امنیت

افغانان د هېواد د امنیتي ځواکونو د 'اتلولۍ' د هڅې ستاينه کوي

اعزاز الله لخوا

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو (ANDSF) پرسونل د دسمبر په ۳ مه په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو په وړاندې له عملياتو څخه وروسته ساتنه کوي. [نورالله شيرزاده / پول/ ای ايف پي]

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو (ANDSF) پرسونل د دسمبر په ۳ مه په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو په وړاندې له عملياتو څخه وروسته ساتنه کوي. [نورالله شيرزاده / پول/ ای ايف پي]

کابل - د افغانستان خلک، چارواکي او ديني عالمان په هېواد کې په سوله او ثبات رامنځته کولو کې د رول لوبولو له کبله د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو (ANDSF) ستاينه کوي.

د پارلمان يو غړی حميدزۍ لالي، چې د کندهار ولایت استازيتوب کوي، وويل، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونه (ANDSF) د هیواد اتلان دي او هر څوک دوی وياړوي.

هغه سلام ټايمز ته وويل، "دا اتلان خپل ژوندونه قربانوي او خلکو ته اميد ورکوي."

د دفاع د وزارت وياند جنرل دولت وزيري سلام ټايمز ته وويل، "پوځ د خلکو سره په ګډه کار کوي چې په هېواد کې ثبات رامنځته کړي او بيرته ملت ته اميد ورکړي."

د سولې لپاره قرباني ورکول

د کابل ښار اوسیدونکی او د دوو ماشومانو پلار، ذاکرالله خان، چې اوس په بغلان کې دی، د افغان ملي پولیسو سره د یو ډګرمن په توګه کار کوي. په هلمند او کندهار کې د ډيرې مودې ډيوټۍ نه وروستو، د هغه پوسټنګ بغلان ته وشو.

خان وويل چې هغه په کابل کې خپله کورنۍ يادوي، خو د هغه دا کار چې د نورو خلکو ساتنه وکړي د هغه خپل پلار په دې جوګه کوي چې په هغه باندې فخر وکړي او هغه غواړي چې د هغه ماشومان په هیواد کې سوله راوستلو کې د مرستې کولو ميراث تر لاسه کړي.

هغه سلام ټايمز ته وويل: "زه خپله خوشحالي قرباني کوم چې نور خلک خوښ وينم." "دا هيواد خوندي جوړول او خلک په داسې حالت کې ليدل چې دوی په خوشحالۍ سره ژوند وکړي ماته دومره خوشحالي راکوي چې زه يې په لفظونو کې تشريح کولې نه شم. زه په دی وياړ کوم چې ما يوه حقه لاره غوره کړې ده."

مهدي، چې په افغان ملي اردو (ANA) کې يو ساتنمن دی، د خپل هېواد لپاره د خپل ځان د قربانۍ ورته کيسه کوي.

مهدي د لوګر ولایت دی، خو په هرات، کابل، پروان، کندز، سرپل، فارياب او بغلان کې يې هم د پوځ سره کار کړی دی.

هغه څلور کاله مخکې د افغان ملي پوځ سره وروسته له هغې یوځای شو کله چې وسله والو د هغه مشر ورور ووژلو. هغه په هغه وخت کې د ياغيانو په وړاندې د خپلو هېوادوالو سره د ودريدلو ژمنه وکړه، که څه هم له دې کبله په لوګر کې له خپلې کورنۍ څخه بهر يو څو مياشتي تيرولو باندې مجبوره دی.

هغه سلام ټايمز ته وويل: "زما همکاران او زه هره ورځ پنځه وخته لمونځ کوم، او مونږ پوه يو چې موږ د اسلام د لارښوونو او د افغانستان اساسي قانون پر بنسټ غوره لاره ټاکلي ده."

"هغه وويل: "طالبان د قرآن د آيتونو غلطه تشريح کوي، خلک يې ګمراه کړل او هڅه کوي چې هغوی د ګناه په جرمي کارنو کولو باندې راضي کړي." "هغوی د خلکو په ارام ژوند کې لاس وهي او په خپلو جرمي فعالیتونو کې خلک ښکيل کوي."

هغه وويل: "د هغه کسانو په وړاندې ودريدل اصلي جهاد دی چې د خلکو د ګمراه کولو هڅه کوي."

په کندهار کې، د ملي اردو د ۲۰۵م اتل قول اردو کوماندو وايي، هغوی زيات تر خپل وخت د جنايي ياغي ډلو تعقیب کولو لپاره په ډيره ستونزمنه سيمه کې تېروي.

هغوی وايي چې دا قربانۍ او کړاو د افغانستان د پرمختګ لپاره دی.

د اتل قول اردو ۳م زمري بټالين قوماندان، جنرل حزار مير اميري، وويل: "موږ هر هغه ځای ته ځو کوم ځای چې ياغيان پټ وي."

هغه سلام ټايمز ته وويل، "زمونږ ټول هیوادوال، حتی هغه کسان چې په تر ټولو لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او یا هغه کسان چې د ياغيانو د ګواښونو او يرې ترهې سره مخامخ دي، به زموږ ساتنې ترلاسه کړي." "په ساده لفظونو کې، زه دا ويلی شم چې زموږ کومانډو د جګړې سخت اتلان دي."

د طالبانو پر ضد متحد

په بغلان ولایت کې د طوطاخيل کلي يو مشر،۶۱ کلن نواب ميان خيل، وويل، طالبان هڅه کوي چې د محلي کورنۍ مجبوره کړي چې دوی وسله والو ته پيسې او پناه ورکړي او هغوی لپاره خوراک تيار کړي.

هغه سلام ټايمز ته وويل: "هغوی د سولې، ثبات، پرمختګ او د بشريت دښمنان دي." "[ياغيان] په افغانستان کې د مثبت پرمختګ نه کرکه کوي. خلک د هغوی ملاتړ نه کوي. موږ د ای اين ډي ايس ايف ځواکونو ملاتړ کوو - هغوی زموږ په زړونو کې دي، او موږ د هغوی لپاره شپه او ورځ دعا کوو."

۳۷ کلن رفيع الله، چې په بغلان ولايت کې د يو ښوونځي ښوونکی دی، وويل چې د ملي اردو سرتيري د ياغيانو له خوا ايښودل شوي ماینونه په ګوته کوي چې د کورنيو او ماشومانو لپاره یو خوندي لاره رامنځته کړي.

هغه سلام ټايمز ته وويل: "اوس موږ کولای شو چې په لوبغالي کې لوبې وکړو او دخپلو دښمنانو نه نه ډاريږو." هغه زياته کړه چې هغه په پوځ کې په "اصلي اتلانو" وياړ کوي.

ديني عالمان هم د هغوی د قربانیو او د اسلام سره د مينې له کبله د افغان سرتېرو ستاینه کوي.

په کابل کې مېشت ديني عالم مولوي محمد ایاز نيازي وويل، ای اين ډي ايس ايف د خلکو سره مرسته کوي چې دوی خوندي پاتې شي او د هغوی د راتلونکي لپاره يو اميد وړاندې کوي.

هغه سلام ټايمز ته وويل: "د ډيوټی په دوران کې، دوی له زياتو ستونزو سره مخامخ دي، خو بیا هم دوی کار ته دوام ورکړی دی او د ولس خدمت کوي."

مولوي محمد محسن دانش، چې د بلخ ولايت د عالمانو د شورا غړی دی، سلام ټايمز ته وويل، " ای اين ډې ايس ايف په رښتيا اتلان دي چې هغوی له اسلام سره سم د سولې لپاره جګړه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500