تروريزم

افغان حکومت او امنیتي ځواکونه د اسلامي اصولو پیروي کوي

د اعزازالله راپور

یو افغان پولیس د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۵مه په داسې حال کې په پیره لیدل کیږي چې عبادت کوونکي په هرات کې په یوه جومات کې د روژې په مبارکه میاشت کې د تراویح لمونځ کوي.

یو افغان پولیس د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۵مه په داسې حال کې په پیره لیدل کیږي چې عبادت کوونکي په هرات کې په یوه جومات کې د روژې په مبارکه میاشت کې د تراویح لمونځ کوي.

کابل -- افغان حکومت او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په دې کار کوي چې ډاډمنه کړي چې په هېواد کې د اسلامي اساساتو ساتنه کیږي.

چارواکي وایي، حکومت له دیني علماوو سره همکاري کوي چې افغان زده کوونکیو ته یو معتدل اسلامي نصاب برابر کړي، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه جوماتونه او مدرسې له ترهګریزو حملو څخه خوندي کوي.

د افغانستان د علماوو د ملي شورا رییس مولوي قیام الدین کشاف د نومبر په ۱۸مه سلام ټایمز ته وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت په دوامداره توګه له اسلامي هېوادونو سره خپلو روابطو ته انکشاف ورکوي چې هغو افغانانو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي چې د اسلام د پنځو بناوو په ترسره کولو کې برخه اخلي.

هغه وویل، «د افغانستان اسلامي جمهوریت یو پوره اسلامي دولت دی او هغوی له ځایي علماوو سره کار کوي چې خلک پوه کړي چې حکومت هغوی ته داسې فرصتونه برابروي چې هغوی خپل اسلامي عبادات او وجایب ترسره کړي.»

هغه وویل، د مثال په توګه په افغانستان کې له هغه وخت څخه وروسته چې طالبانو په شرموونکي ډول د ښځو لپاره ښوونه بنده کړه، په لومړي ځل د نجونو پر مخ مدرسې پرانستل شوي دي.

هغه وویل، «مونږ نارینه او ښځینه استادان لرو چې زده کوونکیو ته اسلامي درسونه ورښیي. نارینه ښوونکي په داسې کابینونو کې کېني چې ځانونه له ښځینه زده کوونکیو څخه جلا کړي. ښځینه زده کوونکي په خپلو عصري علومو سربېره دیني زده کړه کوي.»

اورپکي مخالفین د اسلام پر ضد جګړه کوي

کشاف وویل، په عین حال کې هغه اورپکي چې له طالبانو او داعش سره ارتباط لري، هغوی افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې جوماتونو او مدرسو ته لاړ شي، او هغوی د افغانانو پر ضد خپل له تاوتریخوالي څخه ډک افراطیت ته دوام ورکوي.

هغه وویل، سره له دې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت حکومت او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې د روژې په جریان کې تاوتریخوالی ودروي څو افغانان وکولی شي چې دغه مقدسه میاشت په سوله او ثبات کې تېره کړي، خو یاغیانو دغه پیغام رد کړ او حتی چې دومره وړاندې لاړل چې خپلو پلویانو ته یې وویل چې حملې لا نورې زیاتې کړي.

هغه وویل، «دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د اورپکو تر منځ یو لوی فرق ښیي.»

افغان ولسمشر اشرف غني د نومبر په ۱۷مه د افغانستان امریکایي پوهنتون کې، چې په کابل کې یو خصوصي پوهنتون دی او په اګست کې د اورپکو له خوا پرې قاتلانه حمله وشوه، د وینا پر وخت اسلامي ارزښتونو او اسلامي قانون ته د حکومت ژمنتیا تکرار کړه.

غني وویل، «تاسو زمونږ راتلونکی یئ او مونږ په داسې قوي تعلیم لرونکي افغانستان باندې چې په اسلامي جذبه سمبال وي باور لرو.»

د حج لپاره ملاتړ

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم په دې کار کوي چې د هغو افغانانو لپاره چې غواړي چې حج او نور مذهبي وجایب پرځای کړي خدمتونه او فرصتونه برابر کړي.

د حج او اوقافو د وزارت مرستیال داعی الحق د نومبر په ۱۸مه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ خپله ټوله هڅه کوو چې په ولس کې اسلامي اصول تطبیق کړو او افغانانو ته تر ټولو ښه خدمتونه برابر کړو.»

هغه وویل، د تېرو دوه کلونو په جریان کې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت د حج او اوقافو د وزارت له لارې د دې وړ شو چې تقریبا ۲۴۰۰۰ حاجیانو مکې معظمې ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره ولېږي.

