2016-09-01

د ایران شعیه د ازادۍ اردو سیمه ییز تعصب پالي

ولید ابوالخیر په قاهره کې

پوهان وايي چې یو نوی ځواک چې له ایراني او بهرنيو جنګیاليو څخه تشکیل شوی دی، به په سیمه کې مذهبي تاوتریخوالي راپورته کړي او په عربي نړۍ کې به درزونه زیات کړي.


یوه عراقی چې د ایران مربوطې ملېشې پورې ارتباط لري داسې یو سرتړونی تړلی دی چې د ایران د لوی مشر آیت الله خامنه یي او د شعیه ګانو د مړ شوي عالم آیت الله محمد صادق الصدرعسکونه پرې لګېدلي دي. د راپورونو له مخې، په عراق، سوریې او یمن کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو له خوا حمایه کېدونکي ملېشې د شعیه ازادۍ اردو تر نامه لاندې یوه جوړښت کې سره یوځای کیږي. [احمد الرباعی/ای اېف پي]

یوه عراقی چې د ایران مربوطې ملېشې پورې ارتباط لري داسې یو سرتړونی تړلی دی چې د ایران د لوی مشر آیت الله خامنه یي او د شعیه ګانو د مړ شوي عالم آیت الله محمد صادق الصدرعسکونه پرې لګېدلي دي. د راپورونو له مخې، په عراق، سوریې او یمن کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو له خوا حمایه کېدونکي ملېشې د شعیه ازادۍ اردو تر نامه لاندې یوه جوړښت کې سره یوځای کیږي. [احمد الرباعی/ای اېف پي]

د اګست په ۱۸مه د تهران له مشرق نیوز سره چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د سرتېرو اژانس دی، په یوه مرکه کې بریدجنرال محمد علي فکر د شعیه ازادۍ د اردو د جوړښت په هکله معلومات ورکړل. دغه تشکیل به د القدس د ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې کار کوي.

د سیمې پوهانو او مبصرینو المشارق ته وویل چې د شعیه د ازادۍ اردو جوړښت به د مذهبي تاوتریخوالي اور لا پراخ کړي او کولی شي چې سیمه ییز امنیت ګډوډ کړي، ځکه چې د دغه تشکیل هدف دا دی چې شعیه ګان د هغوی له ملي هویتونو څخه رابېل کړي او د هغوی اړیکې له نورو مذهبي ډلو سره چې په ګډه د ټولنې اجتماعي جوړښت رامنځته کوي کمې کړي.

فلکي چې د اسلامي انقلابي ګارډ د سرتېرو یو متقاعد قوماندان دی او په سوریه کې د افغان فاطمیون لوا سره توظیف شوی وو، وویل چې دغه نوی ځواک له ایرانیانو او بهرني اتباعو، په ځانګړې توګه افغانانو څخه تشکیل شوی دی.

هغه وویل چې د اسلامي انقلابي ګارډ د سرتېرو له خوا حمایه کېدونکي ځواکونه په عراق، سوریه او یمن کې موجود دي او دغه ځواکونه یې د «متحدې اردو» په نامه یاد کړل.

له مشرق نیوز سره په خبرو کې فلکي اعتراف وکړ چې افغان، پاکستاني، عراقي او سوریايي ګروپونو په سوریه کې په بېلابېلو نومونو د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو تر قوماندې لاندې جګړه کوله.

دا د سوریې او ایران هغه پخوانۍ څرګندونې ردوي چې انکار یې کاوه چې پاکستاني او افغان ګروپونه په سوریه کې جګړه کوي.

د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو بېلوونکي تکتیکونه

د منځني ختیځ د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د ایراني چارو متخصص فتحی السعید وویل چې د شعیه ازادۍ اردو جوړښت به «په سیمه او همدارنګه په نړۍ باندې یو منفي تاثیر وکړي او مذهبي تاوتریخوالي به په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې زیات کړي چې هلته دغه ډله د پښو اېښودلو ځای مومي.»

هغه وویل چې د اسلامي انقلابي ګارډ عسکرو له کلونو راهیسې «خپلې وسلې عربي سیمې ته لېږلې او په نړۍ کې یې تر بېلابېلو نومونو لاندې ډېر ګروپونه جوړ کړي دي، چې اکثر یې تر مذهبي پوښ لاندې دي او هدف یې دا دی چې مذهبي کشمکش زیات کړي.»

السعید وویل چې د شعیه ازادۍ اردو اعلان به په سیمه کې له سخت منفي عکس العمل سره مخامخ شي.

هغه وویل چې هغه بېلوونکي تکتیکونه چې د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر یې ترسره کوي کیدای شي چې یوازې د ټولو مذهبونو او مذهبي ډلو د ځوانانو ترمنځ د خبرتیا په ډېرولو او له هغو میتودونو څخه په خبرولو سره یې مخه ونیول شي چې د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر یې په سیمه کې خپروي.»

