امنیت

د فاریاب اوسېدونکو د طالبانو پر ضد لوی پاڅون وکړ

سلیمان لخوا

د فاریاب ولایت د میمنې ښار اوسېدونکي د اکتوبر په مياشت کې راټولېږي چې د طالب اورپکو پر ضد یو ولسي پاڅون پيل کړي. [له سلیمان نه په مننې]

د فاریاب ولایت د میمنې ښار اوسېدونکي د اکتوبر په مياشت کې راټولېږي چې د طالب اورپکو پر ضد یو ولسي پاڅون پيل کړي. [له سلیمان نه په مننې]

فاریاب -- د طالبانو له خوا روانو وحشتونو د فاریاب ولایت اوسېدونکي دې ته مجبور کړل چې د اورپکو د ګروپ پر ضد او د حکومت په ملاتړ وسلو ته لاس کړي.

په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅون قوماندان فیض الله سلام ټایمز ته وویل، "زمونږ د ولایت په ځینې سیمو کې طالبانو خلک له عادي ژوند نه بې برخې کړې وو، ځکه چې هغوی د فاریاب د اوسېدونکو ژوند، ملکیتونه او امنیت په خطر کې اچولی ول."

هغه وویل، "له دې امله، ما او زمونږ د ولایت په سلګونو نورو اوسېدونکو خپلو وسلو ته لاس کړ او د طالبانو پر ضد د یوه ولسي پاڅون پیلولو اعلان وکړ. مونږ له خپلو امنیتی ځواکونو سره اوږه په اوږه د خپل قسم خوړلي دښمن یعنې طالبانو پر ضد ودرېږو."

د فاریاب زامن تیار دي

فیض الله د فاریاب خلکو ته اطمینان ورکړ چې هغوی باید نوره اندېښنه ونه لري، ځکه چې د هغوی زامن، چې په ټولو اړتیاوړ وسایلو او اخلاقي ملاتړ باندې سمبال دي، به له هغوی څخه دفاع وکړي او هغوی به خوندي وساتي.

هغه وویل، "دا ولسي پاڅونونه به تر هغه وخته پورې دوام وکړي څو چې طالبان زمونږ د خلکو لپاره یو ګواښ جوړوي، او تر هغه وخته پورې چې د داسې پاڅونونو لپاره اړتیا موجوده وي."

د فاریاب ولایت والي سید انور سادات په داسې حال کې چې له دغه ولسي پاڅون څخه یې خپل ملاتړ څرګنداوه سلام ټایمز ته وویل، "په زرګونو خلک چې په هغوی کې په سلګونو کسان د ولسي پاڅونونو غړي دي، په اکتوبر کې د فاریاب ولایت په میمنه کې راټول شول چې امنیت رامنځته کړي، د طالبانو پر ضد مقابله وکړي او د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي."

هغه وویل، "په ځینې سیمو کې د طالبانو وروستي حرکتونه او فعالیتونه، او ورسره هغه وارخطایي چې دغې ترهګرې ډلې رامنځته کړې ده، د فاریاب ولایت په سلګونو خلک دې ته مجبور کړل چې وسلې را واخلي او د طالبانو پر ضد خودجوشه ولسي پاڅونونه وکړي."

سادات وویل، "هغه ولسي پاڅونونه او غونډې چې په فاریاب کې ترسره کیږي دا حقیقت ښيي: چې خلک د حکومت او هغو لاسته راوړنو چې د افغانانو او تر څنګه یې د نړیوالو مرستندویانو د زحمتونو او قربانیو له لارې ترسره شوي دي ملاتړ او دفاع کوي، او دا چې هغوی به هېڅکله هم د طالبانو تیارې دورې ته بېرته ور ونه ګرځي."

هغه وویل، په ځینې ځایونو او ولسوالیو کې چې هلته امنیتي ځواکونه لږ دي، هلته عادي خلک د هغوی تر څنګه د طالبانو پر ضد جګړه کوي.

چارواکي د پاڅونونو ملاتړ کوي

سادات وویل، د فاریاب چارواکي د دغو ولسي پاڅونونو ملاتړ کوي، او که ضرورت پېښ شي، دې ته تیار دي چې هغوی ته نور مالي او لوجیسټيکي ملاتړ برابر کړي.

