کډوالان

راستنېدونکي افغان کډوال وعده کوي چې خپل وطن به بیا جوړ کړي

اشفاق یوسفزی

لارۍ چې د افغان کډوالو په کډو بار دي د اکتوبر په ۷ مه د جي ټي روډ په لاره د افغانستان په لور روانې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر) وایي چې د ۲۰۱۶ له جنورۍ راهیسې د هغوی د خپلې خوښې د ستنېدنې پروګرام لاندې له ۲۰۰۰۰۰ څخه ډېر افغانان ستانه شوي دي.

لارۍ چې د افغان کډوالو په کډو بار دي د اکتوبر په ۷ مه د جي ټي روډ په لاره د افغانستان په لور روانې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر) وایي چې د ۲۰۱۶ له جنورۍ راهیسې د هغوی د خپلې خوښې د ستنېدنې پروګرام لاندې له ۲۰۰۰۰۰ څخه ډېر افغانان ستانه شوي دي.

پېښور -- افغان کډوال چې د خپلې خوښې تر یوه پروګرام لاندې له پاکستان څخه خپل هېواد ته بېرته ستنېږي وایي چې هغوی غواړي چې د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې رول ولوبوي.

د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو د وزیر متقاعد ډګرجنرال عبدالقادر بلوچ په وینا، د سپتمبر تر پایه پورې له ۱۹۰۰۰۰ تنو څخه ډېر راجستر شوي او ۱۶۰۰۰۰ تنه نور بې اسنادو افغانان په خپله خوښه له پاکستان څخه بېرته ستانه شوي دي.

د هغو کډوالو له ډلې څخه چې له سلام ټایمز سره یې خبرې وکړې اکثرو وویل چې په وطن کې د اورپکو ماتېدا د هغوی د بېرته ستنېدلو اصلي دلیل دی، په عین حال کې هغوی له پاکستان نه د ډېرو کلونو اوږدې مېلمه پالنې له امله مننه وکړه.

د سولې او نېکمرغۍ رامنځته کول

یوه افغان زرګر رفیق احمد چې په پېښور کې اوسېږي وویل، «مونږ غواړو چې د خپل جګړه ځپلي هېواد په پرمختګ کې برخه واخلو، سوله رامنځته کړو او په نېکمرغه توګه ژوند وکړو.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ تصمیم نیولی چې له ۳۰ کالو نه وروسته له پاکستان څخه لاړ شو او د خپل هېواد په پرمختګ کې چې هلته امنیتي ځواکونه د طالب اورپکو پر ضد په جګړه بوخت دي برخه واخلو.»

۶۲ کلن احمد وویل، هغه په ۱۹۷۹ کال کې وروسته له هغه پاکستان ته راغی چې د هغه په هېواد باندې تېری وشو او امنیتي حالت خراب او ګډوډي او بې قانوني پیل شوه.

خو هغه وویل چې اوس حالات ښه دي.

هغه وویل، «په تېرو څو کالو کې، هلته یوه ښکاره وده رامنځته شوه او خلک غواړي چې خپل تجارت شروع کړي،» او زیاته یې کړه چې افغانان په سختۍ سره اورپکي په دې غندي چې دوی یې مجبور کړي دي چې د دومره اوږده وخت په مخه له هېواد څخه بهر پاتې شي.

محمد جمیل چې په مردان کې د حبوباتو د پلورونکي په توګه کار کوي وایي چې هغه ۲۰ کاله مخکې پاکستان ته د دې له امله راغی چې په افغانستان کې طالبانو ترهګري پیل کړه.

جمیل په هغو ۲۰۰۰۰۰ افغان کډوالو اضافه یو بل کس دی چې سږ کال د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) د خپلې خوښې د ستنېدنې پروګرام لاندې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ بېرته خپل پلرني ښار کابل ته ورستنېږو، چې هلته مونږ لا له وخته یو دوکان په کرایه نیولی دی. مونږ خپله شتمني انتقالوو چې د خپل هېواد په بيارغونه او بیاجوړونه کې برخه واخلو.»

په پېښور کې یوه بل ۲۵ کلن ترکاري خرڅوونکي غریب ګل وویل، هغه په پاکستان کې پیدا شوی دی او هغه هېڅکله هم خپل پلرني وطن افغانستان ته نه دی تللی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه غواړم چې خپل هېواد وګورم او د خپل راتلونکي ژوند په جریان کې هلته کار وکړم. زما مور او پلار ډېر خوشحال دي چې نور ژوند هلته تېر کړي.»

هغه وویل، پاکستان او افغانستان دواړه جګړو ځپلي دي، خو اوس سوله راګرځي او خلک باید دې ته تیار شي چې د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د نورغلام په نامه یوه افغان چې له پېښور سره نژدې د جلوزو د کډوالو کمپ په یوه خټین کور کې اوسېږي وویل، هغه په جلال اباد کې له خپلو خپلوانو سره تماس ونیو او هغوی ورته وویل چې اوس امنیتي حالت ښه دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس د قانون او نظم په وضعه کې د لمس وړ پرمختګ راغلی دی او مونږ غواړو چې بېرته ستانه شو او له خپلو خلکو سره واوسېږو.»

هغه وویل، «مونږ خپلې اردو او نړیوالو امنیتي ځواکونو ته له دې امله چې اورپکو ته یې ماتې ورکړه او هېواد یې د استوګنې لپاره برابر کړ آفرین وایو.»

