تروريزم

د طالبانو له خوا د یوه محصل په را ځوړندولو سره په ټول افغانستان کې خلک په غوسه شوي دي

د اعزازالله راپور

طالب اورپکو د پوهنتون یو ځوان محصل د دروغو په بهانه دار ته پورته کړ تر هغه چې مړ شو.‌ [کالب مکلینان/کریټیف کامنز/فلېکر]

طالب اورپکو د پوهنتون یو ځوان محصل د دروغو په بهانه دار ته پورته کړ تر هغه چې مړ شو.‌ [کالب مکلینان/کریټیف کامنز/فلېکر]

کابل -- د افغانستان د پارلمان غړو، چارواکو او د مدني ټولنې غړو تېره اونۍ په میدان وردک ولایت کې د طالبانو له خوا د پوهنتون د یوه محصل په دار ځړول وغندل.‌

د ای اېف پي د ډسمبر د ۳ مې د یوه راپور په اساس،‌ افغان چارواکو وویل چې طالبانو فیض الرحمان په دې پلمه په عام محضر کې په دار وځړاوه چې ادعا یې کوله چې نوموړي د طالبانو د استخباراتو یو چارواکی وژلی دی.‌

اورپکو د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم کال محصل فیض الرحمان د ډسمبر په ۲مه په میدان وردک ولایت کې د هغه له موټر څخه وتښتاوه.

هغه کور ته روان وو چې خپله کورنۍ وګوري.‌

د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمان منګل ای اېف پي ته وویل،‌ «هغوی هغه په عام محضر کې را ځوړند کړ.‌ ځایي مشرانو کوشش وکړ چې منځګړتیا وکړي او هغه راخوشې کړي، خو ونه توانېدل.»

منګل سلام ټایمز ته وویل، «هغه غوښتل چې خپله رخصتي په کور کې تېره کړي خو طالبانو وتښتاوه، او وروسته یې په دار وځړاوه.»‌

د کورنیو چارو وزارت له سلام ټایمز سره په خبرو کې د وژنې پېښه تایید کړه او ویې ویل چې هغوی یوه پلټنه پیل کړې ده «چې د دغه جنایي عمل ترسره کوونکي ونیسي او سزا ورکړي.»‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام ټایمز ته وویل،‌ چارواکي به مجرمان ژر پیدا کړي، او زیاته یې کړه چې طالبان نه افغانان دي او نه هم حقیقي مسلمانان.‌

د طالبانو اصلي څېره

د میدان وردک یوه اوسېدونکي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي عبدالحمید بهیج عثماني سلام ټایمز ته وویل،‌ طالبانو، چې په سوله تاکید کوي د رحمان په وژلو سره خپله اصلي څېره وښودله.‌

عثماني وویل،‌ «هغه یو ځایي شخص وو، یو محصل وو، او په هېڅ جرم کې یې لاس نه درلود،خو طالبانو هغه وواژه او ویې ښودله چې هغوی د افغان کلتور په وړاندې څومره مخالف دي.»

په ولسي جرګه کې د میدان وردک ولایت استازي حسیب الله کلیمزي سلام ټایمز ته وویل، «هغوی زمونږ د راتلونکي یوه برخه ووژله. د هېواد او سولې دښمنان دغه ډول زده کوونکي او استعدادونه نه غواړي.»

هغه وویل، «طالبانو هغه خلک وژلي چې هغوی په جاسوسۍ تورن کړي دي. هغوی هغه خلک په عام محضر کې سنګسار کړي یا په دورو وهلي چې هغوی وایي زنا یې کړې ده.»‌

کلیمزي وویل، «دا انصاف نه دی.»

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي رمضان بشردوست سلام ټایمز ته وویل،‌ د فیض الرحمان په دار ځړونه یو اسلام ضد او افغان ضد عمل وو، او یاده یې کړه چې له همدې امله افغانانو ټولنیزو رسنیو ته مخه کړه چې ویې غندي.‌

د میدان وردک ولایت یوه قومي مشر جمعه ګل سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ټول د دغسې ظلمونو خلاف یو.»

په کابل کې د پوهنتون یوه محصل رحمت الله وردک سلام ټایمز ته وویل،‌ طالبان داسې وېره خپروي چې هغوی به هر څوک ووژني.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

راځئ چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړو چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ کړي.

ځواب ورکړئ

خدای پاک دې دا قربانیان او نور مړه شوي کسان وبخښي. ولې امنیتي چارواکي په خپلو غلطیو او ناکامیو باندې اعتراف نه کوي؟ دا پاکه خبره ده چې تاسو وړتیا نه لرئ.

ځواب ورکړئ