تروريزم

افغانان د مالدارانو تښتولو، وژلو له امله د داعش غندنه کوي

نجیب الله لخوا

افغان ولسمشر اشرف غني د نومبر په ۴مه په غور ولایت کې د هغو شپنو له کورنیو سره مشوره کوي چې د داعش د اورپکو له خوا وژل شوي ول. [عکس د افغان ولسمشرۍ دفتر اخیستی دی]

افغان ولسمشر اشرف غني د نومبر په ۴مه په غور ولایت کې د هغو شپنو له کورنیو سره مشوره کوي چې د داعش د اورپکو له خوا وژل شوي ول. [عکس د افغان ولسمشرۍ دفتر اخیستی دی]

کابل -- افغانان د داعش د پلویانو له خوا د بې ګناه ملکي خلکو تښتونه او وژنه په کلکو ټکو غندي.

وسله والو د اکتوبر په ۲۵مه په غور ولایت کې د ۶ تنو ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۳۱ تنه ملکي خلک وتښتول او ویې وژل، چې د ځایي خلکوغوسه او احتجاجونه یې راوپارول.

چارواکو وویل، دغه حمله د داعش اړوندو اورپکو ترسره کړه، او امکان لري چې دا کار یې تر دې په مخکې ورځ د داعش د یوه ځایي قوماندان د وژنې په انتقام کې کړی وي.

یوه ځوان افغان غوث الدین چې په دغې پېښه کې ټپي شوی وو ځایي رسنیو ته وویل، ټول قربانیان مالداران ول چې غونډیو او غرونو ته د سون د لرګیو د راټولولو لپاره پورته شوي ول چې یو څه عاید ترې لاسته راوړي.

خامه پرېس راپور ورکړ، د داعش د وفادارانو عین همدغه ګروپ د نومبر په ۴مه بیا حمله وکړه، او په غور کې یې ۸ تنه ملکي خلک وتښتول او یوه نامعلوم ځای ته یې بوتلل.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، یو ملکي کس را وتښتېد او یو بل کس ګروپ وروسته له هغه چې سخت وهل یې ورکړي ول راخوشې کړ. د پاتې ۶ کسانو ځای نه دی معلوم.

پراخه غندنه

تښتوونکیو او وژونکیو په افغانستان کې پراخې غندنې وکړې، او افغانانو له حکومت څخه وغوښتل چې مجرمو اورپکو ته سزا ورکړي.

د مدني ټولنې فعالان او ځایي اوسېدونکي وایي، دغه پېښې د بې ګناه شپنو پر ضد چې له سیاست او جنګ سره هېڅ غرض نه لري، وحشیانه او غیرانساني عملونه دي.

له لومړۍ څخه په وروسته ورځ، د هرات او بلخ ولایتونو د مدني ټولنې فعالانو او اوسېدونکیو مارشونه او احتجاجونه وکړل، دغه جنایت یې وغانده او اورپکي یې "بې رحمه" وبلل.

په بلخ ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال نجیب الله پیکان سلام ټایمز ته وویل، "هغه څه چې په غور کې پېښ ول یو روښانه پیغام لري. اورپکي نه یوازې زمونږ وزیران، د پارلمان غړي او نظامي پرسونل وژني؛ بلکه زمونږ یو شمېر شپانه، بزګران او لرګي راټولوونکي یې هم ووژل، او دا د انسانیت په مقابل کې د هغوی دښمني ښيي."

د هرات ولایت یوه ۲۴ کلن اوسېدونکی محمود سلام ټایمز ته وویل، "هغو کسانو چې په غور ولایت کې د اورپکو له خوا ووژل شول په سیاسي مسایلو کې هېڅکله برخه نه وه اخیستې او نه یې په جګړو کې لاس درلود؛ هغوی یوازې یو شمېر زیارکښ مالداران او بزګران ول چې هڅه یې کوله چې د خپلو کورنیو لپاره یو څه عاید ترلاسه کړي."

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د مرتکبینو پرضد سخت ګامونه واخلي او پرې نه ږدي چې "د دې پېړۍ وحشیان" د بې ګناه افغانانو ژوند واخلي.

د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړی حاجي محمد عبده دغه پېښه بې رحمانه او وحشیانه وبلله. هغه په حکومت باندې فشار راوړ چې د هېواد د خلکو د دښمنانو د ویجاړولو لپاره له ټولو وسیلو څخه کار واخلي.

د نومبر په ۴مه د غور ولایت د لیدنې پر وخت، ولسمشر اشرف غني هلته امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې ټولې وسیلې په کار واچوي چې عام خلک خوندي کړي او پرې نه ږدي چې ترهګر قانون او نظم مختل کړي او خلک ووېروي.

هغه وویل، "نن، داسې باخبره افغان نشته چې د غور د فاجعې درد ورته نه وي ور رسېدلی. حکومت ماتم کوي، خو همدارنګه حکومت هوډ لري چې انتقام واخلي."

د اتباعو او نظامیانو ترمنځ همکاري

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال محی الدین غوري وایي، دغه وحشیانه او بې رحمانه عمل په نتیجه کې چې اورپکو په غور کې ترسره کړ د خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ همکاري لا پراخه شوه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "په غور ولایت کې ټول امنیتي ځواکونه دې ته تیار دي چې د هغه ولایت د بې ګناه خلکو د وینې انتقام واخلي. د دغه ولایت ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو له خوا تر پوښښ لاندې نیول شوي دي، او داعش او القاعده به ویجاړ کړای شي."

هغه وویل، خواوشا ۱۰۰۰ تنه عسکر د ترهګرۍ ضد ځایي پاڅون له نژدې ۵۰۰ تنو غړو سره په ګډه په غور کې د اورپکو پر ضد جګړه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لکه څنګه چې دا وحشیان په عراق کې د زوال خوا ته روان دي یوه ورځ به ان شاءالله چې په افغانستان کې هم له منځه لاړ شي. لاکن د عراق او افغانستان د داعش ترمنځ فرق شته. د افغانستان داعش د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) یوه پروژه ده چې د طالب د پروژې په امتداد یې تطبیقوي. د حیرانتیا خبره دا ده چې امریکایانو څنګه په دا هر څه خوله پټه کړې ده.

ځواب ورکړئ