غلام وویل، هغه خلک چې افغانستان ته ستانه شوي او زه یې پېژنم ښه پوره خوشحال دي. «له دې امله، مونږ هم تصمیم نیولی دی چې مخکې لاړ شو او هلته له خپلو خپلوانو او دوستانو سره یو ځای شو.»

د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ښوونه او روزنه او کاري فرصتونه

په پېښور کې د امنیتي چارو تحلیلګر خادم حسین وویل، افغانانو په خپل هېواد کې د سولې د راوستلو او اورپکۍ ته د ماتې ورکولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې.

هغه وویل، له درې لسیزو څخه د ډېرې مودې راهیسې، افغانانو په ټوله نړۍ کې د بې وسۍ ژوند تېراوه او دا یوازې له دې امله وو چې په کور دننه یې تاوتریخوالی موجود وو.

هغه سلام ټایمز ته وویل «افغانانو د سولې لپاره غټه قرباني ورکړې ده خو د هغوی قربانیو رنګ راوړ او اوس هغوی خپل هېواد ته د ستنېدلو په لاره دي.»

حسین وویل، په راتلونکې مرحله کې، دې ته ضرورت دی چې د هغو کډوالو لپاره چې له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه ستنېږي ښوونځي، روغتونونه او نورې اسانتیاوې جوړې کړای شي.

هغه وویل، «ترهګري کېدای شي د ښوونې او روزنې او د کار د لا ښه چاپېریال د برابرولو له لارې د تل لپاره له منځه وېوړل شي.»

په پېښور کې د ښوونځي یوه ښوونکي شاه محمد وویل، هغه هرات ولایت ته بېرته ستنېږي چې هلته به هغه په پاکستان کې له ۱۰ کاله وخت تېرولو وروسته له خپلو خپلوانو سره یوځای شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه پېښور ته له خپلې اوه کسیزې کورنۍ سره راغلم او په یوه افغاني ښوونځي کې مې تدریس شروع کړ. ما له خپلې وظیفې څخه استعفا وکړه او کله چې بېرته ستون شم د افغانستان په هرات ولایت کې به عین وظیفه شروع کړم.»

هغه وویل، په هرات کې ډېر داسې ښوونځي شته چې هلته ښوونکیو ته سخت ضرورت دی. «په پېښور کې زما ډېر همکاران هم داسې پلان لري چې افغانستان ته لاړ شي او هلته د ښوونې او روزنې د ودې لپاره خپلې تجربې عملي کړي.»

هغه وویل، «افغان ماشومان د طالبانو له خوا د ښوونې او روزنې، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، پر ضد د موقف نیولو له امله له ښوونځيو څخه پاتې ول. په اول کې به ژوند اسان نه وي خو د وخت په تېرېدلو سره به بهتر شي.»

کډوال افغانستان بیارغوي

په پاکستان کې د افغانستان سفیرعمر زاخېلوال له موجودو ننګونو سره سره په کډوالو باندې تاکید وکړ چې خپل اصلي وطن ته ستانه شي او د هېواد جوړونې له پروسې سره یوځای شي.

زاخېلوال د سپتمبر په ۲۸ مه په خیبرپښتونخوا کې د ازاخېل د کډوالو کمپ کې د یو اېن اېچ سي آر د ستونې له یوه مرکز څخه د لیدنې پر وخت وویل، «د کډوالو په خپله خوښه بېرته ستنېدنه د ملي وحدت د حکومت په هڅو باندې د هغوی اعتماد او باور ښیي.»

هغه وویل، «هلته ډېرې ننګونې شته خو ستنېدونکي کډوال به د سولې د بیا پرځای کولو او د افغانستان د بیارغونې په برخو کې مرسته وکړي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر) له هغو افغان کډوالو سره چې په خپله خوښه د ستنېدنې پروګرام کې برخه اخلي د پیسې مرسته کوي. په جون کې، یو اېن اېچ سي آر دغه مرسته د سړي سر ۲۰۰ امریکایي ډالرو څخه ۴۰۰ امریکایي ډالرو ته زیاته کړه.

یوه افغان کډوال ګل ستارچې له تېرو ۳۰ کالو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي او اته کسیزه کورنۍ لري، په وروستیو وختونو کې په نوي پرانستل شوي د ستنونې مرکز کې د دې لپاره نوم لیکنه وکړه چې افغانستان ته بېرته ستون شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس، مونږ بېرته خپل هېواد ته د ستنېدلو په لاره یو. ۴۰ کسه نور افغانان هم له مونږ سره په یوه کاروان کې ځي.»

د کابل پوهنتون استاد محمد رییس وویل چې په افغانستان کې د اورپکۍ ځای ولسواکۍ نیولی دی.

هغه په داسې حال کې چې د کډوالو په بېرته ستنولو یې تاکید کاوه، سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو ۱۵ کالو کې درې ځلې انتخابات شوي دي او د دې لپاره هېڅ دلیل نشته چې افغانان دې له هېواد څخه بهر پاتې شي.»

هغه وویل، «د بیارغونې له پروسې پرته، مونږ نشو کولی چې دوامداره سوله پرځای کړو او خلکو دا درک کړې ده چې هغوی باید د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دیره ښه وو

ځواب ورکړئ

مونږ افغان کډوال غواړو چى خپل وطن پخپله جوړ کړو او زر تر زره خپل هيواد ته لاړ شو

ځواب ورکړئ