امنیت

افغانان د محلي پولیسو ستاینه کوي

اعزازالله

یو افغان محلي پولیس د اګست په ۲۵مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یوه سپین ږیري لاس ښکلوي. [اعزازالله]

یو افغان محلي پولیس د اګست په ۲۵مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یوه سپین ږیري لاس ښکلوي. [اعزازالله]

کابل -- د افغان پارلمان یوه غړي سید اکرام سلام ټایمز ته وویل چې افغان محلي پولیس افسران د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هغوی د مسلکيتوب له امله د خلکو له خوا ستایل کیږي.

هغه د دغه ځواک په هکله چې غړي یې ټول په خپلو اصلي ولسوالیو او ښارونو کې خدمت کوي وویل، «افغان محلي پولیس په لیرې پرتو سیمو کې خپل کار په ښه شان سره ترسره کوي... او له افغان ملي اردو سره مرسته کوي.»

په ننګرهار ولایت کې د مومندرې د ولسوالۍ د شورا رییس ملک دریاخان سلام ټایمز ته وویل، «افغان محلي پولیس مسلکي او ښه مجهز دي. د مومندرې اوسېدونکي له افغان محلي پولیسو سره له نژدې څخه همکاري کوي او د امنیت په برخه کې یې ښه والی راوستی دی.»

محلي ارتباطات په نورو شیانو غوره والی لري

خان وویل چې ځایي ریښې تاثیر لري.

هغه وویل، «زمونږ د محلي پولیسو منسوبین د دې ځای دي. هغوی له خلکو سره روابط لري. داعش، طالبان او نور اورپکي ګروپونه بهر دي او هغوی زمونږ د ټولنې ښه نه غواړي.»

هغه زیاته کړه چې، «په کوټ ولسوالۍ کې د افغان کمانډوز او یاغیانو ترمنځ د وروستۍ جګړې پر وخت افغان محلي پولیسو له دغې ولسوالۍ څخه د داعش په اېستلو کې ډېره مرسته وکړه.»

د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د بولمبي کلي یوه سپین ږیري حاجي عطاجان سلام ټایمز ته وویل چې طالبانو داسې د تلاشۍ پوستې جوړې کړې وې چې بزګران به یې خپلو فصلونو ته له ورتګ څخه را ګرځول.

هغه وویل چې اوس د افغان محلي پولیسو د مصؤنیت په چوکاټ کې، بزګران «په ازادۍ سره ژوند کوي او یو سوله ییز ژوند لري.»

د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالباري سلام ټایمز ته وویل، «د افغان محلي پولیسو غړي زمونږ ورونه او دوستان دي. مونږ داسې یو لکه په یوه بدن کې دوه زړونه.»

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د سیداباد کلي اوسېدونکي روح الله سلام ټایمز ته وویل چې د سیداباد کلي خلک د افغان محلي پولیسو د زړو هڅو له برکته په سوله کې ژوند کوي.

د هلمند د امنیې قوماندان جنرال احقنور کینتوز سلام ټایمز ته وویل، «افغان محلي پولیس د امنیت ساتنې په برخه کې مهم رول لوبوي. هغوی ... له نورو ځایونو څخه راغلي خلک پېژني او له سیمې سره بلد دي... د نورو امنیتي ځواکونو تر څنګ د هغوی موجودیت ضروري دی.»

په خدمت باندې افتخار کوم

د افغان محلي پولیسو افسران په دې افتخار کوي چې د خپلو ملګرو، کورنیو او ګاونډیانو خدمت کوي.

په مومند دره کې د افغان محلي پولیسو افسر سید حکیم سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په خپلو کلیو کې د سولې د دښمنانو پر ضد سخته جګړه کوو. مونږ د خپلو خلکو د ژوند، ناموس او ملکیت ساتنه کوو.»

د افغان محلي پولیسو افسر عصمت الله سلام ټایمز ته وویل چې کلیو همیشه د خپلو ځانونو دفاع کړې ده، او دا یې یاده کړه چې څنګه په تېرو وختونو کې د پکتیا، پکتیکا او خوست په څېر بېلابېلو ولایتونو کې د کلیو مشرانو ځایی کسانو ته وظیفه ورکوله چې د کلي حفاظت وکړي.

هغه وویل چې، افغان محلي پولیس چې د سیمو له اوسېدونکیو څخه تشکیل شوي دي، د هغه دود یوه سلسله ده.

