تروريزم

داعش د حافظ سعید د مړینې له امله له بحران سره مخامخ شوی دی

ظاهرشاه

حافظ سعید خان (له ښۍ خوا نه درېیم) په ۲۰۰۹ کال کې په اورکزیو ایجنسۍ کې هغه وخت چې د تحریک طالبان پاکستان قوماندان وو.‌ نوموړی په جولای کې په افغانستان کې ووژل شو. هغه د ټي ټي پي د هغه وخت د مشر حکیم الله محسود (تور واسکټ) چې په ۲۰۱۳ کال کې ووژل شو،‌ ترڅنګ ناست دی.‌ [ظاهرشاه]

حافظ سعید خان (له ښۍ خوا نه درېیم) په ۲۰۰۹ کال کې په اورکزیو ایجنسۍ کې هغه وخت چې د تحریک طالبان پاکستان قوماندان وو.‌ نوموړی په جولای کې په افغانستان کې ووژل شو. هغه د ټي ټي پي د هغه وخت د مشر حکیم الله محسود (تور واسکټ) چې په ۲۰۱۳ کال کې ووژل شو،‌ ترڅنګ ناست دی.‌ [ظاهرشاه]

پېښور -- امنیتي کارپوهان وایي چې داعش د اورپکي قوماندان حافظ سعید خان له مړینې څخه وروسته د پاکستان - افغانستان په سیمه کې یو بل سخت ګوزار وخوړ.‌

حافظ سعید چې د ملا سعید اورکزي په نامه هم یادېده، پخوا د قبایلي سیمو په اورکزیو ایجنسۍ کې د تحریک طالبان پاکستان مشري پرغاړه لرله.‌

وروسته له هغه چې د تحریک طالبان پاکستان نورو لاره بدلوونکیو په ۲۰۱۵ کال کې له داعش سره ملاتړ اعلان کړ،‌ حافظ سعید د داعش د خراسان د څانګې، چې پاکستان، افغانستان او خواوشا سیمې په کې شاملې دي، مشر وټاکل شو.‌

حافظ سعید چې ۴۴ کاله عمر یې درلود د جولای په ۲۶مه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې په ګډو پوځي عملیاتو کې ووژل شو.‌

په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال د اګست په ۱۲مه وویل،‌ «زه کولی شم تایید کړم چې د داعش د خراسان مشر حافظ سعید د هغه له جیګپوړو قوماندانانو او اورپکو سره په کوټ ولسوالۍ کې ووژل شو.»

حافظ سعید د تحریک طالبان پاکستان د پخواني مشر حکیم الله محسود تر مشرۍ لاندې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم قوماندان ګڼل کېده.‌ پخپله محسود چې په پاکستان او افغانستان کې د یو لړ ترهګریزو حملو مسؤل وو په ۲۰۱۳ کال کې ووژل شو.‌

حافظ سعید دوه ورځې وروسته له هغه ووژل شو چې افغان اردو د داعش یو بل جیګپوړی قوماندان سعد الامارتي له ۱۲۰ تنو نورو اورپکو سره په همدغه ولایت کې وواژه.

د داعش د پراختیا مخه نیول

کتونکي وایي چې د حافظ سعید مړینې په پاکستاني - افغان سرحدي سیمه کې د داعش پراختیا ته یو لوی ګوزار ورکړ.‌ نوموړي ته حکم شوی وو چې داعش سره یو لاس کړي، کسان استخدام کړي او حملې ترسره کړي.‌

په ۲۰۰۹ کال کې په اورکزي ایجنسۍ کې، هغه وخت چې حافظ سعید لا د تحریک طالبان پاکستان غړی وو، هغه له پاکستان فارورډ سره خبرې کړې وې.‌ هغه لومړی ځل وو چې هغه د خپلې پراختیا خوبونه ښکاره کړل.‌

هغه وویل چې،‌ «مونږ به خپل ځانونه اورکزیو یا قبایلي سیمو یا افغانستان پورې محدود نه کړو. مونږ به د خراسان په ټوله سیمه کې یو حقیقي خلافت تاسیس کړو.»

په پېښور کې مېشت متقاعد جګړن محمد سعد وایي چې د حافظ سعید له منځه تللو داعش ته یو سخت ګوزار ورکړ.‌

هغه د داعش مشر ته په اشارې سره وویل چې،‌ « د ابوبکر البغدادي ګروپ لا مخکې تر مخکې یوازې درې افغان ولسوالیو پورې چې د پاکستاني - افغان سرحد په اوږدو کې پرتې دي محدود شوی وو. پخوا هغوی په نهو ولسوالیو کې فعالیت کاوه.»‌

هغه وویل چې،‌ «د حافظ سعید مړینه به په ننګرهار او نورو سیمو کې د داعش د اورپکو په عملیاتي فعالیتونو او همدارنګه د هغوی په پایښت باندې بد تاثیر وکړي.»‌

