بشري حقونه

افغان طالبانو بېخبنا ړنګه کړه، ملکي خلک یې له خطر سره مخامخ کړل

سلیمان لخوا

په دې بې نېټې انځور کې یوه درسي خونه ښودل کیږي چې طالبانو په هلمند ولایت کې ړنګه کړې ده. افغان اورپکو په تېرو څو کالونو کې بې شمېره بېخبناوې ړنګې کړي دي، چې ماشومانو په کې تر ټولو بد وحشتونه زغملي دي. [له سلیمان نه په مننه]

په دې بې نېټې انځور کې یوه درسي خونه ښودل کیږي چې طالبانو په هلمند ولایت کې ړنګه کړې ده. افغان اورپکو په تېرو څو کالونو کې بې شمېره بېخبناوې ړنګې کړي دي، چې ماشومانو په کې تر ټولو بد وحشتونه زغملي دي. [له سلیمان نه په مننه]

کابل -- چارواکي او د بشري حقونو ګروپونه وایي، طالبان او نور د دولت ضد عناصر چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا شنډ کړای شوي دي په لاس جوړو چاودونکیو توکو کارولو ته مخه کوي چې په افغانستان کې خپل ورانوونکي کار ته دوام ورکړي.

څېړنه ښیي، په اکثرو دغو حملو کې د هغوی د بې توپیره تاوتریخوالي له امله، ملکي خلکو -- او په ځانګړې توګه ماشومانو -- ته تاوان رسېږي.

طالبان عامه بېخبنا ړنګوي

د افغان ولسشر اشرف غني ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام ټایمز ته وویل، "د امنیتي ځواکونو پر ضد په جګړه کې له درنو ماتو څخه وروسته، طالبانو د خلکو کورونه او دوکانونه، او همدارنګه روغتیایي کلینیکونه، ښوونځي، جوماتونه، کوڅې او پلونه ویجاړ کړل."

هغه وویل، د تېرو دوه میاشتو په اوږدو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې سخت مالي زیانونه، مادي ویجاړتیاوې او د ملکي خلکو وژنې ترسره کړې.

مرتضوي وویل، طالبانو د دغې مودې په بهیر کې په کندوز، غزني، فاریاب، اروزګان، ننګرهار، بادغیس، بغلان، پکتیا، هلمند او سرپل ولایتونو کې بېخبناوو ته له ۲.۱ میلیارده افغانیو (امریکایي۳۲.۵ ميليونه ډالره) څخه ډېر زیان وراړولی دی.

هغه وویل، هغوی ۳۰۲ ښوونځي، ۴۱ روغتیایي کلینیکونه، ۵۰ جوماتونه، ۱۸۰۰ دوکانونه او مغازې، او ۱۲۳ کیلومتره سرکونه ویجاړ کړي دي، او دغه کار یې "یو جنایت" وباله.

مرتضوي وویل، طالبانو د خپل موجودیت په ۲۰ کالونو کې یو پوره افغان نسل له باکیفیته ښوونې او روزنې څخه بې برخې کړی دی.

ماشومان په خطر کې اچول

ماشومان له طالبانو سره د افغانستان په کړکېچ کې تر ټولو ډېر ژرمتاثر کېدونکی ګروپ دی.

یوه لویه او جاري اندېښنه د ناچاودو توکو او په لاس جوړو چاودېدونکیو موادو څخه د رامنځته کیدونکيو تلفاتو خطر دی، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ۱۸٪ جوړوي.

په یوه راپور کې چې د اکتوبر په ۱۹مه خپور شو، د یوناما د بشري حقونو رییس ډانیل بېل وویل، "له ناچاودو توکو څخه د رامنځته کېدونکیو قربانیانو ۸۴٪ قربانیان ماشومان ول. ټول لوري باید په سیستماتیکه توګه ناچاوده توکي معلوم، په نښه او پاک کړي چې موجود او راتلونکي نسلونه له زیانونو څخه خوندي کړي."

هغه افغانان چې د طالبانو د بدو چلندونو له امله له ستونزو سره مخامخ شوي دي د دې خبرې غندنه کوي چې ماشومان هم له دې کبله سزا زغمي.

په کابل کې د ماشومانو د حقونو فعال عبدل باقي سمندر سلام ټایمز ته وویل، "په لاس جوړو چاودېدونکیو اصلي قربانیان ملکي خلک، او په ځانګړې توګه ماشومان دي."

هغه زیاته کړه، "هر کال، سلګونه ماشومان او په ځانګړې توګه د ښوونځیو ماشومان په لاس جوړو چاودېدونکیو توکو په وسیله وژل کیږي."

طالبان د هغو په لاس جوړو چاودېدونکیو موادو تر څنګ چې هغوی یې په کلیو او بانډو کې د ماشومانو د وژلو لپاره ځای پر ځای کوي د هغوی د ژوبلولو ډېرې نورې لارې هم لري. د برتانوي غیرحکومتي موسسې چایلډ وېکټېمز آف وار وېب سایټ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې، د هغوی له خوا په خپلو لیکو کې د ماشومانو د استخدام شمېر د ۲۰۱۴ کال د شمېر په نسبت دوه برابره وو.

