امنیت

افغانستان د اورپکو پر ضد متحد ولاړ دی

د سلیمان راپور

د افغان مدني ټولنې فعالان د ۲۰۱۵ د اکتوبر په ۸ مه په کابل کې یو کېک په شریکه خوري چې د ملي وحدت د حکومت د جوړېدا لومړۍ کلیزه ولمانځي. [ای اېف پي/نورالله شېرزاده]

د افغان مدني ټولنې فعالان د ۲۰۱۵ د اکتوبر په ۸ مه په کابل کې یو کېک په شریکه خوري چې د ملي وحدت د حکومت د جوړېدا لومړۍ کلیزه ولمانځي. [ای اېف پي/نورالله شېرزاده]

کابل -- افغانان د طالبانو او نورو اورپکو ډلو پر ضد سره یو لاس دي، او افراطیت او نفاق د اسلامي هدایاتو او د نېکمرغۍ او انکشاف لپاره د هیلې په اساس ردوي.

په کابل کې مېشت دیني عالم محمد سالم حسني سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان دښمنان سخت کوشش کوي چې د خلکو تر منځ اختلافات او فتنه رامنځته کړي او په دې توګه خپل شیطاني هدفونه ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «خو، اوس د ټولو افغانانو لپاره دا روښانه شوې ده چې طالبان او نور افراطي ګروپونه زمونږ دښمنان او په افغانستان کې د بدبختۍ او د ثبات د نشتوالي اصلا عوامل دي. له دې امله، د موجودو شرایطو په پام کې نیولو سره، د افغانانو لپاره دا ضروري ده چې خپل اختلافات یوې ډډې ته پرېږدي، سره متحد شي او د دغو افراطي ډلو پر ضد په متحدانه توګه مبارزه وکړي.»

حسني د خپلو خبرو د تایید لپاره د قران کریم ایتونه ولوستل.

هغه دې قرآني ایت ته چې «او د الله په رسۍ منګولې ولګوئ او سره بېلېږئ مه» په اشارې سره وویل، «قران کریم چې د اسلام مقدس کتاب دی او د ټولو اسلامي مذهبونو لارښود دی، مونږ ته امر کوي چې سره متحد شو او له اختلافاتو څخه ځانونه وژغورو.»

هغه وویل، «تر دې وروسته، دا په مونږ باندې لازمه ده چې سره متحد او یو اوسو.»

هغه وویل، د قران کریم اختلاف او د اتفاق نشتوالی د ملتونو د تباهۍ سببونه دي، او زیاته یې کړه چې اسلامي عالمان او حقوق پوهان هر هغه عمل چې د خلکو تر منځ بې اتفاقۍ ته لاره هواروي حرام یا له مذهبي پلوه ممنوع ګڼي.

یووالی د افغانستان پایښت تضمینوي

د ولسمشرغني ویاند محمد هارون چخانسوري وویل، «د افغانانو ترمنځ یووالی او پیوستون د افغانستان د بقا تضمینوونکی دی، او له همدې امله ده چې ولسمشر اشرف غني تل په دې اصل باندې تاکید کوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانانو د اختلافاتو، سیاسي فروپاشۍ او داخلي شخړو ترخه قسطونه تجربه کړي دي، چې دا ټول د هغوی لپاره ډېر مضر ول.»

هغه وویل، اتفاق یوازنی انتخاب دی چې دښمن ته پرې ماتې ورکول کیږي، او زیاته یې کړه، «په افغانستان کې د موجودو شرایطو په پام کې نیولو سره، حکومت کوشش کوي چې بېلابېل سیاسي قشرونه او نژادي ډلې د اساسي قانون په اساس سره متحد کړي، څو هغوی ټول د ترهګرۍ پرضد جګړه کې سره یو لاس واوسي.»

چخانسوري وویل، «د افغانستان دښمنانو ډېره هڅه وکړه چې د بېلابېلو مذهبي ګروپونو ترمنځ د نفاق تخم وکري او افغانستان پرې د داخل له خوا نه ویجاړ کړي، خو دا د خوښۍ خبره ده چې د تاریخ په اوږدو کې افغانستان هېڅکله هم په فرقه یي جګړه کې نه دی کېوتی.»

هغه وویل، «د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره، ولسشمر له سیاسي مشرانو، د پارلمان غړو، د مدني ټولنې سازمانونو او قومي مشرانو سره منظم مشورتي ملاقاتونه کوي چې د هغو په جریان کې نوموړی د ملي، او نړیوالو مسایلو په هکله له هر چا سره نظریات تبادله کوي.»

د عامو دښمنانو پرضد یووالی

د افغانستان د نوې ملي جبهې په نامه د اپوزېسیون ویاند سید جواد حسیني وویل، «یووالی او اتحاد د ملتونو د انکشاف او بریالیتوب د فکټورونو له جملې څخه دي. د حکومت په وړاندې زمونږ له سیاسي مخالفت سره سره، مونږ د هغو ټولو ننګونو یا چلینجونو په وړاندې چې د افغانستان په لاره کې پراته دي د ټولو سیاسي جریانونو د یووالي او اتحاد غږ کوو.»

