تروريزم

چارواکي: ایران د افغان طالبانو ملاتړ او تمویل کوي

اعزازالله

د ایران له خوا حمایه کېدونکي طالبان په جولای کې په نیمروز ولایت کې روزنه ترلاسه کوي.‌ [له اعزازالله نه په مننې]

د ایران له خوا حمایه کېدونکي طالبان په جولای کې په نیمروز ولایت کې روزنه ترلاسه کوي.‌ [له اعزازالله نه په مننې]

کابل -- افغان امنیتي چارواکو او تحلیلګرانو تایید کړې ده چې ایران له لږ تر لږه تېرو ۱۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې طالبانو ته نظامي او مالي مرستې ورکوي.‌

یوه افغان امنیتي تحلیلګر او د ځوان خوځښت مشر رحمت الله سیحون وویل چې، د تېرو ۱۰ - ۱۵ کلونو په دوران کې افغان حکومت او ایتلافي ځواکونو په ګڼو مواردو کې له طالب جنګیالیو څخه ایراني تجهیزات نیولي دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل چې،‌ «د ایران د انقلابي ګارډ‌ عناصرو ښایي طالبانو ته د اوږده واټن راکټونه او روزنه ورکړي وي.»

هغه وویل، «د راپورونو له مخې،‌ د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې برتانوي ځواکونو په افغانستان کې داسې یو بار ونیو چې په هغه کې ۴۸ میله ۱۲۲ ملي متري راکټونه موجود ول او هغوی ادعا وکړه چې له ایران څخه راغلي ول.»

د طالبانو مشر په ایران کې وخت تېر کړی دی

له طالبانو سره د ایران د لا نورې ښکېلتیا د شواهدو وړاندې کولو پر وخت هغه وویل چې د راپورونو له مخې د طالبانو پخوانی مشر ملا اخترمحمد منصور له ایران څخه پاکستان ته په لاره وو چې هغه د مۍ په میاشت کې ووژل شو.‌

سیحون سلام ټایمز ته وویل،‌ «د منصور مړینه پخپله د افغان طالباانو او ایران تر منځ اړیکه ثابتوي.‌» د ځینې رسنیزو راپورونو له مخې،‌ په منصور پسې په ایران کې،‌ چې هلته هغه له خپلې کورنۍ سره لیدل، پل اخیستل شوی وو، او بیا د هغه موټر هغه وخت په نښه شو چې هغه له سرحد څخه بېرته پاکستان ته تېرېده.‌

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست په قول،‌ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعتراف وکړ چې منصور په ایران کې وو او دا چې هغه له هغه هېواد څخه د وتلو پر وخت ووژل شو.‌

د ملي امنیت د ریاست یوه جیګپوړي چارواکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل چې،‌ منصور ایران ته ګڼ غیر رسمي سفرونه کړي ول.‌

هغه وویل، «مونږ یو شمېر داسې اسناد لرو چې له طالبانو سره د ایران روابط ثابتوي.‌ هغه هغوی ته پیسې او تجهیزات ورلېږي او هغوی ته په ایران کې خوندي ځای برابروي.»

د سیاسي چارو افغان تحلیلګر سید جواد فراهي وایي چې د ایران حکومت طالبانو ته د یوه داسې ګټور دښمن په سترګه ګوري چې کولی شي چې د خپل لوی دښمن ګټې پرې وګواښي.‌

فراهي سلام ټایمز ته وویل،‌ «ایران له طالبانو سره کار کوي چې هغوی په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو پر ضد وکاروي او ملا منصور هم له همدې امله ایران ته تللی وو.‌ په زرګونو طالبان په ایران کې روزنه او سرپناه ترلاسه کوي.»

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له طالبانو سره د ایران اړیکه تایید کړه.‌

وزیري سلام ټایمز ته وویل،‌ «افغان حکومت نه غواړي چې زمونږ له ګاونډیانو سره خرابې اړیکې ولري، خو څومره چې مونږ لیدلي دي، ایران په افغانستان کې په جګړه باندې نفوذ لري او طالبان او یاغیان حمایه کوي.»

هغه زیاته کړه چې،‌ «دا باید حیرانوونکې نه وي چې د ایران حکومت طالبان حمایه کوي.»

د کابل د کمزوري کولو له پاره دلایل لټول

یو شمېر تحلیلګران وایي چې کېدای شي ایران په افغانستان او پاکستان کې د داعش موجودیت د دې دلیل وښیي چې طالبان دې حمایه کړي.‌

په کابل کې د افغانستان - ایران یو امنیتي تحلیلګر فضل حق مراد وايي چې په طالبانو باندې د ایران نفوذ په ځانګړې توګه په هرات او نیمروز ولایتونو کې چې افغانستان په کې له ایران سره سرحدونه لري،‌ قوي دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «ایران له طالبانو سره په دې کار کوي چې له افغانستان سره په خپل سرحد کې یو بفر زون یا حایله سیمه رامنځته کړي او نور دښمنان ایران ته له داخلېدلو څخه لیرې وساتي.»