د چایلډ وېکټېمز آف وار د راپور له مخې، وسله وال همدارنګه په بچه بازۍ کې ښکېل دي، چې له ماشومانو، په ځانګړې توګه هلکانو نه د جنسي غریزې د خړوبولو لپاره کار اخلي.

افغانستان د ملکي خلکو د خوندي کولو ژمنه وکړه

مرتضوي وویل، غني په ملکي خلکو باندې د طالبانو حملې او د عامه اسانتیاوو ویجاړول "د بشریت پر ضد ښکاره جنایت" ګڼي، او زیاته یې کړه، "افغان حکومت دې ته ژمن دی چې په افغانستان کې ملکیتونه، ژوند او بېخبناوې خوندي کړي."

هغه وویل، "له ولسي شوراګانو، په پارلمان کې د خلکو له استازو او قومي مشرانو سره په همکارۍ کې، مونږ پرېکړه وکړه چې د طالبانو له ځواکونو څخه د یوې سیمې له پاکولو څخه وروسته به هلته واک محلي شوراګانو او بانفوذه قومي مشرانو، او د دوی تر څنګه امنیتي ځواکونو او ځایي حکومت ته سپارل کیږي، چې د هغې سیمې عامه اسانتیاوې خوندي کړي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نجیب دانش وویل، "خلکو له مونږ سره ژمنه کړې ده چې له مونږ سره د عامه اسانتیاوو په خوندي کولو کې لا نوره همکاري وکړي."

هغه سلام ټایمز ته وویل، "سربېره پر دې، مونږ په هغو ځایونو کې چې هلته عامه اسانتیاوې لکه پلونه، کوڅې او نورې بېخبناوې یا زېربناوې موجود وي، د تلاشۍ ځای پرځای شوې او متحرکې امنیتي پوستې جوړې کړې دي، چې خلک، او عامه اسانتیاوې، د طالبانو له ممکنه حملو څخه خوندي وګرځول شي."

په کابل کې یوه دیني عالم او استاد محمد هاشمي سلام ټایمز ته وویل، "د هغو عامه ځایونو چې د هېواد اتباعو پورې اړه لري ویجاړول د ملت د ګډې شتمنۍ له ورانولو سره برابر دی؛ او د قرآني ایتونو او دیني لارښوونو له مخې دا داسې یو عمل دی چې په مطلق ډول منع ګرځول شوی دی."

هغه د قران کریم د دې ایت په استناد سره چې "په ځمکه د فساد خپرول" اسلام منع کړي دي وویل چې د زور، تاوتریخوالي او ترهګرۍ له لارې د شخصي او حکومتي شتمنیو تخریب په دین کې منع دی، او زیاته یې کړه چې هغه کسانو ته چې دغه کار کوي باید سزا ورکړې شي.

طالبان د خلکو دښمنان دي

په کابل کې مېشت یوه جیګپوړي پوځي او امنیتي تحلیلګر غرزي خواخوږي وویل، د طالبانو له خوا بې مهاره تخریب د دې شاهدي ورکوي چې دغه ډله هېڅ سیاسي پلان نه لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "طالبان د عامه ګټو او د افغانستان د خلکو د نېکمرغۍ هېڅ پروا او باک نه لري. هغوی قانوني هدفونه او مقصدونه نه لري، او هغوی په هېڅ پوځي یا ملکي اساساتو او قواعدو باندې باور نه لري."

هغه وویل، هغه ډلې چې د سیاسي اجندا په اساس جګړه کوي د سیاسي ملاتړ د ترلاسه کولو په هکله فکر کوي، خو طالبان د افغانانو د راضي ساتلو هېڅ پروا نه لري.

هغه وویل، طالبانو د هر افغان باور له لاسه ورکړی دی ځکه چې هغوی د ترهګرۍ ترسره کولو ته دوام ورکوي، خلک په نښه کوي او د هېواد بېخبنا ویجاړوي، او زیاته یې کړه چې اتباع باید دې ته تشویق شي چې د طالبانو تخریب ته د ماتې ورکولو لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د پارلمان یوه غړی فرهاد صدیقي چې د کابل د خلکو استازیتوب کوي وویل، طالبان د خلکو او د عامه ګټو دښمنان دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "طالبانو افغانستان ته د یوه هېواد په توګه او د دغه هېواد خلکو ته سخت زیان ور رسولی دی. که څه هم چې یو وخت هغوی د هېواد په ډېره برخه واک درلود، خو اکثریت افغانان طالبان خپل دښمنان ګڼي."

ترهګر پلان نه لري

هغه وویل، طالبان په هېواد کې د سولې او ثبات د انکشاف لپاره هېڅ اجندا نه لري، او زیاته یې کړه چې د طالبانو یوازنی پلان دا دی چې وحشت رامنځته کړي او افغانانو ته تاوان ور ورسوي.

صدیقي وویل، که طالبان د داسې وحشیانه کارونو ترسره کولو ته دوام ورکړي، هغوی به د عوامو له نور ډېر قهر سره مخامخ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500