تروريزم

تحلیګران:‌ د ایران ښکېلتیا د سوریې جګړه لا نوره سختوي

ولید ابوالخیر په قاهره کې

د سوریې په حلب کې د حزب الله جنګیالي.‌ کارپوهان وایي چې د سوریې په شخړه کې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکي دغه ګروپ مداخلې مذهبي تاوتریخوالی لا پسې ډېر کړی دی.‌ [د صالح ال افیصي عکس]

د سوریې په حلب کې د حزب الله جنګیالي.‌ کارپوهان وایي چې د سوریې په شخړه کې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکي دغه ګروپ مداخلې مذهبي تاوتریخوالی لا پسې ډېر کړی دی.‌ [د صالح ال افیصي عکس]

کارپوهانو دیارونا ته وویل چې په سوریه کې د ایران مداخلې دغه شخړه اوږده کړې، مذهبي تاوتریخوالی یې زیات کړی او ترهګرو ګروپونو ته یې فرصت ورکړی چې د سوریې قلمرو ته ننوځي، او د تلفاتو او اقتصادي زیانونو په پام کې نیولو سره یې د سوریې په خلکو باندې د جګړې تاوان لا پسې بدتر کړی دی.‌

یوه محقق فتحی السید چې د منځني ختیځ د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د ایراني چارو متخصص دی وویل،‌ «په سوریه کې د ایران نظامي مداخله په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د جګړې له پیل څخه څرګنده وه.»

هغه دیارونا ته وویل، «کله چې مونږ د ایران د لاسوهنې په هکله خبرې کوو، زمونږ هدف د ایراني عناصرو له خوا مستقیمه ښکېلتیا یا د هغو ملېشو له خوا لاسوهنه وي چې د اسلامي انقلابي ګارډ سپاهیانو پورې ارتباط لري»،‌ په ځانګړې توګه د لبنان د حزب الله ډله.‌

هغه وویل،‌ ایران هغه جنګیالي ګروپونه چې له ایرانيانو او د نورو ملتونو له خلکو څخه تشکیل شوي ول ځای پر ځای کړل، څو احتجاج کوونکي حتی مخکې له دې چې شخړه په جګړه واوړي، وځپي.‌

السید وویل،‌ «د دې تر ټولو قوي شواهد،‌ د ایران او اړوندو ملېشو له انکارونو سره سره، د حزب الله د هغو مړو غړو د نومونو اعلانونه دي چې په سوریه کې وژل شوي ول.»

د یاد وړ مثالونه یې په ۲۰۱۱ کال کې د حسن علي سماهه مړینه ده چې د دغه ګوند له لومړنیو جنګیالیو څخه وو چې په سوریه کې مړ شو،‌ او جنازه یې د شرقي لبنان په زاهله سیمه کې د الکرک په ښار کې وشوه؛‌ او بل یې په ۲۰۱۲ کال کې په سوریه کې د یاد ګوند د ډېرو مشهورو قوماندانانو له جملې څخه د محمد حسین الحاج ناصف چې په ابوعباس مشهور وو مړینه وه.

حزب الله تر ۲۰۱۳ کال پورې په دې اعتراف نه کاوه چې هغه په سوریه کې جنګیالي لري، څو هغه وخت د یاد ګوند عمومي منشي حسن نصرالله په یوه بیانیه کې یاده کړه.‌

السید وویل چې دغې لاسوهنې په سوریه کې د شخړې په بدترېدلو کې ډېره مرسته وکړه.‌

هغه وویل،‌ «د ایران د پخوانیو مداخلو اصلي هدف معلوم وو، او هغه دا وو چې د سوریې مشهور احتجاجي حرکت د سني او علوي او شعیه ډلو تر منځ د اختلافاتو په تشویقولو سره په وسله والو شخړو واړوي، او په دې توګه د سوریې خلک په دغې پالیسۍ کې یرغمل ونیسي.»

د ایران د انقلابي ګارډ افسران د سوریې عملیات څاري

په حلب ښار کې د ازادې سوریې د اردو یوه افسر صالح الافیسي وویل،‌ «د حلب ولایت په بېلابېلو برخو کې او په ځانګړې توګه د حلب له ښار سره نژدې روانې جګړې هغه پراخه مرسته څرګندوي چې ایران یې د سوریې له اردو سره کوي.»

