امنیت

شفق عملیات د افغانستان سیمې له اورپکو څخه پاکوي

اعزازالله

د افغان ملي اردو عسکر په اګست کې له بریاليو عملیاتو څخه وروسته د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې ولاړ دي. [اعزازالله]

د افغان ملي اردو عسکر په اګست کې له بریاليو عملیاتو څخه وروسته د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې ولاړ دي. [اعزازالله]

کابل -- چارواکو سلام ټایمز ته وویل چې شفق عملیاتو چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په مشرۍ ترسره کیږي په ګڼو ولایتونو کې خپل هدفونه ترسره کړي دي او د نورو ترهګرو عناصرو پاکولو ته دوام ورکوي.

د کندهار ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق سلام ټایمز ته وویل، «په کندهار، زابل، اروزګان او دایکندي ولایتونو کې د لسګونو یاغیانو او په سیمه کې د سولې د دښمنانو په وژلو سره هدفونه ترسره شوي دي.»

د طالبانو خنثی کول

هغه وویل، «مونږ سیمه د ډېرو یاغیانو په وژلو سره له طالبانو څخه پاکه کړه او ډېر خلک مو د سرک د غاړې بمونو څخه وژغورل.»

هغه وویل، د شفق عملیاتو هدف دا دی چې د افغانستان په شمال کې ټولې سیمې له طالبانو څخه پاکې شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، عملیات د روان کال په اوایلو کې پيل شول او هدف یې دا وو چې یاغیان له نورو ولایتونو څخه واېستل شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ځواکونه له عامو خلکو سره مرسته کوي چې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي او یو عادي ژوند پیل کړي.»

د افغان ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند محمد محسن سلطاني وایي چې د دغې قول اردو عسکر د جنوب په بېلابېلو ولایتونو کې په عملیاتو کې برخه اخلي.

هغه وویل، عسکرو په تېرو دوه اونیو کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه یاغیان ووژل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورو سرتېرو په کندهار، زابل، اروزګان او دایکندي ولایتونو کې ډېرې سیمې، چې هلته یاغیانو ځایي خلک عادي ژوند ته نه پرېښودل، تصفیه کړي دي.»

سلطاني وویل، د قول اردو پرسونل د کندهار ولایت په شاولي کوټ او میوند ولسوالیو او همدارنګه په زابل کې په نورو عملیاتو کې له محلي پولیسو او ځانګړیو ځواکونو سره یوځای شول او په دغو عملیاتو کې یې له ۵۰ تنو څخه ډېر یاغیان ووژل.

سلطاني وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه... د ټولو افغانانو لپاره یو سوله ییز ژوند غواړي. نړیوال ځواکونه هوایي ملاتړ برابروي، او هغوی ټول هغه یاغیان په نښه کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو پرضد جګړه کوي.»

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال داودشاه وفادار وویل چې هغه په میوند ولسوالۍ کې عسکر توظیف کړي چې د پولیسو ملاتړ وکړي او ټول هغه ګروپونه له منځه وېسي چې غواړي کندهار ناامن کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هڅه کوو چې په میوند کې خلک وژغورو ځکه چې طالبان د هغوی کورونه استعمالوي او ماشومان او ښځې یرغمل نیسي.»

طالبان به هېڅکله یو ولایت هم ونه نیسي

هغه وویل، «زه غواړم طالبانو ته ووایم چې هغوی به هېڅکله هم هېڅ ولایت ونه نیسي، نو ولې تاسو بې ګناه خلک وژنئ؟» او ژمنه یې وکړه چې اردو به تر هغه پورې ارام ونه کړي چې طالبان له منځه وېسي.

وفادار طالبانو ته په خطاب کې وویل، «تاسو نشئ کولی چې دا وطن بېرته ونیسئ.» هغه په هغوی باندې تاکید وکړ چې عامو خلکو ته ستونزې جوړول ودروي او د سولې له هڅو سره یوځای شي.

چارواکي وایي چې طالبان هڅه کوي چې په افغانستان کې د ډېرو ولسوالیو او ولایتونو کنټرول ترلاسه کړي، خو افغان امنیتي ځواکونه په زړورتیا سره د یاغیانو پر ضد جګړه کوي او درانه تلفات وراړوي.

په ناوه ولسوالۍ کې له سختې جګړې څخه وروسته د هلمند ولایت والي حیات الله حیات وویل چې افغان ځواکونو لږ تر لږه ۱۷۱ تنه طالبان ووژل. هغه وویل چې عسکر به ټولې هغه سیمې چې ګواښونه ورته متوجه دي پاکې کړي.

په ورته وخت کې، د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق په وروستیو کې د دې لپاره عملیات پیل کړل چې د هلمند او کندهار ترمنځ لویه لاره، چې د سختې جګړې له امله د څو ورځو په مخه بنده شوې وه، بیا پرانیزي.

هغه وویل، لویه لاره به ژر بیا پرانستل شي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، په میوند کې عملیاتو بریالیتوب ترلاسه کړی او عسکرو له ډېرو سیمو څخه یاغیان اېستلي دي، او زیاته یې کړه چې عسکر په دې کار کوي چې یاغیان په بشپړ ډول له سیمې څخه ختم کړي.

د شفق پراخ ملاتړ

صدیقي په سپتمبر کې د افغان ملي پولیسو د ښه نیت سفیر بازمحمد مبارز سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې وویل چې شفق عملیات د ځایي خلکو او قومي مشرانو ملاتړ له ځانه سره لري.

صدیقي په خبري کانفرانس کې وویل، «دا زمونږ لپاره ډېره مهمه ده، چې زمونږ مشران او مذهبي عالمان زمونږ د ملي ځواکونو ملاتړ کوي او له مونږ سره ولاړ دي.»

مبارز وویل، هر څوک دا مسؤلیت لري چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه وویل، «مونږ باید له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره برخه واخلو چې خپل هېواد ته سوله او ثبات راولو.»

هغه خپله ترټولو وروستۍ جایزه د افغان ملي پولیسو په نامه کړه.

د میوند ولسوالۍ اوسېدونکي ګل اغا ابدالي وویل، افغان ځواکونه نړۍ ته ښیي چې هغوی کولی شي چې د طالبانو پر ضد جګړه وکړي.

په کندهار کې د افغان ملي پولیسو افسر رحمت الله سوله مل وویل، هغه او د هغه همکار افسران د ملت خدمت کوي او هیله لري چې یاغیان له هېواد څخه ورک کړي او سوله او ثبات راولي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په دې افتخار کوو چې عام خلک هره ورځ زمونږ ملاتړ کوي او تازه ګلان راوړي چې ملي ځواکونه تشویق کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه هیله لرم چې تاسو څه وویل هغه به رښتیا وي.

ځواب ورکړئ