داعی الحق وویل، وزارت په تېرو څو کلونو کې ټولې هڅې کړي دي چې هغو افغانانو ته چې حج ته ځي ډېر سهولتونه برابر کړي.

هغه وویل، «سږ کال مونږ نور سهولتونه هم زیات کړل چې درې وخته ډوډۍ او پوره استوګنځی هم په کې شامل دي.»

هغه وویل، وزارت له دیني عالمانو سره همکاري کوي چې خلک په دې وپوهوي چې حکومت په راتلونکي کال کې څه خدمتونه او ملاتړ وړاندې کوي، او زیاته یې کړه چې وزارت له ځایي علماوو سره مرسته کوي چې خلکو ته د ماخستن له مخې په جوماتونو کې اسلامي زده کړې او د قران کریم ترجمه وروښیي.

سربیره پردې، داعی الحق وویل، همدا تېره اونۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت په افغانستان کې د یوه لوی اسلامي پوهنتون د بنسټ ډبره کېښوده چې د اټکل له مخې ۵۰۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي، او دغه لګښت د اسلامي ټولنې له خوا ورکول کیږي. کله چې پوهنتون بشپړ شي، په هغه کې به افغان او نړیوال زده کوونکي درسونه وایي.

د ننګرهار ولایت نوي ټاکل شوي والي ګلاب منګل تېره اونۍ په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «د افغان زده کوونکیو اکثریت دا وخت د اسلامي زده کړو لپاره نورو هېوادونو ته سفرونه کوي، چې دا د افغانستان لپاره یوه لویه اندېښنه ده.»

هغه وویل، یوازې هغه عالمان چې د ترهګرۍ او افراطیت مخالف دي به په دغه پوهنتون کې داخلېږي چې د اسلام په هکله زده کړه وکړي او نړۍ ته معتدل اسلام وروپېژني.

د «جنایتکارانو او وژونکیو» له خوا تاوتریخوالی تحریک کیږي

په کابل کې د وزیر محمداکبرخان د جومات امام محمد ایاز نیازي وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه خلکو ته هیله ورکوي او ښيي چې اورپکيتوب څنګه له اسلامي ارزښتونو سره مخالفت لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش، طالبان او نور ټول یاغیان خپلو پلویانو ته حکم کوي چې د روژې د مبارکې میاشتې پر وخت خپلو حملو ته زور ورکړي،» او زیاته یې کړه چې دغه ډلې همدارنګه داسې هېڅ هڅې نه کوي چې د افغانستان اتباعو ته داسې قانوني لارې او وسایل په واک کې ورکړي چې مکې معظمې ته د حج ترسره کولو لپاره لاړ شي.

پخوانی جهادي قومندان او د افغان پارلمان پخواني غړي عبدالرب رسول سياف په سپتمبر میاشت کې د طالبانو له خوا د وژل شوي افغان سیاسي او نظامي مشر احمد شاه مسعود د مړینې د ۱۵م تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو کولو پر وخت طالبان او داعش د اسلام د بدنامولو په خاطر وغندل.

سیاف د اورپکو ګروپونو او په ځانګړې توګه طالبانو او داعش پر ضد سخت موقف لري، او د یاغیانو له خوا د ترسره کېدونکي تاوتریخوالي سببونه تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه وویل، په افغانستان کې روان بغاوت د مسلمانانو او غیرمسلمانانو تر منځ د ټکر له امله نه دی، بلکه دا ده چې جنایتکارانو او قاتلانو دغه جګړه پیل کړې ده.

سیاف همدارنګه په حکومت غږ وکړ چې پخواني اورپکي قوماندانان دې ته تشویق کړي چې د داعش پر ضد جنګ کې د حکومت د ملاتړ لپاره له ځواکونو سره یوځای شي.

هغه وویل، «لا هم ډېره ناوخته نه ده. تاسو کولی شئ چې له غلطې لارې څخه راوګرځئ، هغه لارې چې له پیل نه غلطه وه. راشئ او له خپل ولس سره کېنئ او په شریکه سره خبرې وکړئ او ستونزې حل کړئ، او که چېرې تاسو غواړئ، یو سیاسي اپوزیسیون ګوند جوړ کړئ چې د هغې له لارې تاسو کولی شئ چې په حکومت باندې نیوکې وکړئ.»

سیاف د افغان امنیتي ځواکونو هغه قربانۍ وستایلې چې هغوی هېواد ته د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د خپلې وظیفې پر وخت ورکړې وې.

هغه وویل، «زه د خپلو امنیتي ځواکونو لپاره دعا کوم او د هغوی ستاینه کوم چې هغوی په زړورتیا سره له خپلو ټولو ستونزو سره سره د توطیو پر ضد درېږي او د خپل هېواد او خلکو دفاع کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500