هغه وویل،‌ د جګړې اکثره موجودې جبهې، لکه په حلب کې الخالدیه او بني زید ته د ایران القدس ځواک او د حزب الله ځواکونه سړي برابروي، چې د جګړې په ډګر کې د هغوی حرکتونه د پوځي عملیاتو د مقاماتو په واسطه چې د ایراني افسرانو له خوا څارل کیږی، رهبري کيږي.‌

هغه زیاته کړه چې دغه ګروپونه د ازادې سوریې د اردو د عناصرو له خوا په نښه شوي او د هغوی اکثره کسان نیول شوي دي.‌

الافیسي وویل،‌ «که د ایراني مداخلو او د هغو غیر سوري ګروپونو خبره نه وای چې ایران له ځان سره راوستي چې د مخالفینو د ګروپونو پر ضد جګړه وکړي، په سوریه کې به لا درې کاله وړاندې جګړې ختمې شوې او ارامي راغلې وای.»

هغه وویل چې د ایران د انقلابي ګارډ تر نظارت لاندې او د هغوی په ملاتړ ګڼې ملېشې جوړې شوې او اوس د لبنان له سرحد څخه نیولې د دمشق تر بندري سیمو او تر حما او حلب پورې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې ځای پرځای شوي دي.

د الافیسي په وینا، هغه څه چې د یادونې وړ دي هغه د لبنانيانو، عراقيانو، افغانانو او پاکستانیانو په شمول د ګڼو ملتونو د خلکو موجودیت دی.‌

هغه وویل چې معلومه شوې ده چې د ایران د انقلابي ګارډ له خوا ملاتړ کېدونکي نور ګروپونه هم موجود دي. په دغو ګروپونو کې عراقي ګروپونه البدر عسکر، ابوالفضل العباس ټولی او اسایب اهل حق،‌ او حتی یمني ګروپونه چې د انصارالله په نوم یادېږي له دمشق سره نژدې موجود دي.‌

له ترهګرو ګروپونو سره د ایران ارتباطات

د الشرق د سیمه ییزو او ستراتيژیکو څېړنو د مرکز یوه محقق سمیع غیث وویل چې،‌ «د سوریې په جګړه کې د ایران مستقیمې ښکېلتیا د تکفیري او ترهګرو ګروپونو موجودیت زیات کړی دی، او دغه کار ایران ته دا بهانه په لاس ورکړې چې په سوریې کې حضور ولري او د هغو ګروپونو پر ضد جګړه وکړي چې هغوی له بېلابېلو هېوادونو څخه راوستي دي.»

هغه وویل،‌ «هر هغه څوک چې په سوریه کې پېښې څاري او له نژدې څخه ګوري هغوی به دا وګوري چې د ترهګرو د نړیوالو ډلو او په ځانګړې توګه القاعدې چټکه پراختیا له هغو راپورونو سره په یو وخت رامنځته شوې ده چې د ایران لاسوهنو ته اشاره کوي.»‌

بالاخره،‌ دغه کار شخړه دې ته ورجوړه کړه چې د هغو ډلو تر منځ په جګړه واوړي چې د مذهب پر بنسټ رامنځته شوي دی.‌

هغه وویل،‌ «ډېر داسې شواهد شه چې ښیي چې ایران، د القاعده د یو شمېر مشرانو په ملاتړ چې له افغانستان څخه ایران او بیا عراق او له هغه ځایه سوریې ته اوښتي دي، لاسوهنه کوي.»

غیث وویل چې د هغوی یو شمېر کسانو د النصره جبهه چې په سوریه کې د القاعدې څانګه ده جوړه کړه، په داسې حال کې چې یوه دویم ګروپ بیا د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) تاسیس کړ.‌

هغه وویل چې،‌ «په دغو عملونو سره چې ترهګرو ګروپونو ته یې پوره ملاتړ ورکړ او په سوریه کې د وضعې په لا نوره خرابتیا سره، ایران دا تضمین کړه چې تاوتریخوالی به نه یوازې په سوریه کې دوام وکړي بلکه ټولې سیمې ته به هم خپور شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500