تروريزم

طالبانو په هلمند ولایت کې ملکي کسان په نښه کړل

سلیمان

افغان عسکر د اګست په ۲۰مه په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد جګړه کوي. [له سلیمان نه په مننه]

افغان عسکر د اګست په ۲۰مه په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد جګړه کوي. [له سلیمان نه په مننه]

لشکرګاه، هلمند -- د هلمند خلک وایي چې هغوی په خپل ولایت کې د طالبانو له روانې جګړې او ظلمونو څخه ستړي شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې د طالبانو د ۱۵ کلنې اوږدې جګړې اصلي قربانیان په عمومي توګه ښځې، ماشومان او ملکي خلک دي، ځکه چې اورپکي د هغوی په کورونو قبضه کوي، د هغوی عامه ودانۍ د وژونکو وسایلو په توګه او بې ګناه افغانان د انساني سپرونو په توګه کاروي.

عبدالصبور چې ۳۰ کاله عمر لري د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې خپل اصلي ځای د طالبانو د ظلم له وېرې ترک کړ. اوس هغه د ولایت په مرکز لشکرګاه کې ژوند کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د خلکو په کورونو کې پټېږي،» او زیاته یې کړه چې اورپکي ملکي خلک په زور د هغوی له کورونو څخه وباسي.

هغه وویل چې هغه په زور نیول شوي کورونه بیا د حملو مرکزونه ګرځي.

هغه زیاته کړه چې ترهګر همدارنګه «خلک له دې څخه منع کوي چې د جګړې له ساحو څخه وځي، او خپل ځانونه د هوایي او ځمکنیو ځواکونو له په نښه کولو څخه وساتي. طالبان د هلمند اوسېدونکي د انساني سپرونو په توګه استعمالوي.»

په زرګونو خلک بې ځایه شول

د هلمند د متاثره شویو اوسېدونکیو شمېر زرګونو ته پورته شو.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمرځواک وویل چې «د هلمند د خلکو پر ضد د طالبانو له خوا د پیل شوې جګړې په نتیجه کې په تېرو دوه میاشتو کې د دغه ولایت له ۳۰۰۰ تنو څخه ډېر اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.»

هغه وویل، «هغو خلکو هر څه له لاسه ورکړي دی. هغوی په لشکرګاه کې په خېمو کې اوسېږي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل چې کله طالبان له هغو کورونو څخه چې هغوی نیولي وي وځي، هغوی کورونه د هغو د اصلي اوسېدونکیو له پاره په غولوونکیو دامونو باندې اړوي.

هغه وویل، عادي افغانان د طالبانو اصلي قربانیان دي.

هغه وویل چې طالبانو «په اګست کې په ناوه ولسوالۍ کې له یوه معلم او یوه سرمعلم نه سرونه پرې کړل چې په هلمند کې د ښوونې او روزنې د بهیر مخه ونیسي.»

طالبانو ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکول شوې ده

په هلمند ولایت کې پوځي قوماندانان وایي چې له ملکیانو څخه سؤ استفاده وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو دا ځواک له لاسه ورکړ چې د جګړې په ډګر کې جګړه وکړي.

د افغان ملي اردو ډګروال نعمت الله خلیل سلام ټایمز ته وویل چې طالبان «د حقاني شبکې، لشکرطیبه او لشکر جنګوي په څېر ترهګرو ګروپونو په همکارۍ سره هڅه کوي چې هلمند ولایت ونیسي،»

هغه وویل چې، «زړورو امنیتي ځواکونو په ټولو جبهو کې هغوی ته ماتې ورکړه.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش سلام ټایمز ته وویل چې، «په ناوه، ګرشک، نادعلي او سنګین ولسوالیو کې د طالبانو ټولې حملې ماتې شوې. امنیتي ځواکونو په خپلو همغږو او منظمو عملیاتو کې د طالبانو ځواکونه ویجاړ کړل.»

د افغان ملي اردو مرستیال لوی درستېز جنرال مرادعلي مراد چې دا مهال په هلمند کې مېشت دی په یوه تازه خبري کانفرانس کې وویل چې، «طالبانو ته په هلمند ولایت کې درانه زیانونه وراوښتي دی. دغه ترهګره ډله، چې نشي کولی د امنیتي ځواکونو په وړاندې نېغ په نېغه جګړه وکړي، له عامه ځایونو او سرکونو څخه د غولوونکيو دامونو په توګه کار اخیستلو سره ملکي خلک په نښه کوي.»

د طالبانو او داعش ویجاړول

افغان ولسمشر اشرف غني د هلمند خلکو ته اطمینان ورکوي چې هغه به د طالبانو د له منځه وړلو په تعهد ټینګ پاتې شي.

د غني ویاند شاه حسین مرتضوي وویل، «د افغانستان حکومت دې ته ژمن دی چې طالبان او هر هغه ترهګر ګروپونه ویجاړ کړي چې د افغانانو او د افغانستان د حکومت پر ضد جګړه کوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ولسمشر ځانګړي حکمونه ورکړي دي چې د هلمند ولایت بې ځایه شویو خلکو ته د اړتیا وړ مرستې ژر تر ژره ورکول شي.»

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۷مې کلیزې په مناسبت د اګست په ۱۸مه، غني طالبانو او داعش ته یو قوي اخطار ورکړ.

هغه د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیو په ستاینې سره وویل، «سره له دې چې زمونږ هېواد د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ دی، خو زمونږ امنیتي ځواکونه به افغانستان د طالبانو او د نورو ترهګرو ګروپونو په هدیره بدل کړي.»

غني وویل، «داعش به نه یوازې په ننګرهار بلکه همدارنګه د افغانستان په نورو برخو کې هم ویجاړ کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه اونیکی هیلی می ومنی هیله ده چی جوړ او روغ وه اوسی غواړم اړیکه درسره ونیسم او ستاسو سره کارکول غواړم زه اوس پریلانس ریپورټریم

ځواب ورکړئ

غني بد دی.

ځواب ورکړئ

موژسوله غواڑومژته نور جنگ مانانه لری ده جناب ولسمشر سخه هیله کوم چی هیوادته دی پیسی راپری ژدخلگ وژی دی

ځواب ورکړئ

اعلیٰ

ځواب ورکړئ

زموژمشر غنی خراب دی

ځواب ورکړئ

خلک د دواڑو خواوو نہ زورول کیگی د یو طرف نہ طالبان او دبل طرف نہ زموژ خپل سرتیری یی پہ توپونو ولی خلک بیچارہ گان سہ وکڑی چرتہ لاڑ شی

ځواب ورکړئ