کډوالان

افغانستان او پاکستان د کډوالو افغانانو راستنېدلو ته لاره هواره کړه

ضیاء الرحمان

افغان خټګران د جون په ۱۶مه په مزارشریف کې کار کوي. دغه د استوګنې ساحه د راستنېدونکیو افغان کډوالو له پاره جوړه شوې ده. [ضیاءالرحمان]

افغان خټګران د جون په ۱۶مه په مزارشریف کې کار کوي. دغه د استوګنې ساحه د راستنېدونکیو افغان کډوالو له پاره جوړه شوې ده. [ضیاءالرحمان]

مزارشریف، افغانستان -- په لسګونو زره افغان کډوال له کلونو، یو شمېر له لسیزو راهیسې په پاکستان کې له استوګنې څخه وروسته په خپله خوښه بېرته افغانستان ته راستنېږي.

د دغو پخوانیو کډوالو له جملې څخه یو حاجي حبیب الله دی چې ۵۶ کاله عمر لري، نوموړی په کراچۍ کې له ۳۰ کالو څخه ډېرې استوګنې څخه وروسته په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان ته راستون شو.

حبیب الله وویل چې هغه کراچۍ ته په افغانستان کې د افغان مجاهدینو ګروپونو ترمنځ د جګړو او بیا د طالبانو د وحشتونو له امله تللی وو.

حبیب الله چې په مزارشریف کې له خپل کور څخه بهر ولاړ وو، وویل چې په افغانستان کې د موجود امنیت او اقتصادي حالت له امله د هغه قناعت حاصل شو.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له پاکستان ... څخه یو زیات شمېر کډوال پخپله خوښه بېرته افغانستان ته راستنېږي.»

پخپله خوښه راستنېدنه کې ډېروالی

د افغان حکومت د چارواکو او په پاکستان کې د کډوالو د مشرانو په وینا، په وروستیو کلونو کې د افغانانو پخپله خوښه ستنېدنه ډېره شوې ده.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو د وزارت ویاند حفیظ احمد میاخېل وویل چې د افغانستان په امنیتي او اقتصادي وضعه کې ښه والی ډېر افغان کډوال دې ته هڅوي چې بېرته راستانه شي.

میاخېل سلام ټایمز ته وویل چې په ۲۰۱۵ کال کې له ۳ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شول.

هغه وویل چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له نسکورېدلو راهیسې، له بېلابېلو هېوادونو څخه خواوشا ۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

په پېښور کې مېشت ژورنالست عقیل یوسفزي وویل چې ډېر افغان کډوال په پاکستان کې د افغانستان د سفارت له خوا د «خپل وطن ګل وطن» د پيل شوي کمپاین لاندې پخپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په پېښور کې دېره یو زیات شمېر کډوالو د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ سره خپل نومونه ثبت کړي چې بېرته ستانه شي، په داسې حال کې چې یو شمېر یې لا د وخته په تورخم کې د سرحدي کتنې له مرکز څخه په تېرېدلو سره ستانه شوي دي.»

د کډوالو د راستنولو له پاره افغان پلانونه

افغانستان د راستنېدونکیو کډوالو د ځای پرځای کولو له پاره ګڼ نوښتونه ترسره کړي دي.

په ۲۰۰۵ کال کې، حکومت داسې یو پلان معرفي کړ چې کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو خلکو ته ځمکې ورووېشي.

میاخېل وویل چې سربېره پر دې افغان حکومت په ۲۹ ولایتونو کې د هغو کډوالو له پاره چې بېرته خپل وطن ته راستنېږي ۶۲ د استوګنې مېنې جوړې کړې دي.

هغه وویل چې، «حکومت له راستنېدونکیو سره د هغوی د کورونو په جوړولو، د ښوونې او روزنې، روغتیایي اسانتیاوو برابرولو او وظیفو پیدا کولو په برخو کې مرسته کوي.»

په اپریل کې جمهور رییس اشرف غني د محلي اورګانونو خپلواک ریاست ته لارښوونه وکړه چې له اړوندو والیانو سره په همکارۍ د مستعدو کډوالو کورنیو د خوندي کولو او هغوی ته د ځمکو د ور وېشلو له پاره ضروري ګامونه واخلي.

