تروريزم

افغان امنيتي ځواکونو په فاریاب کې د دوستم په کلا د طالبانو حمله شنډه کړه

د سټاف راپور

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره.

فاریاب -- خامه پرېس راپور ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو د اکتوبر د ۲۲مې په شپه د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په کلا د طالب اورپکو د حملې یو پلان شنډ کړ.

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، طالبانو پلان درلود چې د دوستم له کلا سره نژدې یوه حمله وکړي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او مخکې له دې چې هغوی حمله وکولی شي هغوی یې په نښه کړل.

خبرپاڼه زیاتوي چې یاغي ډلې وروسته له هغه چې په وسله واله نښته کې تلفات ور واوښتل سیمه ترک کړه، خو د طالبانو د تلفاتو د دقیق شمېر په هکله یې معلومات ور نه کړل.

خامه پرېس د اکتوبر په ۲۳مه راپور ورکړ چې په عین حال کې، د ملي امنیت ریاست منسوبینو د تښتوونکو د ۷ ډلو اړوند ۲۱ تنه شکمن کسان چې په تېرو شپږو میاشتو کې په کابل ښار کې په تښتونو کې د لاس لرلو تور پرې پورې وو ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خبرونه باید باوري وي.

ځواب ورکړئ