هغه وویل، «مونږ پوه او ښه وړ یو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سرتېرو تقدیرول د سرتېرو د بري او زړورتیا سبب ګرځي.

ځواب ورکړئ

لومړی، له ملي اردو او پولیسو څخه ډېره مننه. هغه کسان چې د جګړې په جبهه کې له کوم فرقه یي طرف نیونې یا تعصب څخه پرته جګړه کوي هغوی یقیناً چې زما او ستا لپاره جګړه کوي، چې په هغې کې هغه ټول خلک شامل دي چې په دې هېواد کې اوسېږي. له دې امله، هغه طریقه چې په هغې سره باید د هغوی قدرداني وشي دا ده چې هغوی دې له هرې بلې ادارې څخه ډېرې تنخاګانې ولري او هر ډول امکانات او اسانتیاوې باید ورته برابر کړای شي. سربېره پر دې، شهیدان او د هغوی خپلوان باید وستایل شي، چې هغوی وکولی شي چې نېکمرغه ژوند ولري. دلیل دا دی چې په دې کار سره، مونږ کولی شو چې لا ډېر وطندوست ځوانان، چې تعلیم یې کړی او بې کاره پاتې دي، را جلب کړو. په دې طریقه، مونږ ټول کولی شو چې ښه ژوند ولرو. [که تاسو علاقه مند یئ، زه د دې لپاره ډېر ښه پلانونه لرم. (ما په یاد ولرئ)]

ځواب ورکړئ

سلام او ښې هیلې. زما په نظر، د افغانستان په نظام کې محلي پولیس ښه کار نه کوي. د محلي پولیسو په پوستو کې اکثر کسان داسې دي چې په نشه ییزو توکو روږدي دي، او هغوی د خپلو خلکو په وړاندې د مینې یا وطنپالنې په هکله هېڅ نه پوهېږي. هغه داسې کسان دي چې په اروایي یا سایکالوجیکه ناروغیو اخته دي چې د عادي خلکو لپاره د مشکلاتو د رامنځته کېدلو سبب کیږي. د افغانستان په ځینې ځایونو کې، حتی هغوی غلاګانې کړې دي. دا سمه ده چې هغوی له سیمې او ساحې سره بلد دي؛ خو، هغوی مسلکي کسان نه دي او د هغوی هدف دا نه دی چې له عادي خلکو سره مرسته وکړي. هغوی له محلي پولیسو سره د خپلو مشکلاتو په وجه یوځای شوي دي. د دغو محلي پولیسو د قوي کولو پرځای، ښه دا ده چې حکومت ملي اردو، ملي پولیس، او ملي امنیت قوي کړي او د محلي پولیسو پرځای یاد شوي ځواکونه ځای پرځای کړي. په دې کار سره به عادي خلک پوه شي چې د ځانونو د ژغورنې لپاره باید هغوی چېرته لاړ شي او له چا نه مرسته وغواړي. که حکومت نشی کولی چې خپلو خلکو ته امنیت برابر کړي، بیا غوره دا ده چې امنیتی مسؤلیتونه خلکو ته ور وسپارل شي، او نه هغو کسانو ته چې د هغوی پر ضد په زرګونو جنایي قضیې موجودې دي.

ځواب ورکړئ

دقیقا باید گفته شود که معلومات یا خبر واقعی یک حق اجتماعی است و رسانه های آزاد همانند سلام تایمز نقش کلیدی را بازی میکنند و میتواند اذهان مردم را با ارایه معلومات و اخبار موثق روشن تر سازد و در راستی خنثی سازی تبلیغات دشمن میتواند نقش بسزایی داشته خیلی خرسند هستم از شنیدن و خواندن خبر های داغ روز به خصوص از مقاله و سر مقاله سلام تایمز

ځواب ورکړئ

زکه سیمیزپولس دمنطقی خلک دی دخلکوپه دودونورواجونوپوهیژی دشمن شه پیژندلای شی ددشمن رابط پیژنی زکه ددشمن هم دیره هسه پسی کوی په وژلوپسی یی موژکومه بده خاطره نه ورنه لرو.

ځواب ورکړئ

سیمه ایزو پولیسو په کونړ ولایت کې هم ډیره ښه نتیجه ورکړی تر دی دمه

ځواب ورکړئ