تروريزم

افغانستان د روزنې او مشورې په برخو کې د ایتلافي ځواکونو د رول ملاتړ کوي

د اعزازالله راپور

افغان سرتېرو د نومبر په ۱۲مه د کابل په ۵۰ کیلومترۍ کې د بګرام نظامي بېس خواوشا کوڅو ته وروسته له هغه ځانونه ورسول چې په دغه ورځ هلته یوه ځانمرګې بمي چاودنه وشوه. ناټو وویل چې په بېس کې په یوه چاودنه کې څلور کسان ووژل شول، چې ځایي چارواکو یې پړه په یوه ځانمرګي بمي بریدګر چې د مزدور په توګه یې کار کاوه ورواچوله. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان سرتېرو د نومبر په ۱۲مه د کابل په ۵۰ کیلومترۍ کې د بګرام نظامي بېس خواوشا کوڅو ته وروسته له هغه ځانونه ورسول چې په دغه ورځ هلته یوه ځانمرګې بمي چاودنه وشوه. ناټو وویل چې په بېس کې په یوه چاودنه کې څلور کسان ووژل شول، چې ځایي چارواکو یې پړه په یوه ځانمرګي بمي بریدګر چې د مزدور په توګه یې کار کاوه ورواچوله. [شاه مری/ای اېف پي]

کابل -- افغان امنیتي چارواکي د هغه ځانمرګي بمي برید غندنه کوي چې د نومبر په ۱۲مه یې له کابل سره نژدې په بګرام هوایي بېس کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل.

یوې مرګونې حملې غندنې راوپارولې

د راپورونو له مخې، بمي بریدګر چې د ځانمرګي واسکټ یې پر تن وو، دوه امریکایي عسکر او دوه امریکایي قراردادیان ووژل. بي بي سي راپور ورکړ چې هغه یو پخوانی طالب وو چې په ۲۰۰۸ کال کې یې یاغیتوب پای ته رسولی وو او بیا یې په دغه بېس کې وظیفه اخیستې وه. په دې هکله سمدلاسه معلومات ورنه کړی شول چې هغه په بګرام کې څومره وخت کار وکړ.

افغان چارواکو چټک او یو ډول غبرګون وښود.

ولسمشر اشرف غني په یوه خبرپاڼه کې چې د هغه د رسنیو دفتر سلام ټایمز ته راولېږله دغه بمي حمله وغندله او هغه یې د ترهګرو له خوا چې «اسلام، بشري ژوند یا د افغانستان راتلونکي ته هېڅ احترام نه لري» یو «ناکاره» عمل وباله.

هغه په دې هکله خپل قاطعیت تکرار کړ چې د افغانستان او د هغه د متحدینو «دښمنان ویجاړ کړي».

د حکومت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله لومړي مرستیال انجنیر محمدخان سلام ټایمز ته وویل، «نړیواله ټولنه دلته د دې لپاره ده چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.»

په داسې حال کې چې دغه حمله یې غندله، نوموړي د متحده ایالاتو ځواکونه، چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو منسوبینو ته روزنه او مشوره ورکوي او په دې حمله کې په نښه شوي ول، وستایل.

هغه وویل، یاغیان نه غواړي چې نړیوال ځواکونه له هېواد سره مرسته وکړي یا چې «زمونږ امنیتي ځواکونه لا نور وړ وګرځوي.»

هغه تاکید وکړ چې، «له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې، نړیوال ځواکونه، او په ځانګړې توګه امریکایي ځواکونه افغان اردو ته روزنه ورکوي، دلته یې قربانۍ ورکړي چې یوه قوي اردو راجوړه کړي.»

نورو افغان چارواکو دې ته ورته احساسات درلودل

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، حکومت له غمځپلیو کورنیو سره خواخوږي ښیي، او زیاته یې کړه چې ناټو او امریکایي ځواکونه د هغوی روزنې او حمایوي ماموریت ته ژمن دي.

وزیري وویل، «مونږ ټول د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سره متحد ولاړ یو.»

د ولسي جرګې غړي قادر ځدراڼ سلام ټایمز ته وویل، د متحده ایالاتو ځواکونه له افغان اردو سره مرسته کوي او د امنیت لپاره خدمت کوي. هغه وویل، «هغوی افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي او له هغوی سره مرسته کوي، او نوې او عصري وسلې ورکوي.»

عادي افغانان خبرې کوي

عادي افغانان هم د هغوی د مشرانو په څېر خفه او په قهر ول.

د افغان ملي اردو افسر قربان علي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په تېرو درې کلونو کې ... له ایتلافي ځواکونو څخه ډېر څه زده کړل.»

هغه وویل، وروسته له هغه چې امریکایي نظاميانو هغه ته روزنه ورکړه، هغه دا وړتیا وموندله چې افغان پوځ کې شامل شوي کسان پخپله وروزي.

هغه وویل، «امریکایي ځواکونه دلته له افغان امنیتي ځواکونو سره سخت کار کوي چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي،» او زیاته یې کړه چې د بمي برید خبر هغه «سخت خفه کړ.»

په کابل کې د پوهنتون یوه استاد محمود مرهون سلام ټایمز ته وویل، یاغیان هڅه کوي چې هغه خلک ووژني چې له دغه هېواد سره مرسته کوي.

هغه د څلورو وژل شویو کسانو په هکله وویل، «هغوی افغان سرتېري روزل او مشوره یې ورکوله چې د افغانستان د راتلونکي په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي.»

هغه وویل، «په تېرو څو کلونو کې، افغان امنیتي ځواکونو ډېره هڅه کړې ده چې له هېواد څخه دفاع وکړي. دغه ټولې لاسته راوړنې د امریکایي ځواکونو په مرسته شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500