امنیت

افغان طالبان تاجک سرحد ته ګواښ وګرځېدل

ندین بهروم

تاجک سرتېري د اګست په ۱۸مه په دوشنبه کې مارش کوي. [ندین بهروم]

تاجک سرتېري د اګست په ۱۸مه په دوشنبه کې مارش کوي. [ندین بهروم]

دوشنبه -- د افغان طالبانو له خوا په وروستیو وختونو کې د داسې یوه پله ویجاړولو چې د افغان - تاجک تجارت له پاره یې حیاتي رول درلود تاجک چارواکي دې ته هڅولي چې خپل هېواد د طالبانو له هر ډول مداخلې څخه خوندي وساتي.

طالبانو د اګست په ۲۱مه په کندوز ولایت کې د الچین پول ته انفجار ورکړ. دغه پل د افغان - تاجک د ټرانسپورټ د اصلي رابط په توګه کار کوي. دغه ۳۰۰ متره اوږده پله د افغانستان شمالي ولایتونه د افغانستان د شېرخان بندر له سرحدي ښار سره، چې د مرکزي اسیا د سوداګرۍ د ربط ټکی دی، تړل.

پنځه نور پلونه د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پنج په سیند تېرېږي، خو هغه ډېر کوچني دي او د دغو هېوادونو د سرحدي سیمو اوسېدونکي یې د تګ راتګ له پاره کاروي.

د کندوز ولایتي چارواکو وویل چې مخکې له دې چې طالبان دغه پل ونړوي، له ۱۰۰ څخه ډېرې تاجک لارۍ هره ورځ له افغانستان څخه په سمنټو او بېلابېلو زراعتي محصولاتو بار راتللې.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیمور د اګست په ۲۲مه له ازادۍ راډېو سره په یوه مرکه کې وویل چې، «له ستراتیژیک پلوه د مهم» پله له منځه تللو نه یوازې له تاجکستان سره د کابل ارتباط سخت کړی بلکې همدارنګه یې د کابل او د افغانستان د دوه نورو ولایتونو تر منځ هم په اړیکو کې ستونزې رامنځته کړې دي.

چارواکي وایي چې دغه حالت همدارنګه د افغانستان د سیمنټو د تامینوونکیو شمېر یوازې یوه یعنې پاکستان ته راکم کړی دی.

تیمور وویل، «تېره اونۍ [د اګست په ۱۵ - ۲۱مه] طالبانو دوه ځلې کوشش وکړ چې پول والوزوي خو ناکام شول. هغوی د اګست په ۲۱مه بیا په دغه کار سره بریالي شول.»

هغه وویل، افغان چارواکو د دغه پله بیا رغونه خپل «د سر لومړیتوب» په توګه په پام کې نیولې ده.

سوداګرۍ ته سقوط ورکول

د افغانستان په شمال کې جنګ چې په ۲۰۱۴ کال کې زیات شو، په افغان - تاجک سوداګرۍ باندې سخته اغېزه کړې ده.

د تاجکستان د حکومت په قول، د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نیمایي کې، د دغو هېوادونو تر منځ سوداګري ۳۱۳ میلیونو ډالرو (۲.۵ میلیارده تاجکستاني سامني) ته ورسېدله په داسې حال کې چې د تېر کال په همدغې موده کې ۵۵۵ میلیونه ډالره (۴.۴ میلیارده تاجکستاني سامني) وه.

په داسې حال کې چې تاجکستان افغانستان ته سیمنټ او زراعتي محصولات صادرول، دغه هېواد رختونه، ګاڼې، د سینګار شیان او لوښي واردول.

۵۵ کلنه زیتونه سوليوا چې د دوشنبې اوسېدونکې ده یوه له هغو سوداګرو څخه ده چې د حالاتو په هکله اندېښمنه ده. هغه له پنځو کالو راهیسې له افغانستان څخه د کورنیو د اړتیا وړ توکي (لکه د کالیو ګنډلو ماشینونه) او د سینګار رختونه لکه پردې او روجایانې واردوي.

هغې کاروانسرای ته وویل چې، «اوس زه ډارېږم چې هغه هېواد ته سفر وکړم. زه د هغه پله له لارې په کال کې دوه ځلې سفر کوم... په وروستیو میاشتو کې، طالبان لا ډېر خروړي شوي دي. اوس هغوی پول هم والوزاوه.»

د دوشنبې اوسېدونکی د لارۍ موټروان ابراخیم خسانوف چې ۳۲ کاله عمر لري هم د خپل معیشت په له لاسه ورکولو سره خفه دی.