هغه په داسې حال کې چې طالبان یې د ټولو افغانانو دښمنان بلل سلام ټایمز ته وویل، «د افغانانو یووالی د دوی د قوت ټکی دی، په داسې حال کې چې د دوی ترمنځ اختلافات به د دوی دښمنان پیاوړي کړي.»

حسیني وویل، کله چې ټول افغانان سره یو شي، لوی صفونه به ترې جوړ شي، او زیاته یې کړه چې، «کله چې د افغانستان دښمنان د افغانانو تر منځ دغه ډول یووالی وویني، هغوی به هېڅکله دا زړه ونه کړي چې زمونږ سره جنګ یا مقابله وکړي.»

د افغانستان په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق وویل، «مونږ باید هوښیار او محتاط اوسو، ځکه چې د افغانانو د یووالي دښمنان د دې لپاره په کمین کې ناست دي چې زمونږ له کوچنۍ غلطۍ څخه لویه استفاده وکړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان په یوه ډېر سخت بحراني حالت کې دی، په داسې یوه حالت کې چې حتی کوچنۍ بې اتفاقي ښایي ټولې هغه لاسته راوړنې خرابې کړي چې مونږ د تېرو ۱۵ کلونو په اوږدو کې ترسره کړي دي.»

هغه وویل، «زه باوري یم چې د افغانانو یووالی به د دښمن د نفوذ مخه ونیسي، او سم چې د افغانانو یووالی انکشاف مومي، دغسې به د طالبانو او همدارنګه د نورو افراطي او ترهګرو ډلو تر منځ تفرقه او اختلافات زیاتېږي.»

سوله او ثبات د پرمختګ لپاره ضروري دي

په کابل کې د مدني ټولنې فعال بشیر بیژن وویل، حکومت باید د هېواد په یو کولو باندې تمرکز وکړي، چې ټولو اتباعو ته خدمتونه برابر کړي او د افغانستان ټولو ولایتونو ته په مساوي توګه انکشاف ورکړي، چې په نتیجه کې به د طالبانو ملاتړ په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ تر منځ د یووالي نشتوالی به د دې سبب وګرځي چې ډېر نور افراطي او ترهګر ګروپونه رامنځته شي، په داسې حال کې چې زمونږ یووالی به زمونږ د دښمنانو او ترهګرو ډلو لارې بندې کړي. یوازنۍ لاره چې ټول امنیتي، سیاسي، ټولنیز، او اقتصادي بحرانونه پای ته رسوي د خلکو د یووالي له لارې رامنځته کیږي.»

د کابل پوهنتون د ارواح پوهنې استاد خلیل الرحمان سروري سلام ټایمز ته وویل، «یووالی او پيوستون په یوه ټولنه کې تر ټولو ډېر ګټور توکي دي او د یوه هېواد د نېکمرغۍ لپاره عمومي غټ لومړیتوبونه دي.»

هغه وویل، «سوله او ثبات د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګ لپاره ضروري او مهم دي. هغه ټولنه چې له یووالي څخه محرومه وي په هغې کې به سوله او امنیت نه وي او شخړې، تاوتریخوالی او بې نظمي به په کې زیات شي.»

له وینو ته تږو دښمنانو سره جګړه کول

د حکومت د اجرایه رییس عبدالله عبدالله سترسلاکار محمد داود اساس وویل، «په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه د دې سبب شوې چې زمونږ هېواد د تمدن او پرمختګ په برخه کې پېړۍ پېړۍ شاته ولوېږي، او دا د ټولو افغانانو لپاره تر ټولو لوی درس او تجربه دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان دښمنان ډېر ظالم او بې رحمه دي. په افغانستان کې موجود شرایط له مونږ څخه دا غوښتنه کوي چې متحد ودرېږو او د وینو ته تږي دښمن پر ضد په یووالي سره جګړه وکړو.»

اساس طالبان، داعش او حقاني شبکه په افغانستان کې د ټولو نژادي ګروپونو دښمنان وبلل.

هغه وویل، «دا چې ترهګر د دې هېواد د ټولو نژادي ګروپونو دښمنان دي، دا په ټولو افغانانو باندې لازمه ده چې په اتفاق سره د دغو ترهګرو سازمانونو پرضد ودرېږي.»

اساس وویل، «له طالبانو څخه وروسته په نوي سیستم کې د ملي یووالي د رامنځته کېدلو په نتیجه کې، د ټولو نژادي ګروپونو استازي په حکومت کې شامل کړای شوي دي، په میلیونونو افغانان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، افغانستان په نړیوال سیستم کې خپل ځای پیدا کړی دی، او دغه هېواد له سیمه ییزو او د پراخې کچې هېوادونو سره ارتباطات او دوستۍ جوړ کړي دي.»

هغه وویل، «زمونږ تر منځ چې کوم یووالی موجود دی، که مونږ د هغې په ساتلو او خوندي کولو کې پاتې راشو، زمونږ ټولې لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي او د تېر وخت تیارې ورځې به بیا را وګرځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500