د فاریاب یو مالدارعارف الله په دغه ولسي پاڅون کې وروسته له هغه برخه اخلي چې په هغو پیسو یې یو ټوپک واخیست چې هغه د یوې غوا له خرڅولو څخه ترلاسه کړې وې.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "طالبانو زمونږ د ولایت د پرمختګ مخه نیولې ده. د دغې ډلې محض موجودیت کولی شي چې زمونږ د ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخامخ کړي. مونږ نشو کولی چې په اسانۍ سره د خپلو فارمونو او حیواناتو ساتنه وکړو، او زمونږ ماشومان نشي کولی چې ښوونځي ته لاړ شي، او دا ټول د اورپکو د موجودیت له امله دي."

عارف الله وویل، "طالبان ډېر سخت افراطي دي. نړۍ ډېر زیات پرمختګ کړی دی، او مونږ نه غواړو چې شا ته لاړ شو."

هغه وویل، "ما په همدې دلیل وسله راواخیسته، چې وکولی شم چې طالبان د هغوی له ویجاړوونکیو عملونو څخه را وګرځوم او له فاریاب څخه یې وباسم."

د ولسي پاڅون یوه بل برخه وال احمدالله سلام ټایمز ته وویل، "د وینو تږي طالبان باید په دې پوه شي چې هغوی نور زمونږ په ولایت کې ځای نه لري، او دا چې مونږ، د فاریاب خلک، به تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې د طالبانو پر ضد خپلو پاڅونونو ته دوام ورکړو."

د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وویل، "د خلکو په وړاندې د طالبانو ظلم او استبداد چې د اسلام له نوم بدولو څخه بده استفاده هم ورسره یوځای ده په فاریاب ولایت کې د ولسي حرکتونو او پاڅونونو اصلي سببونه دي."

هغه سلام ټایمز ته وویل، "په بېلابېلو سیمو کې د دغو ولسي پاڅونونو سلګونه برخه وال له امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ کې د دې لپاره کار کوي چې طالبانو ته ماتې ورکړي او له منځه یې وېسي."

ځایي معلومات مرسته کوي

هغه وویل، "د طالبانو پر ضد جګړه کې د ولسي پاڅونونو د غړو برخه اخیستنه ډېره زیاته مؤثره ده، ځکه چې خلک له خپلو سیمو سره ډېر بلد دي او کولی شي چې په غوره ممکنو طریقو سره د طالبانو پر ضد جګړه وکړي."

یورش وویل، پاڅونونه په ځانګړې توګه مؤثر دي ځکه چې د لومړۍ کرښې ځواکونه کېدای شي چې په لیرې پرتو سیمو کې تیت او پرک واوسي.

هغه وویل، "کله چې د طالبانو ځواکونو په لیرې پرتو سیمو باندې حمله وکړي، تر هغه وخته پورې چې امنیتی ځواکونه ځانونه ور رسوي د ولسي پاڅونونو غړي له خپلو کورونو او سیمو دفاع کوي."

یورش تایید کړه چې ځایي حکومتي ادارو تل د دغو پاڅونونو له برخه والو څخه ملاتړ کړی دی او هغوی ته د وسلو او لوجیستیکي مرستو ورکولو ته به دوام ورکړي.

له غوښتنې څخه وروسته، په ګاونډي ولایت جوزجان کې په زرګونو اوسېدونکو د اکتوبر په ۱۷مه غونډه وکړه چې د طالبانو پر ضد د خپلو ولسي پاڅونونو پيلولو اعلان کړي او له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه اخترمات وړاندط کوم خوښ شوم چی ستاسو په زړه پوری معلومات می ولوستل په کویت هیواد کی دا ادبۍ ناستی رئیس شاعر مجبور څمکنی دپکتیا ولایت څمکنیو ولسوالی اوسیدونکی یم راځم یو لنډ پیغام ته چی ستاسو دپاڼی له لاری یی ولس ته کوم په ټول غام دفغانستان ولس می غږ ده چی نه یواځې په فریاب کې نه بلکې په ټول افغانستان کې اولسی پاڅون وکړی تر څو دافغانستان ولس په سوله امن کې ژوند وکړي

ځواب ورکړئ