تروريزم

په لسګونو طالبان دې نتیجې ته ورسېدل چې د هغوی «جهاد» په ناحقه دی

د نجیب الله راپور

افغان امنیتی ځواکونه د ډسمبر په ۲۰ مه په جلال اباد کې له طالب اورپکو سره روان دي چې رسنیو ته یې وروړاندې کړي. چارواکو وویل، افغان سرتېرو په وروستیو وختونو کې د ننګرهار ولایت په جلال اباد کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې مشران ونیول. [نورالله شیرزاده/ای ایف پي]

افغان امنیتی ځواکونه د ډسمبر په ۲۰ مه په جلال اباد کې له طالب اورپکو سره روان دي چې رسنیو ته یې وروړاندې کړي. چارواکو وویل، افغان سرتېرو په وروستیو وختونو کې د ننګرهار ولایت په جلال اباد کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې مشران ونیول. [نورالله شیرزاده/ای ایف پي]

کابل -- ځایي چارواکو او پخوانیو طالبانو سلام ټایمز ته وویل، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لسګونو طالب اورپکو په داسې حال کې چې د خپلو قوماندانانو له مشرۍ څخه نهیلي شوي دي په تېرو څو میاشتو کې تاوتریخوالی پرېښی، افغان حکومت ته تسلیم شوي، او د سولې پروسې سره یوځای شوي دي.

په ترټولو تازه پېښه کې، دوه ګروپه طالبان چې په بدخشان ولایت کې یې د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړه کوله د ډسمبر په ۶ مه وروسته له هغه چې پوه شول چې د هغوی جګړه غیرعادلانه ده، تسلیم شول.

د بدخشان د والي یوه ویاند نوید فروتن سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو یو ۱۱ کسیز ګروپ په شهداء ولسوالۍ کې او د طالبانو یو ۲۰ کسیز ګروپ په یمګان ولسوالۍ کې چې قاري محراب یې مشري کوله له خپلو وسلو سره حکومتي ځواکونو ته تسلیم شول،»

قاري محراب، چې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ روزنه ترلاسه کړې وه، له تېرو پنځو کالو راهیسې یې په بدخشان ولایت کې د افغان حکومتي ځواکونو پر ضد جګړه کوله. فروتن تایید کړه چې په تسلیم شویو اورپکو کې هغه هم شامل وو.

فروتن وویل، «د افغان حکومت د مشروعیت په هکله په پوهېدلو سره، د طالبانو کورنیو هم په خپلو ماشومانو باندې فشار راوړ، او تاکید یې پرې وکړ چې جګړه بس کړي او له حکومت سره یوځای شي،»

هغه وویل، طالبانو د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړی او د هغوی مورال له منځه تللی دی.

«زمونږ جګړه جهاد نه وو»

۳۵ کلن محمود چې د خپل هویت د خوندي ساتلو لپاره یې مستعار نوم وکاراوه، وویل چې هغه له دوه کالو راهیسې د طالبانو تر څنګ د افغان حکومت پرضد جګړه وکړه. په وروستیو کې هغه له خپلو یو شمېر ملګرو سره یو ځای خپل لوری بدل کړ.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه پوهېږم چې مونږ په غلطه وو ځکه چې زمونږ جګړه جهاد نه وو. پرځای یې، هغه زمونږ د خپلو خلکو پر وړاندې دښمني وه،»

محمود هغه ورځ یاده کړه چې هغه او د هغه ملګري دې نتیجې ته ورسېدل چې د هغوی طالب قوماندانانو هغوی د انحراف خوا ته رهبري کول.

هغه وویل، وروسته له هغه چې هغوی سره یوځای کېناستل او د افغانستان په برخه کې یې د «جهاد» د مفهوم په هکله خبرې اترې وکړې، هغوی دې نتیجې ته ورسېدل چې هغوی باید جګړه بس کړي، هغوی باید هېڅکله بیا د بهرنیانو په خوله او حکم د خپل حکومت او خپلو خلکو پرضد جګړه ونه کړي، او دا چې هغوی باید د سولې پروسې سره یوځای شي.

محمود وویل، «سره له دې چې د طالبانو ټول مشران په خارج کې اوسېږي چې هلته هغوی له سولې او ارامۍ څخه خوند اخلي، هغوی خلک دې ته تشویقوي چې د «جهاد» په نامه جګړې ته لاړ شي. په داسې حال کې چې دا یو داسې حرکت دی چې د وطن د ورانېدلو سبب ګرځي.»

مؤمن مایار چې ۳۰ کاله عمر لري او په کابل کې په یوه خصوصي کمپنۍ کې کار کوي، وویل، «د طالبانو هغه قوماندانان چې د جګړې په ډګرونو کې جګړه کوي د هغوی د مشرانو له خوا غولول شوي، او داسې فکر یې ورکړی چې هغوی د خدای په لاره کې جهاد کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره، هغوی لا نور پوهېږي او هغوی دا درک کوي چې هغوی غلطي کړې ده،»

مؤمن وویل، «کله چې د طالبانو جنګیالي ودرېږي او له خپلو ځانونو نه پوښتنه وکړي چې، آیا د مسلمانانو وژل او د لارو، جوماتونو او د ملکي خلکو د کورونو ورانول جهاد دی؟ هغوی به پوه شي چې هغوی په غلطه روان دي او دا چې هغوی د خپلو خطرناکو مشرانو له خوا غولول شوي دي،»

د ریښتیاوو په هکله پوهېدل، د سولې لټون

په کابل کې د امنیتي چارو یوه شنونکي احمد بهروز وویل،‌ د اورپکو د مشرانو تر منځ اختلافات او ورسره د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو وروستۍ بریاوې د دې سبب شوي چې اورپکي جنګ و نه کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «سربېره پر دې، د اورپکو له خوا د ترلاسه کېدونکیو مالي مرستو په مقدار کې کمي د هغوی مورال کمزوری کړی دی،»

بهروز وویل، د دې لپاره چې پیسې ترلاسه کړي او خپل جنګیالي وساتي، د طالبانو مشران هڅه کوي چې د ایران په شمول له یو شمېر بهرنیو هېوادونو سره نژدې اړیکې جوړې کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وویل، «یو ځل چې اورپکي د سولې حقیقت درک کړي، هغوی به له نورې جګړې څخه ځانونه وساتي او د سولې پروسې سره به یوځای شي،»

هغه وویل، د سولې پروسه د نورو مخالفو ځواکونو له خوا د جګړې په بس کولو سره قوي شوې ده، خو د اورپکو د هغو ګروپونو د دقیق شمېر په هکله یې معلومات ورنه کړل چې له افغان حکومت سره یوځای شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان هم ستړي دي. هغوی پوهېږي چې جګړه هغوی ته ګټه نه رسوي او دا چې جګړه د حل لاره نه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دپنجابی بی دین مرتد د انگریز حرمونی زوي تروریست ای اس ای تروریست فوکستانی پنجابی فوج تروریست داعش او مزدورطالب پرضد افغانانو پاسی انقلاب راولی دگرمووینو سور سیلاب راولی که داسی نه وی میخکی واچوی لکه جنکو غوندی بنگری واچوی طالیبان خو اولی نه د isi زامن ول د isi په خوله یی بی گناه افغانان شهیدان کره طالیبان خو اولی نه د isi زامن ول د isi په خوله یی بی گناه افغانان شهیدان کره

ځواب ورکړئ