هغه د افغان طالبانو او ایتلافي ځواکونو حملو ته په اشارې سره وویل چې په سرحدي سیمه کې د داعش د اورپکو شمېر په وروستیو میاشتو کې له خواوشا ۴۰۰۰ کسانو څخه خواوشا ۱۵۰۰ کسانو ته راټیټ شوی دی.‌

سعد وویل چې له حافظ سعید سره د پاکستاني او افغان قبایلو مرسته موجوده وه، نو د هغه مړینه به د داعش په مالي او لوجیسټیکي حمایه،‌ او استخدام باندې منفي تاثیر وکړي.‌

د داعش د مشرانو له منځه وړل

د پېښور پوهنتون د ایریا سټډي سنټر څېړنکار پروفیسر پروېز اقبال خان پاکستان فارورډ ته وویل چې داعش دا وخت د افغان طالبانو او ایتلاف د حملو له سختې ننګونې سره مخامخ دی.‌

هغه وویل چې،‌ «د هغوی د سیمه ییز مشر مړینه دا معنی لري چې ډېر احتمال شته چې هغوی له منځه لاړ شي.»

هغه وویل چې د داعش پلي یا پیاده جنګیالي خارجیان دي او د هغوی ډېر ځایي مشران وژل شوي دي، نو له حافظ سعید پرته، «دا ښکاره ده چې هغوی به په دې منډه وي چې ځانونه ژوندي وژغوري.»

هغه وویل چې،‌ «د ټي ټي پي قوماندانان لکه شاهدالله او حافظ سعید په دوه دلایلو له داعش سره یوځای شول:‌ د مالي مرستې او ژوندي پاتې کېدلو له پاره؛ هغوی د خراسان په سیمه کې د ابوبکرالبغدادي مخ ګڼل کېدل، نو د هغوی مړینه دا معنی لري چې داعش له سیمې څخه په منډه دی.»‌

په افغانستان کې د داعش مشر او د تحریک طالبان پاکستان یو پخوانی ویاند شاهدالله شاهد هم د جولای په اوایلو کې په ننګرهار کې ووژل شو.‌

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د زده کړو انسټیټیوټ (PIPS) رییس محمد امیر رانا وویل چې حافظ سعید د داعش له پاره د پاکستاني او افغان غړو یو مهم استخداموونکی وو.‌

رانا وویل چې حافظ سعید او شاهدالله دواړو په تحریک طالبان پاکستان کې غټ موقفونه لرل او بیا داعش ته واوښتل، چې هلته هغوی خپلو ظلمونو او نه زغم ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړ چې ایتلاف هغوی ووژل.‌

هغه وویل چې،‌ «د دواړو مشرانو وژنه د داعش له پاره چې ورځ تر بلې پسې ورټولېږي یو سخت ګوزار دی.»‌

د مرتدینو یوه بې مشره ډله

په کابل کې یوه ژورنالست پروېز خاوه پاکستان فارورډ ته وویل چې، «د حافظ سعید له منځه وړل یوه لویه بریا ده. هغه د سرحد په دواړو خواوو کې اړیکې لرلې او د هغه مړینه دلته د داعش پای ښیي.‌»

د جولای په ۲۲مه په کابل کې د داعش له خوا ځانمرګی برید چې ۸۰ کسان یې ووژل او د داعش نورو ظلمونو ایتلافي ځواکونه دې ته اړ کړل چې دغه ترهګر ګروپ خپل هدف وګرځوي.‌

خاوه وویل چې،‌ «افغانان نور نه غواړي چې بهرني جنګیالي قبول کړي ځکه چې افغانان لا له پخوا څخه ډېر سخت کړېدلي دي.‌»

په اسلام اباد کې مېشت ژورنالست کمال حیدر چې له ۲۰ کالو څخه د ډېرې مودې راهیسې د جګړې په هکله راپورونه ورکوي وویل،‌ «حافظ سعید یو مهم سړی وو؛‌ د هغه وژنه د داعش له پاره چې لا له پخوا راهیسې مخ په ټولېدلو دی یو سخت ګوزار دی.»‌

هغه پاکستان فاروډ ته وویل چې،‌ « د تحریک طالبان پاکستان ۷۰٪ د ځای او مالي مرستې ترلاسه کولو له پاره داعش ته وراوښتي دي.‌ هغوی کوشش وکړ چې د البغدادي د پلویانو له پاره د پښې اېښودلو ځای برابر کړي، خو د هغوی مشران یو په یو ووژل شول.»‌

هغه پوښتنه وکړه،‌ «څوک غواړي چې د داسې یوې ډلې مشري پر غاړه واخلي چې هغوی تر ولکې لاندې سیمې له لاسه ورکوي او د طالبانو له ګواښونو او د ناټو او افغان ځواکونو له حملو سره مخامخ وي؟‌ هغوی د پاتې کېدلو ډېر کم چانس لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500