هغه وویل،‌ «هر څوک پوهېږي چې طالبان د افغانستان او افغان ملي اردو پر ضد جګړه کوي.‌ که ایران له هغوی سره مرسته کوي، بیا دا روښانه ده چې هغه د افغان اردو پر ضد دی.»

مراد وویل، «طالبان او ایران دغه مشارکت د افغانستان د باثباته کولو له پاره د نړیوالو هڅو د کمزوري کولو په موخه د اصلي کتلست په توګه کاروي.»

هغه زیاته کړه، «د هغه نهایي هدف به دا وي چې له کابل څخه د ایتلافي ځواکونو په وتلو سره هر پاتې حکومت له منځه وېسي.»

د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب اندېښنه وښوده چې له طالبانو سره د ایران مرسته په افغانستان کې بې ثباتي ډېروي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «ایران طالبان نه یوازې تمویلوي بلکه له ۲۰۱۳ کال راهیسې په خپله خاوره کې د هغوی له پاره روزنیز کمپونه هم لري.»

په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت استازې فرشتې انوري سلام ټایمز ته وویل، «ایران په افغانستان کې سوله نه غواړي.‌ تهران د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې تخریبوي.»

هغې وویل،‌ له طالبانو څخه د ایران ملاتړ په افغانستان کې د عامو خلکو له خوا د ایران د فعالیتونو ملاتړ کموي.‌

انوري وویل،‌ «مونږ او زمونږ خلک غواړو چې ښه ګاونډیان ولرو،‌ او که چېرې هغوی زمونږ دښمن حمایه کوي، عام خلک به هغوی ته اجازه ورنه کړي او هېڅکله به یې حمایه نه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان هيڅکله هم دخپلوګاونډيانوپه اړه بدنظر نلرى خوګاونډيانولکه ايران اوپاکستان دافغانستان اوافغانانودوژلولپاره په مختلفو نومونومختلفى ډلى روزلى اودافغانستان دبى ثباتى لپاره يي ورته تګلاره ورکړى ده ،لکه دملا منصورتګ راتګ دايران په خاوره،اسامه بن لادين دپاکستان په خاوره اوداسى نور .خودګاونډيانودااعمال به دهغوى په نقصان تمام اودعاموافغانانوپه زړونوکى به دمحبت پرځاى نفرت ته لمن ووهى ـ ايا نړيواله ټولنه اوخصوصا امريکا دتروريزم دروزونکوپه اړه دکوم اقدام پلان لرى اوکه نه اوکه دوى هم ورسره شريک دى?دخداي لپاره افغان وژنه نوربس ده.په درنښت

ځواب ورکړئ

ملت پالنه یا نېشنلېزم او د نورو کلتورونو ته د خپل کلتور له زاویې نه لیدل یوازنۍ ستونزې دي چې په افغانستان کې موجودې دي.‌ دا بدمرغه ستونزه د دښمنانو له خوا هغه وخت رامنځته شوه چې هغوی تصمیم ونیو چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي او دا وطن د هغوی د لویو بندرونو څخه په یوه بدل کړي. هغوی خلک د تاجکانو،‌ پښتنو او دا او هغه په نومونو یاد کړل او دا کار یې یوازې د دې له پاره وکړ چې هغوی په خپلو کې سره وجنګوي. تر هغه چې یو څوک راپورته شي او د خلکو دغه ټولې فرقې او ډلې سره یوځای کړي،‌ او زمونږ د دښمنانو لاسونه په افغانستان کې له مداخلې کولو څخه لنډ کړي، دا وطن به همداسې په اور کې سوزي.‌ دلیل دا دی چې، بدبختانه،‌ زمونږ حکومت ډېر زیات ضعیف دی چې دا بند کړي.‌ له ایران سره د طالبانو د همکارۍ د موضوع په ارتباط،‌ دا باید وویل شي چې ایران په افغانستان کې طالبان د متحده ایالاتو په مقابل کې حمایه کوي، ځکه چې ایران هېڅکله هم نه غواړي چې متحده ایالات دې د هغوی له سیمو سره نژدې ځای پر ځای وي. د خدای په امان.‌ محمد ظفر له بغلان ولایت څخه.‌

ځواب ورکړئ

زه له کافي اندازه وخت راهیسې په دې پوه شوی یم چې ایران زمونږ دښمن دی او زه د دې ادعا د ثبوت له پاره روښانه او باوري شواهد لرم. زه په ایران کې ډېر کلونه اوسېدلی یم او زه له ډېرو لوړپوړو چارواکو سره بلد وم.

ځواب ورکړئ