امنیت

د افغانستان ښځینه پولیسې په فخر سره د وطن خدمت کوي

عزت الله

د هلمند ولایت په لشکرګاه کې د ښځینه پولیسو قوماندانه لومړۍ بریدمنه ملالۍ (چې مېز ته ناسته ده) د جولای په میاشت کې له ښځینه همکارانو سره ملاقات کوي. [عزت الله]

د هلمند ولایت په لشکرګاه کې د ښځینه پولیسو قوماندانه لومړۍ بریدمنه ملالۍ (چې مېز ته ناسته ده) د جولای په میاشت کې له ښځینه همکارانو سره ملاقات کوي. [عزت الله]

کابل -- د افغانستان ښځینه پولیسې په ویاړ او درناوي سره د خپل وطن خدمت کوي او وايي چې د عنعنوي او دیني نورمونو له امله د سړیو په نسبت زیاتو محدودیتونو کې یوه اندازه پولیسي کارکولی شي.

لومړۍ بریدمنه ملالۍ د هلمند ولایت په لشکرګاه چې هلته هغه له ۱۵ کلونو راهیسې خدمت ترسره کوي، د ښځینه پولیسو قومانده پرغاړه لري.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل چې ملالۍ په لشکرګاه کې د ۳۶ ښځینه پولیسو له ډلې څخه ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "دا ټولې ښځینه پولیسانې په خپلو وظیفو ویاړ کوي او خپل پوره کوښښ کوي چې ملت ته هیله او ثبات راوړي.

په غیرت او عزت خدمت کول

ملالۍ وویل چې د لشکرګاه ښځینه پولیسانې په ویاړ له خپلو نارینه سیالانو سره څنګ په څنګ کار کوي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، "زما وظیفه بېخي له اسلام سره سمه ده. ځینې وختونه زمونږ ټولنه او باعزته خلک له داسې مشکلاتو سره مخامخ کېږي چې یوازې ښځینه پولیسانې یې حل کولی شي."

هغې وویل، د مثال په توګه یوازې ښځینه پولیسانې باید ښځې تالاشي کړي. هغې زیاته کړه، "او ځینې وختونه د یو شکمن کور د تالاشي کولو او له ښځو سره د خبرو کولو لپاره لازمه ده چې ښځینه پولیسانې له نارینه پولیسو سره لاړې شي."

هغې په مسکا کولو سره وویل، "دا داسې کارونه دي چې د افغانستان په څېرعنعنوي هیواد کې یې سړي نشي کولی." او زیاته یې کړه چې هغې په ۱۵ کلونو کې کوم کار ترسره کړی په هغې افتخار کوي.

ملالۍ وویل، "د هیواد د کولتور او ټولنې په ځای ساتلو لپاره افغانستان لا نورو زیاتو ښځینه پولیس افسرانو ته اړتیا لري."

ښځینه پولیسې د وطن ساتنه کوي او د کورنیو له پاره رزق ګټي

۲۸ کلنې سحر درې کاله د ښځینه پولیسې په صفت خدمت ترسره کړی دی او په هلمند ولایت کې د ملالۍ یوه همکاره ده.

هغې سلام ټایمز ته وویل، "زما د افغانستان د ملي پولیسو یونیفورم اغوستل او په هلمند کې د خپلو عزتمندو خلکو خدمت کول خوښېږي."

هغې وویل، "زه د خلکو درناوی کوم او خلک زما درناوی کوي، نو دا داسې څه دي چې ما په خپل ولایت کې د امنیت ساتلو لپاره خپل پوره کوشش کولو ته تشویقوي،" او زیاته یې کړه چې هغه نارینه افسران چې هغه ورسره یو ځای کار کوي په دې افتخار کوي چې د خپلو ښځینه همکارانو سره څنګ په څنګ د افغانستان خدمت کوي.

هغې وویل، "زمونږ نارینه پولیس زمونږ درناوی کوي او مونږ سره ډېره احترامانه رابطه لري. نو دا مونږ په دې توانوي چې هغوی سره څنګ په څنګ کار وکړو او د وطن خدمت وکړو."

سحر په ټولو ښځو غږ وکړو چې په افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او پولیسو کې شاملې شي.

هغې وویل، "د خپل وطن د خدمت کولو تر څنګ زه معاش هم لرم چې د هغه له برکته زه د خپل فامیل د غړو پاملرنه کولی شم."

سحر وویل چې یوه ښځه چې کار کوي او خپل فامیل ته رزق برابروي هغه زړوره، هوښیاره او مصممه وي. "هغې وویل، "دا خبره ماته عزت راکوي چې د خپل وطن د خدمت او د خپل فامیل د رزق لپاره کار کوم."

په پولیس ځواک کې ښځې مهمې دي

په هلمند کې یوې بلې ښځینه پولیس افسرې، ۲۸ کلنې سیما، څلور کاله خدمت ترسره کړی دی. هغې په کابل کې له باتجربه ښځینه پولیسو څخه روزنه ترلاسه کړې ده.

هغې سلام ټایمز ته وویل، "زما د ښځینه پولیسې په صفت کار کول خوښېږي او په دې وظیفه د ویاړ احساس کوم. مونږ روزل شوي یو او مسلکي یو او پوهېږو چې څنګه د سولې او خپل وطن دښمنانو ته ماتې ورکړو."

د هلمند امنیه قوماندان جنرال اغا نور کینتوز د هغو ښځینه پولیسو ستاینه وکړه چې د هغه تر قوماندې لاندې خدمت کوي. هغه وویل چې دوی زړورې او صادقې دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "ښځې زمونږ خویندې، لوڼه او میندې دي. که مونږ په خپله ټولنه کې داسې ښځې ونه لرو چې له سړیو سره څنګ په څنګ خدمت ترسره کړي نو پرمختګ به ونه کړو."

هغه وویل دا مهمه ده چې د ټولنې د پولیسو په هڅو کې ښځې شاملې کړای شي، او زیاته یې کړه چې کله ښځینه پولیسانې خپلې وظیفې ترسره کوي نو چارواکي او محلي خلک یې تشویقوي.

هغه وویل، "مونږ فکر کوو چې زمونږ ښځینه پولیسانې زمونږ د میندو او خویندو په څېر دي. ښځینه پولیسانې ډېر ښه کار ترسره کوي."

د کابل اوسېدونکې ۲۰ کلنې لیلوما وویل په دې ډېره خوشالېږي چې وویني ښځې په افغان ملي پولیسو او نورو امنیتي او دفاعي ځواکونو کې خدمت ترسره کوي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، "زه د ښځې په صفت ښځینه پولیسو ته اړتیا لرم، او... دغه ښځینه پولیسانې خلکو ته د ثبات او هیلې په راوړلو کې خپل پوره کوشش کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دفاع کول د نارینه وو مسؤلیت دی او له ښځو سره مناسب نه دي. په جګړه کې د برخې اخیستنې او د نیول کېدلو او جنسي تجاوز له امکاناتو سره د مخامخ کېدا پرځای، هغه غوره مرسته چې ښځې کولی شي برابره یې کړي دا ده چې په کورونو کې پاتې شي او خپل د کور کارونه وکړي.

ځواب ورکړئ