هغه وویل، «سره له دې چې په افغانستان کې وضعه ښه نه وه خو بیا هم ما هغه هېواد ته موټر چلول جاري ساتل. له دغه کار څخه ما ورځني خواړه ترلاسه کول. خو کله چې هلته پول نه وي... زما کار به سل ځلې ډېر سخت وي، او خطرونه به لا ډېر زیات وي.»

د سرحدي ساتونکیو او طالبانو تر منځ نښتې

د دواړو هېوادونو چارواکي خطر پېژني

د اګست په ۱۰مه د افغان جمهور رییس اشرف غني د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په دوشنبه کې له تاجک جمهور رییس امام علي رحمان سره د امنیتي چارو په هکله خبرې اترې وکړې.

د رحمان له وېب سایټ څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې هغوی، «د ترهګرۍ، افراطیت او د نشه یي توکو د قاچاق پر ضد د شریکې بې رحمه جګړې، او همدارنګه په [ګډ] سرحد باندې د امنیتي سیستم د پیاوړي کولو له پاره د مؤثرې همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړې.»

په بیانیه کې راغلي دي چې په نورو موضوعاتو کې دا هم راغلي چې، «له سرحد څخه تېرېدل د نړیوالو پلونو له لارې تنظیم شي.»

د پلونو د انفجار تر څنګ، افغان طالبان د نشه ییزو توکو بې وقفې قاچاقچیان هم دي.

د تاجک سرحدي سرتېرو ویاند محمد اولوګخوجایوف کاروانسرای ته وویل چې د پله له انفجار څخه یوه ورځ مخکې طالبانو کوشش وکړ چې نشه ییز توکي تاجکستان ته قاچاق کړي.

هغه وویل چې تاجک سرحد ساتونکیو «یوه هڅه چې د اګست په ۲۰ - ۲۱مه شپه یې تاجکستان ته نشه ییز توکي وروړل شنډه کړه.»

اولوګخوجایوف وویل چې د ختلون ولایت په خمندوني ولسوالۍ کې په ورپسې ډزو کې، «یو قاچاقچي ټپي او دوه نور ووژل شول. نور [چې خواوشا شپږ تنه ول] وتښتېدل.»

هغه زیاته کړه چې تاجک ځواکونو وژل شوي قاچاقچیان داسې په ګوته کړل چې د افغان طالبانو غړي صحبت الله جهانګیر او محمد سو محمد دی.

د سولې سرحد

د تاجکستان د امنیتي ادارې چارواکو د اګست په ۱۹مه په دوشنبې کې په سرحد کې د بدترېدونکې وضعې په هکله خپله اندېښنه وښودله.

د دولت د ملي امنیت د کمېټې (GKNB) رییس سیمومین یتیموف په خبري کانفرانس کې وویل، «تاجکستان نړیوالې مرستې، په ځانګړې توګه تخنیکي مرستې ته اړتیا لري چې له خپلو سرحدونو څخه په مؤثره توګه دفاع وکړي. له ۸۵٪ څخه ډېر سرحد غرنی دی... تر اوسه پورې، سره له دغو ټولو ستونزو مونږ وضعه په کنټرول کې لرو.»

د امنیتي چارو په برخه کې د رحمان مرستیال شیرعلي خیرالله یوف وویل، «زمونږ د خپلواکۍ د سهار له راختلو راهیسې، تاجک رهبرۍ د ترهګرۍ خوا ته د نړیوالې ټولنې توجه راجلب کړې ده. هر هېواد باید... له دغې ستونزې سره جګړه وکړي. تاجکستان نشي کولی چې په یوازې سر یې وکړي.»

خیرالله یوف په نړیوالې ټولنې فشار واچاوه چې د تاجکستان په سرحدي سیمه کې د بېخ بنا یا انفراسټرکچر په جوړولو یا بیا نوي کولو کې مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دپله ورانول دمسجد ورانول دپرمختګ مخه نيول تل دپاکستان غوښتنه ده له خپلو مزدورانو څخه طالبان تر اسلام وپاکستان ته ډېر وفادار دې همکار ملتونه بايد په دې خپه نشي چې ولې افغانان داسي کوي بلکه داسي دې ووايې چې پاکستان دڅه لپاره داسي کوي او دافغانستان سره دنورو هېوادنو سوداګريزي اړيکي ترکمه حده پرپاکستان فشار راولي مننه

ځواب ورکړئ