تروريزم

د داعش وحشتونه د اسلام او افغان کلتور په وړاندې د دې ډلې سپکاوی ښیي

د نجیب الله راپور

افغان ویرکوونکي د اکتوبر په ۱۲مه په کابل کې د داسې یوه کس تابوت انتقالوي چې یوه ورځ مخکې وسله والو وواژه.‌ داعش د وژنې مسؤلیت پر غاړه واخیست. [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان ویرکوونکي د اکتوبر په ۱۲مه په کابل کې د داسې یوه کس تابوت انتقالوي چې یوه ورځ مخکې وسله والو وواژه.‌ داعش د وژنې مسؤلیت پر غاړه واخیست. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- تحلیلګران او عام خلک وایي چې،‌ داعش په افغانستان کې د اسلام تر نامه لاندې وحشتونه ترسره کوي، چې اسلامي لارښوونې، اساسي اخلاقي ارزښتونه او افغان کلتور تر پښو لاندې کوي.‌

افغانان چې د داعش له خوا د لمونځ غاړو د وژنې، په جوماتونو کې د بمي حملو، د ښځو او ماشومانو د وژلو او د ملکي خلکو د وژنې له امله په غوسه دي او وایي، داعش د اسلام له نوم نه استفاده کوي خو هېڅ څه یې په اسلام برابر نه دي.

د ننګرهار ولایت یوه ۲۵ کلن اوسېدونکي ایمل سلام ټایمز ته وویل، «داعش د خپلو غیر اسلامي او غیرانساني عملونو له لارې هڅه کوي چې وېره او وحشت رامنځته کړي، خو په حقیقت کې، دغه جنایتکارانه عملونه د دې سبب شوي چې د دغې ډلې په مقابل کې د خلکو غوسه او کرکه راوپارېږي.»

هغه زیاته کړه، هغه ډلې چې اسلام او افغاني دود دستور ته په سپکه ګوري هغوی به هېڅکله هم په افغانستان کې ځای ونه مومي.

په کابل کې د امنیتي چارو شنونکي احمد بهروز سلام ټایمز ته وویل، داعش په افغانستان کې د خپل شتون په ټوله موده کې د اسلام او افغاني کلتورانځور خراب کړی دی.

هغه وویل، «د ښځو او ماشومانو په شمول د ملکي خلکو وحشیانه وژنو، مشرانو ته سپکاوي او د خلکو د کورونو سوزولو د عامو خلکو غوسه او قهر راوپارولو.»

بهروز د هغه وحشت یادونه وکړه چې د داعش غړو په ۲۰۱۵ کال کې په ننګرهار ولایت کې یو نوی پیدا شوی ماشوم د هغه د پلار په مخکې دوه ټوټې کړ.

د کابل ۳۴ کلن اوسېدونکي رضا محسني سلام ټایمز ته وویل، داعش جوماتونو ته هېڅ درناوی نه لري او تر دې چې په جوماتونو کې دننه لمونځ کوونکي وژني.

هغه وویل، «په جوماتونو کې د ځانمرګو بمي بریدونو ترسره کول... د اسلام په وړاندې له کرکې لرلو څخه پرته بل هېڅ پیغام نه ورکوي.»

په افغانستان کې په نورو وحشتونو سربېره، د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د نومبر په میاشت کې په کابل کې په یوه جومات کې خپل ځان ته چاودنه ورکړه، او د اربعین په مراسمو کې یې چې له عاشورا څخه ۴۰ ورځې وروسته ترسره کیږي د مراسمو ۳۰ تنه برخه وال ووژل.

همدارنګه داعش د هغه ځانمرګي بمي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست چې د جون په میاشت کې یې په ننګرهار ولایت کې په یوه جومات کې څو کسه لمونځ کوونکي ووژل او ټپیان کړل.

افغانانو فرقه پالنه رد کړه

د افغان حکومت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله یوه مرستیال حاجي محمد محقق د ډسمبر په ۳ مه په مزارشریف کې د ولایتي چارواکو په یوه مجلس کې یادونه وکړه چې داعش څنګه هڅه کوي چې د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ اختلافات رامنځته کړي.

هغه وویل، «شیعه او سني د عین ونې شاخونه دي،» او زیاته یې کړه چې داعش به په هېواد کې د یوه فرقه یي درز په رامنځته کولو کې پاتې راشي.

افغان چارواکي د داعش د ځپلو یوه ریکارډ ته اشاره کوي او ژمنه کوي چې له منځه به یې وېسي.

داعش په منظمه توګه هڅه کړې ده چې په ننګرهار ولایت کې د خپلې سرمشریزې مرکز جوړ کړي، خو سرتېرو او ولسي خلکو په ګډه د داعش د دغه هدف د ترلاسه کولومخه نیولې ده.

په وروستیو ورځو کې، سرتېرو او د داعش ضد پاڅون ځواکونو ملکي خلکو دغه ترهګره ډله د ننګرهار له پچیراګام ولسوالۍ څخه واېستله.

په ننګرهار کې یوه افغان نظامي قوماندان محمد زمان وزیري سلام ټایمز ته وویل، هر وخت چې داعش سر راپورته کړي نظامیان به یې له منځه وېسي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «حکومت د داعش په مقابل کې په دقت سره جګړه کوي چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسېږي. د دې ډلې غړي په کورونو او جوماتونو کې پټېږي.»

هغه د داعش «ترهګرۍ او وحشتونو» ته په اشارې سره وویل، «د دغه ګروپ کړنې د عامو خلکو لپاره د تحمل وړ نه دي.»

خوګیاڼي وویل، ننګرهار لومړنی ولایت وو چې په کې ملکي خلک د داعش پر ضد راپورته شول.

د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکيو چې له داعش څخه ازاد کړای شول دې ته تیاری وښود چې له حکومت سره همکاري وکړي او د دې مخه ونیسي چې داعش بیا په هغوی باندې مصیبتونه راولي.

د دې ولسوالۍ یوه ۴۰ کلن اوسېدونکي محمد انور سلام ټایمز ته وویل، «د داعش غړو خلک ووژل او ویې وهل. دغه اوسیدونکیو ویل چې هغوی له حکومت سره همکاري کوي، یا دا چې هغوی دا او هغه کار کوي، یا داسې نورې لسګونه بهانې یې جوړولې. هغوی ښوونځي بند کړل او خلک یې په زور سره نیول.»

انور وویل چې هغه په دې خوشحال دی چې ګوري چې داعش له هغه ځای نه پسې واخیستل شو او وعده یې وکړه چې له امنیتي ځواکونو او حکومت سره به مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د خپلو ملګرو له ټولو تبصرو سره موافق یم. خو زه له دې سره بېخي مخالف یم چې په دغو وینو ته تږو وحشیانو باندې د «اسلامي دولت» نوم کېښودل شي. زما په نظر، هغوی په دې نوم یادول اسلام او مسلمانانو ته یو لوی سپکاوی دی.

ځواب ورکړئ