تروريزم

افغانان هڅه کوي چې د جګړې وحشتونه د معالجې او تمرین له لارې له منځه وېسي

د نجیب الله راپور

افغان ښځې د نومبر په ۱۹مه په کابل کې د یوګا په یوه ټولګي کې راټولې شوې دي چې د هغې پرېشانۍ یا سټرېس د اداره کولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي چې هغوی په جګړه ییز ژوند کې ترلاسه کړی دی. [نجیب الله]

افغان ښځې د نومبر په ۱۹مه په کابل کې د یوګا په یوه ټولګي کې راټولې شوې دي چې د هغې پرېشانۍ یا سټرېس د اداره کولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي چې هغوی په جګړه ییز ژوند کې ترلاسه کړی دی. [نجیب الله]

کابل -- په افغانستان کې اورپکو هڅه کړې ده چې د ښځو او ماشومانو په شمول، عام خلک د ځانمرګو بمي بریدونو په ترسره کولو، په ښوونځیو باندې په حملو کولو، او د ملکي خلکو په تښتولو او د هغوی د سرونو په پرېکولو سره وترهوي.

کتونکي وایي چې دغه روان تاوتریخوالي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغانانو ذهني سکون ګډوډ کړی دی.

په هغو کسانو کې چې متاثر شوي دي آمنه هم شامله ده. هغه د کابل د طبي پوهنتون یوه محصله ده، او وروسته له هغه په موقت ډول له پوهنتون څخه ډراپ شوه چې د اګست په میاشت کې په کابل کې په یوه بل پوهنتون باندې د یوې ترهګریزې حملې په ترڅ کې ۱۳ کسان ووژل شول. هغې سلام ټایمز ته وویل، هغه وحشیانه خوبونه چې له هغې پېښې وروسته یې هغه ګوري د هغې ذهني سکون یې لوټلی دی.

په داسې یوه هېواد کې چې جګړې داسې ځپلی وي هلته د دماغي روغتیا څېړنې تقریبا ناشونې دي. خو د بحراني حالاتو په هکله د پولیټزر مرکز د راپور په اساس، په ۲۰۰۲ کال کې یو بهرنی تحقیقاتي ټیم دې نتیجې ته ورسېد چې ۴۲٪ افغانان له ضربې خوړلو څخه د وروسته وخت (post-traumatic) سټرېس په ډیپرېشن اخته دي.

د ترهې او وېرې رامنځته کول

خو ملکي خلک وایي چې دغه ډول تاوتریخوالی د ترهګرو د کمزورۍ یوه نښه ده، او زیاتوي چې وروسته له هغه چې اورپکي د جګړې په ډګر کې ناکام شول هغوی د «نرموهدفونو» د ویشتلو خوا ته مخه کړه.

د کندوز ولایت یوه ۲۵ کلن اوسېدونکي سلام ټایمز ته وویل، «اورپکي په دې پوهېږي چې هغوی نشي کولی چې په مخامخ جګړو کې کوم دایمي بری ترلاسه کړي. هغوی کوشش کوي چې د ظلم ... له لارې وېره او ترهه رامنځته کړي.»

هغه وویل، هغه چې په خپل ولایت کې یې د طالبانو وحشت پخپله لیدلی دی، غواړي چې دغه ډله بیا هېڅکله هم کندوز ته رانشي.

د کابل ۲۲ کلنې اوسېدونکې فرېبا نوري چې اصلا د بلخ ولایت ده سلام ټایمز ته وویل، د ترهګرۍ تعریف د عادي ملکي خلکو پر ضد د دښمنۍ کړنې ترسره کول دي.

هغې وویل، «یوه ورځ ما خپل ۱۰ کلن ورور له ښوونځي څخه کور ته راوست چې زمونږ په مخه کې یوه چاودنه وشوه. له هغې نه وروسته تر خواوشا یوې میاشتې پورې زمونږ ورور وېروونکي خوبونه لیدل.»

اروا پوهان او تمرین

په کابل کې ارواپوه او پروفیسر شرف الدین عظیمي سلام ټایمز ته وویل چې هغه هره ورځ داسې مراجعین ګوري چې ذهني ضربې ور رسېدلي دي.

هغه وویل، په کابل کې د جولای او اکتوبر په میاشتو کې مرګوني بمي بریدونه د دې سبب شول چې د قربانیانو یو شمېر خپلوان هغه ته د مشورې او توصیې غوښتنې لپاره ورشي.

عظیمي وویل، د هغه په ناروغانو کې اکثر یې ځوانان دي.

یوه بله لاره چې ځوانان هڅه کوي د جګړې د وحشتونو د له منځه وړلو لپاره کار ترې واخلي په سپورټونو او نورو تمرینونو کې برخه اخیستنه ده. دغه ځوانان وایي، له هر ډول ستونزو سره له مخامخ کېدلو څخه وروسته، اوس هغوی ذهني سکون غواړي.

په هغوی کې یو شمېر نجونې او ښځې هم شاملې دي چې په کابل کې په یوه جېم کې د یوګا د تمرین له لارې غم او پرېشاني سپکوي.

د هغه جېم یوې کاروونکې رخسار حبیب زی سلام ټایمز ته وویل، افغانان هره ورځ بمي چاودنې، ځانمرګي بریدونه او ډله ییزې وژنې ګوري.

هغې وویل، هغې په سپورټ کې ارام وموند.

د طب محصله آمنه چې د لنډ وخت لپاره یې درس پرېښی دی، هم هره ورځ تمرین کوي.

هغې وویل، «ډاکټرانو او ارواپوهانو ما ته وویل چې د دې لپاره چې په پوهنتون باندې د اګست د میاشتې حمله زما له یاده وځي زه باید تمرین وکړم. اوس زه هره ورځ تمرین کوم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو راپورونه دير په زړه پوري او ښکلي دي که چيرته تاسو دغه پاڼه سپانسر کړی مينوال به يي له زيات شي موږ تل ستاسو خپرونې ګورو زموږ خوښي دي خو که تازه تازه مالومات خپره کړی له به ښه وي

ځواب ورکړئ

ډېره مننه. دا خو ډېر ګټور معلومات دي. زما وړاندیز تاسو ته دا دی چې دا خپله د فیسبوک پاڼه سپانسر کړئ. که تاسو په دې پاڼه دوه درې سوه ډال ولګوئ ستاسو د لایک کوونکو شمېر به لسګونو زرو ته بلکه لکونو ته ورسېږي او بیا به ټول داسې ګټور معلومات ترلاسه کوي.‌

ځواب ورکړئ