امنیت

د دابق په له لاسه ورکولو سره د داعش د خلافت په تصویر کې درز رامنځته شو

له قاهرې نه د ولید ابوالخیر راپور

د داعش له خوا د «په دابق کې به سره ګورو» تر نامه لاندې یوې ویډیو سکرین شاټ چې په کې د داعش جنګیالي د نړۍ د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره تیاری کوي.‌

د داعش له خوا د «په دابق کې به سره ګورو» تر نامه لاندې یوې ویډیو سکرین شاټ چې په کې د داعش جنګیالي د نړۍ د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره تیاری کوي.‌

کارپوهانو دیارونا ته وویل،‌ په داسې حال کې چې د سوریې دابق ښار د داعش د پروپاګند د هڅو په برخه کې مرکزي رول درلود،‌ د دغې ډلې له منګولو څخه د دابق په ترلاسه کولو سره، ازادوونکیو ځواکونو د یادې ډلې مورال او دې هڅو ته سخته صدمه ور رسولې ده چې د یوه بریالي خلافت یو تصویر وړاندې کړي.‌

دابق د نړۍ د له منځه تللو په هکله په اسلامي وړاندوینو کې د مسلمانانو او «رومیانو»، یا کافرانو تر منځ د قیامت د ورځې د جګړې ساحه یاده شوې ده. داعش په ۲۰۱۴ کال کې له خپل پیل راهیسې دغه وړاندوینه د خپل پروپاګند په ویډیوګانو او خبرپاڼو کې د یوې مکررې موضوع په توګه استعمالوي څو د هغوی د تش په نامه خلافت د مشروعیت د ډېرښت په برخه کې مرسته وکړي او له دې لارې افراد استخدام کړي.

هغوی وویل، سره له دې چې دغه ګروپ هڅه کوي چې د وروستۍ ماتې اهمیت کم وښیي، خو د دغه سمبولیک ښار له لاسه ورکول به په سوریه او عراق کې د داعش د له منځه وړلو په جګړه باندې یو ډېر غټ رواني تاثیر ولري.

یوازې یوه اونۍ مخکې، د اکتوبر په ۱۶مه، د ازادې سوریې د اردو (FSA) ګروپونو چې د سوریې له خوا یې ملاتړ کیږي په شمالي حلب کې له داعش څخه د دابق په شمول یو شمېر کلي او کوچني ښارونه ونیول. دغه عملیات د فرات د ساتونکي عملیات تر نامه لاندې ترسره کېږي.

په انګلیسي ژبه د داعش د پروپاګند د مجلې «دابق» پوښ

په انګلیسي ژبه د داعش د پروپاګند د مجلې «دابق» پوښ

د داعش د یوې ویډیو سکرین شاټ چې د داعش ټانکونه داسې تصویروي چې په روم باندې حمله کوي. د داعش اکثرې ویډیوګانې د دغې ډلې د جنګیالیو او «کافرانو» تر منځ د نړۍ د جګړو د پای ته رسولو تصویر وړاندې کوي.‌

د داعش د یوې ویډیو سکرین شاټ چې د داعش ټانکونه داسې تصویروي چې په روم باندې حمله کوي. د داعش اکثرې ویډیوګانې د دغې ډلې د جنګیالیو او «کافرانو» تر منځ د نړۍ د جګړو د پای ته رسولو تصویر وړاندې کوي.‌

د ستراتیژیکو چارو تحلیلګر او د ترهګرو ډلو کارپوه تورن جنرال یحی محمد علي چې د مصر له اردو څخه تقاعد شوی دی وویل، «داعش په تېرو درې کلونو کې کار کړی وو چې د دابق ښار ته یو ځانګړی حیثیت ورکړي.»

هغه دیارونا ته وویل، داعش د خپل پروپاګند له لارې په دې لټه کې شو چې دابق له یوه عادي جغرافیوي موقعیت څخه په «یوه ډېرمهم ایډیالوژیک سمبول» باندې واړوي.

هغه وویل، دا کار په مشخص ډول د دې لپاره شوی وو چې «د دغې ډلې موجودیت او ترهګریزو فعالیتونو ته مشروعیت» ورکړي، او یاده یې کړه چې دغه ښارګوټی «لږ یا نه څه ستراتیژیک یا نظامي ارزښت لري.»

هغه وویل، د هغه د سمبولیک حیثیت په پام کې نیولو سره د دابق له لاسه ورکول «دغې ډلې ته یو دردوونکی ټکان دی» چې دا به د جګړې په بهیر، په ځانګړې توګه د استخدام او د هغوی د جنګیالیو په مورال باندې، یو مهم تاثیر وکړي.

علي وویل، د داعش له لاسه د دابق وتل «په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د دغه ګروپ غټ قوماندانان تلف شوي دي او د جګړې په ډګر کې یې هم ماتې خوړلې دي.»

