تروريزم

چارواکي وایي چې افغان طالبان له مالي بحران سره مخامخ شوي دي

سلیمان

افغان طالبان په یوه بې نېټې انځور کې په افغانستان کې په کوم ځای کې ښکاري. مبصرین وایي چې دغه ترهګره ډله په می میاشت کې د هغې د مشر ملا اخترمحمد منصور له مړینې څخه وروسته له سختې مالي تنګسې سره مخامخ شوې ده. [له سلیمان نه په مننې]

افغان طالبان په یوه بې نېټې انځور کې په افغانستان کې په کوم ځای کې ښکاري. مبصرین وایي چې دغه ترهګره ډله په می میاشت کې د هغې د مشر ملا اخترمحمد منصور له مړینې څخه وروسته له سختې مالي تنګسې سره مخامخ شوې ده. [له سلیمان نه په مننې]

کابل -- افغان چارواکي او مبصرین وایي چې د روان کال په لومړیو کې د افغان طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور په وژل کېدلو سره دغه ډله له مالي بې باورۍ سره مخامخ شوې ده.

دغه ترهګر مشر د مۍ په میاشت کې ووژل شو.

هغوی وایي، د هغه په لویو وظایفو کې یوه وظیفه دا وه چې طالبانو ته راغلې هغه پیسې یې مدیریت کولې چې د په زور اخیستنو په څېر طریقو له لارې را ټولول کېدلې.

مبصرین وایي چې د هغه له مهارتونو څخه پرته، طالبان له سخت مالي راتلونکي سره مخامخ کیږي، خو هغوی نشي کولی چې په مالي امکاناتو کې د کمېدا د فیصدۍ اټکل وکړي.

مالي ستونزې طالبان کمزوري کوي

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «طالبان له مالي ستونزو سره مخامخ دي او دا وخت په [غیرقانوني] مالیه ټولولو... او د نشه یيزو توکو په سوداګرۍ باندې تمرکز کوي.»

هغه وویل، «د ترهګرې ډلې مالي تنګسې او ویجاړوونکې بې باوري د دې سبب ګرځېدلې چې طالبان په ګڼو ډلو ووېشل شي.»

هغه زیاته کړه، هغوی د دې تاثیر د جګړې په ډګر کې په خپلو مهارتونو کې ویني.

هغه وویل، «په تاریخي لحاظ، طالبان د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه په ۲۴ ولایتونو کې فعال ول. اوس هغوی یوازې په پنځو ولایتونو کې ښکېل دي، چې په ټولو کې امنیتي ځواکونو تر فشار لاندې نیولي دي.»

هغه وویل، بالاخره د طالبانو مالي ستونزې به دغه ګروپ له خپل بد برخلیک سره مخامخ کړي.

طالبان له عامو خلکو نه په زور پیسې اخلي

طالبان په دې مشهور دي چې هغوی په هغو پیسو باندې پایي چې له وېرول شویو ملکي خلکو نه یې ترلاسه کوي.

یوه افغان سیاسي مبصر او د پکتیکا ولایت پخواني والي سلام ټایمز ته وویل، «پیسو تر اوسه پورې طالبان فعال ساتلي وو. د جګړې لپاره د پیسو نشتوالی به طالبان له منځه وېسي.»

هغه وویل، یوازې حکومت له اسلامي اساساتو او افغان قانون لاندې «کولی شي چې عشر او زکات ټول کړي. د حج او اوقافو وزارت او د عدلیې وزارت عشر او زکات ټولوي او بېرته یې په بې وسو خلکو باندې وېشي.»

هغه وویل، له ملکي خلکو نه د طالبانو له خوا په زوره پیسې اخیستل، چې دغه ترهګره ډله ورته «عشر او زکات وایي» له «غیر اسلامي په زور اخیستنې» سره برابر دي.

هغه وویل، «هغه یوه یاغي او ترهګره ډله ده، نه یو قانوني اسلامي حکومت.»

د کونړ او هرات ولایتونو پخواني والي سید فضل الله وحیدي سلام ټایمز ته وویل، کله چې طالبان کورني او نړیوال دواړه مالي منابع له لاسه ورکړي هغوی به له پوره ماتې سره مخامخ شي.

هغه وویل، کله چې طالبان وس ولري، «هغوی له دهقانانو، ځمکوالو او مالدارو نه عشر او زکات ټولوي. هغوی همدارنګه د جګړې لپاره له ملکیانو نه خواړه، د سوزولو لرګي او موټرې اخلي.»

هغه وړاندوینه وکړه، «که د طالبانو مالي سرچینې وچې شي، دا به د جګړې په ډګر کې یو نتیجه لرونکی تاثیر وکړي.»

افغانان به وروستي ګټونکي وګرځي

په کابل کې د ولسي جرګې یوه غړي محمد داود کلکاني سلام ټایمز ته وویل، طالبانو د منصور په مړینه د نشه ییزو توکو یو تجربه کار سوداګر له لاسه ورکړ.

هغه وویل، «د نشه ییزو توکو دغه قاچاق وړونکی مخکې له دې چې د طالبانو مشر شي شتمن وو. هغه په دې پوهېده چې پیسې څنګه مدیریت کړي.»

هغه وویل، «د دغه شتمن مشر له لاسه ورکول د دې سبب شوي چې طالبان له سختو مالي ستونزو سره مخامخ شي.»

کلکاني زیاته کړه، «د نشه یي توکو له باوري، ښه مدیریت شوي عاید څخه پرته به طالبان هېڅکله ونشي کولی چې د عشر او زکات د راټولولو له لارې خپل دوامدار حضور تضمین کړي.»

د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند نبي مصداق سلام ټایمز ته وویل، یو ځل چې مالي فشار شروع شي او دوام وکړي، د طالبانو په مخ کې سختې ستونزې پرتې دي، چې کېدای شي حکومت او خلکو ته ګټه ورسوي.

هغه وویل، «طالبان به ونشي کولی چې جنګیالي استخدام کړي یا وسلې واخلي.»

په عین حال کې، هغه زیاته کړه چې له ملکي خلکو نه د طالبانو له خوا په دوامداره توګه په زور سره پیسې اخیستل به د طالبانو پر ضد پاڅونونو ته لاره هواره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه او ګټور خبرونه!

ځواب ورکړئ