کډوال په پاکستان کې

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس، په پاکستان کې خواوشا ۱.۵ میلیونه ثبت شوي او ۱ میلیون نه ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي.

له اسلام اباد سره نژدې په مري کې په یوه وروستي ملاقات کې د پاکستان، افغانستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازو په خپل دې تعهد تاکید وکړ چې په پاکستان کې مېشتو کډوالو سره کار وکړي او هغوی دې ته برابر کړي چې پخپله خوښه افغانستان ته ستانه او په دوامداره توګه مېشت شي.

د جولای د ۱۹مې په ملاقات کې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزیر عبدالقادر بلوچ، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې اندریکا رات وات او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې مایا امیراټونګا برخه اخیستې وه.

برخه والو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د کډوالو او بې ځایه شویو د اوږدې کیسې د پای ته رسولو له هڅو سره مرسته وکړي.

د ملاقات پر وخت درې واړو اړخونو پر دې سره هوکړه وکړه چې په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د پاتې کېدلو موده د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې اوږده کړي.

«اوس د دې وخت دی چې ستانه شو، او خپل وطن جوړ کړو»

همدا ډول، د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د اوسېدونکیو افغان کډوالو د مشرانو او استازو په یوه لوی مجلس کې ډېرو برخه والو په دې هوکړه وکړه چې خلک یې دې ته تیار دي چې افغانستان ته بېرته ستانه شي.

بلوچ، بلخي او په پاکستان کې افغان سفیرعمر زاخېلوال د اسلام اباد د جولای د ۲۰مې په مجلس کې برخه اخیستې وه.

زاخېلوال برخه والو ته وویل، «تاسو د افغانستان یۍ، بېرته راستانه شئ او خپل کورونه او ملکیتونه ترلاسه کړئ. ستاسو بېرته راستنېدنه به هېواد ته سوله راوړي.»

په کوېټه کې د افغان کډوالو یو مشر شېرجان چې په دغه مجلس کې یې برخه اخیستې وه وویل چې په پاکستان کې اوسېدونکي افغانان د افغان حکومت له اجرأتو څخه ډېر خوښ دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو ګروپونه کمزوري کړای شوي او سوله هلته راستنېدونکې ده.»

هغه وویل، «پاکستان مونږ ته له ۳۵ کالو څخه ډېره موده ځای راکړ. اوس د دې وخت دی چې خپل وطن جوړ کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لیکنه بده نه وه. خو د ایډیټ له اړخه ډېرې ستونزې لري. پښتو جملې یې غلطې دي. مطلب لیکوال د پښتو ژبې ګرامر کې کمزوری دی. مننه

ځواب ورکړئ

سلام موژ داغواڑو چہ افغانیستان کی امن ناوی راغالای موژ دی بیرتہ نہ ستانہ وی

ځواب ورکړئ

تاسو چی سہ لیکلی دی ڈیرہ شہ تبصرہ مولیکلی دہ خوزہ بہ دومرہ اووایم چی دافغانستان حکومت دومرہ زور لگولی دے چی افغانان دی خپل وطن تہ راستانہ شی داسی ڈیر افغانان دی چی پہ افغانستان کی داوسیدو زای نہ لری زما پہ شان دکار روزگار مشکل دی خو بیا افغانستان دولت بیا دوئ تہ ولی زمکی نہ ورکوی ،ھسپتالونہ نشتہ ، او نور داسی ڈیر زیات مشکلات دی، زمونگ دحکومت نہ دا عوختنہ دہ چی مونگہ تہ دی زمکی راکڑل شی، مکتبونہ، شفاخانی او داسی نور سھلتونہ مونگہ تہ برابر شی۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

ځواب ورکړئ

دا زما نظر دی: تر څه وخته پورې ګاونډي هېوادونه غواړي چې د خپلو ګټو د ساتلو له پاره د نورو هېوادونو ملي ګټو ته چې هغوی ورسره ګډ سرحدونه اوعین مذهب لري زیان ورسوي؟ که ژر وي که وروسته، افغانستان به له دې حالت څخه ووځي. البته، د دغه ډول تاریخ په پام کې نیولو سره، د افغانستان ځپل شوي خلک او همدارنګه افغان حکومت به هېڅکله هم یو مناسب او ګاونډي دوست ونه لري.

ځواب ورکړئ

هغوی باید راستانه شي.

ځواب ورکړئ