هغه یادونه وکړه چې، «د دغه ښار ازادي په هغو ماتو پسې راځي چې دا ګروپ په سوریه کې ورسره مخامخ شو او د منبج او جرابلس ښارونه یې له لاسه ورکړل او په عراق کې د موصل د ازادولو لپاره عملیات پیل شول.»

علي وویل، «په ډګر کې پېښېدونکې پېښې یوه له بلې څخه نه جلا کېږي، له دې امله د دابق له ازادولو څخه ترلاسه شوې لومړۍ نتیجه به له شک پرته په موصل کې ولیدل شي. د موصل د ازادولو لپاره عراقي او نړیوالو ایتلافي ځواکونو په ګډه بې سابقې هڅې پیل کړي دي.»

د اهمیت د کم ښودلو لپاره هڅې

د مصر د ابن الولید د مطالعاتو او ستراتیژیک تحقیقاتو مرکز کې د نیو میډیا ډیپارټمنټ رییس ماذن ذکي وویل، د دابق ښارګوټی چې د ترکیې له پولې څخه جنوب ته پروت دی، له حلب ښار څخه تقریبا ۳۵ کیلومتره فاصله لري.

هغه دیارونا ته وویل، دا په اعزاز ولسوالۍ کې د آخترین د اداري مرکز برخه ده، چې هلته د داعش کسان هغو مخالفینو پسې اخیستي دي چې د ازادې سوریې د اردو (اېف اېس ای) تر نامه لاندې کار کوي.

په ۲۰۱۴ کال کې د داعش له منځته راتګ راهیسې، دغې ډلې دابق په خپلو تبلیغاتي لیکنو او ویډیوګانو کې ډېر زیات استعمال کړی دی، چې د دغو تبلیغاتو په ډېره برخه کې په عراق کې د القاعدې د پخواني مشر ابومصعب الزرقاوي د ۲۰۰۴ کال آډیو کلېپ کارول شوی دی.

په کلېپ کې الزرقاوي وایي، «سپرغۍ دلته په عراق کې لګېدلې ده، او د هغې ګرمي به همداسې پسې زور واخلي... تر هغه چې صلیبي ځواکونه به په دابق کې وسوزوي.»

ذکي وویل، «دغه ګروپ وروسته له هغه چې د ۲۰۱۴ کال په اګست کې یې د دابق کنټرول ترلاسه کړ، هغه یې بېرته په خپله لومړۍ جبهه واړاوه، او هغه د دغې ډلې له مهمو نښو څخه وګرځېد.»

هغه وویل، تر دې پورې چې دغې ډلې د «دابق» په نامه په انګلیسي ژبه یوه مجله خپروله، چې په هغې کې یې په دې ښار کې «د مسلمانانو او کافرانو تر منځ د قاطع جګړې» په هکله سخت تبلیغات کول.

ذکي وویل، په دابق کې له ماتې څخه وروسته، داعش هڅه وکړه چې د خپلې ماتې اهمیت کم وښیي او داسې بیانونه یې خپاره کړل چې دا هغه لوی جنګ نه وو چې هغوی په خپلو تبلیغاتو کې یاداوه.

هغه زیاته کړه، «د دغو اوازو په خپرولو سره، دا ګروپ هڅه کوي چې د خپلې ماتې غټوالی کم وښیي او په ځانګړې توګه د استخدام او مورال په برخو کې هغه نتیجه راکمه کړي چې ترې رامنځته کیږي.

د تاریخ غلط ښودل

د الازهر پوهنتون د شرعیاتو او قانون د پوهنځي یوه پروفیسر او سیاستپوه عبدالنبي بکر وویل، داعش له خپل ایجاد راهیسې تاریخي او مذهبي حقیقتونه غلط ښيي او ډېر قراني ایتونه او حدیثونه یې تحریف کړي دي.

هغه دیارونا ته وویل، دا یو محاسبه شوی حرکت دی «چې خپل حضور ته مشروعیت ورکړي، په ځمکه باندې د خپلې پراختیا لپاره لاره هواره کړي، او افراد استخدام کړي.»

هغه وویل، «د کمزورو ذهنونو لرونکي خلک او هغه کسان چې له دیني مسایلو څخه خبر نه ول د دغو مذهبي مزخرفاتو په دام کې ونښتل او له دې ډلې سره یوځای شول، او داسې فکر یې کاوه چې هغوی د خلافت لپاره دولت او ځمکه برابروي.»

هغه زیاته کړه، «د دابق د ښار له لاسه ورکول ټولو هغو مذهبي مزخرفاتو ته یو قوي ټکان دی چې هغوی یې په هکله تبلیغات کول.»

د هغه حدیث په هکله چې د دابق جګړې ته اشاره کوي هغه وویل، «د دې مسئلې ډېر تعبیرونه شته، او اکثر یې داسې مذهبي سمبولیزم ته اشاره کوي چې هغه په ځمکه باندې موجود حقیقت پورې تعلق نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا جالب او ښکلي خبرونه دي، ځکه چې باوري خبرونه خپرېږي.

ځواب ورکړئ