السعید زیاته کړه چې، «هغه نفاق چې د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر یې د خپرولو اراده لري د ملېشو د ګروپونو له وسله وال کولو او هغوی ته د مالي مرستو ورکولو سربېره، له خرابو اقتصادي حالتونو او د اجتماعي بې عدالتۍ له احساساتو څخه د بدې استفادې، او د موجودو حکومتونو پر ضد د تحرکاتو تر څنګ د مذهبي ګروپونو تر منځ د تاوتریخوالي په رامنځته کولو سره ترسره کیږي.»

علما مذهبي پوځي جوړښتونه ردوي

یو لبنانی شعیه عالم شیخ السعید علي امین وایي، «مونږ ټول هغه ګروپي او پوځي جوړښتونه چې د دولت له قانوني چوکاټ او د هغه له امنیتي او پوځي تشکیلاتو څخه بهر دي، په ځانګړې توګه هغه چې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله کوي ردوو.»

هغه وویل، «مونږ همدارنګه د هغو جوړښتونو له پاره ټول مذهبي او فرقه یي نومونه ردوو ځکه چې هغه روانو کړکیچونو ته داسې یو فرقه یي خصوصیت ورکوي چې د عین ملت د خلکو تر منځ دښمني ډېروي، او یوازې هغه د ملت دښمنان ترې ګټه وړي چې هغوی غواړي چې سره بېل او کنټرول یې کړي.»

د سعودي عربستان د ختیځ الاحصا سیمې یو شعیه عالم شیخ هاشم الماجد وایي چې د نوي ځواک د جوړولو په هکله د ایران اعلان یو بل کوشش دی چې د فرقه ییزو شخړو اور لا زیات کړي.

هغه المشارق ته وویل، «دغه اعلان به هغه تاوتریخوالی لا زیات کړي چې لا له پخوا څخه موجود دی او بدبختانه کولی شي چې داسې یوه ټکي ته یې ورسوي چې په هغې کې ټوله سیمه انفجار کوي.»

هغه د ایران په رژیم تور ولګولو چې «له خپلو سرحدونو څخه بهر اورونه بلوي څو په سیمه کې فرقه ییزې مټې په خپل کنټرول کې وساتي،» او زیاته یې کړه چې د شعیه د ازادۍ اردو اعلان به افراطي ګروپونو ته د دې بهانه په لاس ورکړي چې سني ځوانان له ځان سره استخدام کړي.

هغه زیاته کړه چې هغه دا هم د علماوو له پاره ډېره سختوي چې له منطقي استدلالونو څخه دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه چې شعیه علما د ایراني رژیم په ارادو پوره خبر دي، او د دې له پاره به کار وکړي چې د شعیه ځوانانو د استخدام مخه ونیسي، خو هغوی به د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو د مربوطو ډلو له خوا له فشار سره مخامخ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 4927130d4c712bee9a68b0f9ecb8cf9c05586640d62e35366654e46ff7e4c1f7 54

تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

6 تبصرې

سیدمحمدامین دهنه چی | 09-14-2016

تاسوهغه وخت چېرې وۍ چې څو ورځې مخکې هغه د سپي په څېر مفتي شعیه ګانو ته د «مشرکانو» خطاب وکړ؟ تاسو، مجازي رسنیو، باید ویلي وای: «یو جیګپوړی سني عالم د اسلامی وحدت پرځای نفاق ته لمن وهي.» زه په دې خوښ یم چې بالاخره شعیه ګان وتوانېدل چې د سني نفاق اچوونکیو پر ضد یو ازاد لښکر جوړ کړي.

عبدالصمد | 09-11-2016

هغوی خره دي.‌

عمراان | 09-10-2016

ایران د بېلابېلو فرقو تر منځ نفاق پیدا کوي.‌ که د دغه دکتاتور رژیم د ودرولو لپاره ضروري ګامونه وانه خیستل شي،‌ هغه به په ټوله سیمه کې تباهي رامنځته کړي او د دې سبب به وګرځي چې بې دفاع خلک له یوه نوي راپورته شوي داعش سره مخامخ شي.‌

ali asghar attaey | 09-06-2016

زه د افغانستان د یوه شعیه په حیث،‌ د ایران په دې کار خوشحاله نه یم.‌

محمدآصف | 09-04-2016

د دې برخې په هکله زما تبصره دا ده چې دا په ریښتیا سره یو واحد سیستم دی چې ښه رهبري لري چې د جګړې ښه تکتیکونه کاروي،‌ او د ستاینې وړ دی.‌

رضا | 09-03-2016

دا به ښه وای چې دې ته بس «د مسلمانانو د ازادۍ ګروپ» نوم ورکول شوی وای، په دې توګه به بیا د تعصب په سطحه کې زیاتوالی نه رامنځته کېده.‌

د رایو شمېر

تاسو د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې د افغان حکومت د وروستیو هڅو په هکله څه فکر کوئ؟‌

نتایج وګورئ