت په یوه جومات باندې د جون د ۱۰مې ترهګریزه حمله وغندي.‌ [نجیب الله]

د افغان مدني ټولنې فعالانو او دیني عالمانو د جون په ۱۱مه په کابل کې یو خبري کانفرانس ترسره کړ چې د ننګرهار ولایت په یوه جومات باندې د جون د ۱۰مې ترهګریزه حمله وغندي.‌ [نجیب الله]

کابل -- افغان ترهګرو د روژې د درناوي له پاره د دیني عالمانو غوښتنې بابېزه وګڼلې او د روژې په مبارکه میاشت کې یې د لسګونو ملکیانو ژوند واخیست.

عادي افغانان، دیني عالمان، چارواکي او د مدني ټولنې فعالان د ترهګرو له خوا د لسګونو انسانانو د وژنې پر وړاندې په قهر سره غبرګون ښیي.

د کابل یوه اوسېدونکي شکېب غیاثي وویل، «په دې میاشت کې، اورپکو د لسګونو روژه په خوله افغانانو ژوند واخیست.»

هغه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «که هغوی په خپلو دې ادعاو کې ریښتني وای چې اسلام حمایه کوي،هغوی باید لږ تر لږه د دیني عالمانو غوښتنه قبوله کړې او د بې دفاع هېوادوالو د وژنې مخه نیولې وای.»

د کابل یوه اوسېدونکي رشید چې غوښتل یې چې د اورپکو له خوا د سزا ورکولو د مخنیوي له پاره یې یوازې یو نوم ذکر شي، وویل، «د روژې د مبارکې میاشتې په بهیر کې، اورپکو ډېر فجیع وحشتونه لکه د بسونو د بې ګناه سورلیو تښتول او په ډزو ویشتل، د لمونځ کوونکیو په نښه کول، او په ننګرهار ولایت کې د ښځو او ماشومانو وژل، ترسره کړل.»

هغه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «اورپکو ډلو د روژې تقدس ته هېڅ احترام ونه کړ، نه هغوی ښځو او ماشومانو ته کوم درناوی وښود.»

په جوماتونو کې د مسلمانانو وژل هېڅ توجیه نه لري

ترهګرو د روژې د میاشتې په جریان کې، چې هغوی ادعا کوي چې په حرمت ورته قایل دي، خپلو بې وقفې وحشتونو ته دوام ورکړ.

د جون په ۱۰مه په ننګرهار ولایت کې په یوه جومات کې یو بم وچاودېد چې د جومات د ملا امام په شمول څلور کسان یې ووژل.

یوه ورځ وروسته په کابل کې په لسګونو دیني عالمانو او د مدني ټولنې فعالانو یو خبري کانفرانس ترسره کړ چې د روژې په جریان کې د اورپکو له تاوتریخوالي ډک عملونه وغندي.

په کابل کې مېشت دیني عالم محمد سالم حسني سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د لمانځه پر وخت د مسلمانانو وژل له دیني اړخه هېڅ توجیه نه لري.»

هغه وویل، «د مسلمانانو د وینې تویول د ټولو مسلمانانو له پاره منع دي خو اورپکي اسلامي اصولو او مقرراتو ته هېڅ درناوی نه لري.»

په کابل کې مېشت د نوي خط سازمان مشر فهیم صدیقي وویل، «د بې ګناه خلکو په نښه کولو سره، په ځانګړې توګه په جوماتونو کې، اورپکو د اسلام او بشریت پر ضد خپله دښمني په عملي توګه اعلان کړې ده. حکومت باید د شهیدانو د وینې انتقام واخلي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون (AIHRC) د روژې په جریان کې د بې ګناه خلکو وژنه غندلې، او «د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف» کار یې ګڼلی دی.

په ورته وخت کې، افغان حکومت د اورپکو وحشتونه په سختو ټکو سره غندلي او په پېښه کې د وژل شویو څلورو کسانو کورنیو او له ۷۰ تنو څخه ډېرو ټپیانو ته یې ۴ میلیونه افغانۍ (۵۸۳۰۰ امریکايي ډالر) نغده مرسته ورکړې ده.

د افغانستان د پارلمان یوه غړي فرهاد صدیقي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «اورپکي هغه څه ترسره کوي چې د هغوی باداران ورته امر کوي خو بیا هم هغوی داسې ادعا کوي چې دغه کارونه د اسلام په نامه کوي.»

هغه زیاته کړه، دغه جنایتکارانه عملونه د بخښنې وړ نه دي او له اسلام سره هېڅ ارتباط نه لري.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «ترهګر د روژې د مبارکې میاشتې په جریان کې د بې ګناه خلکو د وژنې یا په جوماتونو باندې د حملو پروا نه ساتي ځکه چې هغوی د هېڅ اسلامي یا افغاني ارزښتونو درناوي نه کوي.»

امنیتي ځواکونو د ډېرو حملو مخه ونیوله

د ملي امنیت د ریاست په وینا، کېدای شوای چې ډېره وینه تویه شوې وای، خو افغان سرتېرو لسګونه ترهګریز پلانونه شنډ کړل.

چارواکو وویل چې د جون په ۱۲مه افغان ځواکونو یو ترهګر په چاودېدونکیو توکو سنبال موټرسایکل سره چې پلان یې درلود چې په سمنګان ولایت کې ځانمرګی برید ترسره کړي، ونیو. په ورپسې ورځ، امنیتي ځواکونو په بغلان ولایت کې درې تنه شکمن ترهګر ونیول.

د جون په ۲۶مه، امنیتي ځواکونو په خوست ولایت کې د حقاني د ترهګرې شبکې ۱۱ تنه شکمن غړي چې یوه چاودېدونکې وسیله ورسره وه، ونیول. په عین ورځ، سرتېرو د کونړ ولایت په اسد اباد ښار کې یو کس چې د ځانمرګي برید د ترسره کولو فکر پرې کېده، ونیو.

امنيتي چارواکو وویل چې د جون په ۲۸مه په یوه ځای کې چې د نامه راپور یې نه دی ورکول شوی، سرتېرو څلور تنه ترهګر چې دوه له چاودونکیو توکو ډک موټر ورسره ول، ونیول.

د جون په ۲۹مه په یوه ځای کې چې نوم یې نه دی یاد شوی، افغان سرتېرو مولوي نعمت الله، چې په هلمند ولایت کې د ځانمرګیو بریدونو او بمي چاودنو د ترسره کولو د مسؤل طالب تور پرې موجود دی، او د هغه دوه نور شکمن ملګري، ونیول. چارواکو وویل چې یادو درې کسانو پلان درلود چې په روژه کې حملې ترسره کړي.

چارواکو په روژه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ. هغوی د جولای په ۲مه په کندهار کې ۹ تنه شکمن ترهګر ونیول او د جولای په ۳مه یې د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې یو کس چې د ځانمرګي برید د ترسره کولو شک پرې کېده، ونیوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افراطیان چې د خپلو اصلي عقایدو په هکله کافي معلومات او خبرتیا نه لري،‌ یوازې له دې سره علاقه مندي لري چې مخالفین ملامت کړي او د بحثونو پر وخت حقیقت را څرګند نه کړي!!.‌ هغوی اکثر وختونه د منونکو او ګوډاګي افرادو رول لوبوي.‌ د هغوی اکثر هسې تش اجیران دي چې ځانونه دې ته مجبور ګڼي چې د هغو پیسو په مقابل کې چې هغوی یې ترلاسه کوي د خپلو مشرانو حکمونه عملي کړي، او هغوی په اسانۍ سره هر ډول جرم ترسره کولی شي.‌

ځواب ورکړئ