اقتصاد

افغانستان د تاريخي ځايونو چې د طالبانو له خوا له منځه وړل شوي وو د بيا جوړولو هڅه کوي

نجيب الله لخوا

دا انځور چې په ۲۰۱۵ کال کې د جون په ۷ مه اخستې شوی دی، په باميان ولايت کې د بودا مجسمه په ګوته کوي. دا به د هغې مجسمې ځای واخلي کومه چې طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې له منځه وړې وه. [ای ايف پي / کامران شفايي]

دا انځور چې په ۲۰۱۵ کال کې د جون په ۷ مه اخستې شوی دی، په باميان ولايت کې د بودا مجسمه په ګوته کوي. دا به د هغې مجسمې ځای واخلي کومه چې طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې له منځه وړې وه. [ای ايف پي / کامران شفايي]

کابل - د افغانستان حکومت د افغانستان تاريخي او فرهنګي اثارو، په باميان ولايت کې د بودا د دوو لرغوني مجسمو په ګډون، د ساتني او بيارغونې لپاره جدي اقدامات اخلي.

په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر په امر د بودا دواړه مجسمې هغه وخت له منځه ویوړلې کله چې طالبانو دغه مجسمي بتان وبلل.

دغه مجسمې په ۴ مه او ۵ مه پېړۍ کې په باميان دره کې په یوه کړنګ باندې جوړې شوي وې. دواړه مجسمې چې ۳۵ او ۵۳ متره لوړې وې په نړۍ کې تر ټولو لوړه بودا وې.

د مجسمو د بيارغونې هڅه د ۱۳م باميان کارپوه د کاري ګروپ په غونډه کې رامنځته شوه. دغه غونډه د دسمبر په ۱-۳ د المان په مونيخ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د باميان والي محمد طاهر ظاهر، د افغانستان د کلتور وزير مرستيال او نور افغان لوړ پوړو چارواکو، او همدارنګه د راتلونکي د مرسته کوونکو هېوادونو استازي او ۲۰ نړيوال متخصصين شامل وو.

ظاهر د دسمبر په ۱۰مه په خبري غونډه کې وويل، د دې غونډې له امله، د کوچني بودا د بیارغونې کار به ډېر ژر پيل شي، په داسې حال کې چې د دغه ځای د ساتلو هڅو ته به دوام ورکړل شي.

يونسکو د دسمبر په ۱۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل، د دغه ځای د بيا رغونې او بيا بحالۍ لپاره د سپتمبر ۲۰۱۷ سمپوزیم به په ټوکیو کې ترسره شي.

د بیا رغونې دور رامنځته کيږي

د افغانستان حکومت اوسني دور ته "د بیا رغونې دور" وایي، ځکه چې د هېواد د هغه تاريخي او فرهنګي ځايونو چې د طالبانو په دور کې یې ډير زيان ترلاسه کړی وو، د بيارغونې لپاره هڅي دوام لري.

د افغانستان د پارلمان د ولسي جرګې غړي، سافوره ایلخاني وويل چې د ویجاړ شوي بودا بيا جوړول "ډېره مهمه خبره" ده.

هغې سلام ټايمز ته وويل: "د بيا رغونې دا هڅه يو ځل بيا کولای شي چې باميان ته د سيلانيانو پام را واړوي. دا به د هېواد لپاره اقتصادي ګټې ولري." "دا به اجتماعي او کلتوري تبادله پیل کړي او کولای شي د نړۍ پام جلب کړي."

د افغانستان د ملي موزیم رئيس، عمراخان مسعودي، وويل: "د طالبانو د رژیم [په ۲۰۰۱ کال کې] له رانسکورېدو راهيسې، د افغانستان حکومت د هېواد د تاريخي ابداتو د راټولونې او ساتني لپاره زياتی هڅې کړي دي."

هغه وويل، په دغو هڅو کې د موزیمونو بيا رغوني، د ۱۰،۰۰۰ څخه زيات پټ شوي لرغوني آثار او تاريخي توکي له بهر څخه راټولولو، په یونسکو کنوانسيونو کې د افغانستان د لاس لرلو، او د تاريخي او لرغوني اثارو او ځایونو ثبت کولو هڅي شاملي دي.

د کورنۍ جګړې پر مهال او د طالبانو د واکمنۍ په (۱۹۹۶-۲۰۰۱) په ترڅ کې، مسعودي په خپله د ۲۰،۰۰۰ څخه زيات لرغوني توکي خوندي ځایونو ته لیږلي وو.

مسعودي سلام ټايمز ته وويل، "د کورنۍ جګړې په اوږدو کې او په ځانګړې توګه په هغه وخت کې چې طالبانو په هېواد باندې حکومت کولو، تر ټولو زيات لرغوني آثار او موزيمونه ويجاړ شول."

هغه وويل: "طالبانو قصدا د دې موزيم مجسمې له منځه ویوړلې او ادا دعا یې کوله چې د بوتانو ساتنه او عبادت کول منع دي." "سربېره پر دې، د بودا د مجسمو له منځه وړل يوه ستره ضايعه ده."

لوی جرم او خيانت

ایلخاني، چې د باميان استازي ده، وويل، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، وسله والو هڅه وکړه چې د هیواد فرهنګي او تاريخي اثار له منځه يوسي چې نړۍ ته يو بل شان افغانستان معرفي کړي.

هغې وويل: "د باميان بودا په ورانولو سره، طالبانو افغانستان ته ناوړه اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي ګوزار ورکړو."

د کابل پوهنتون يو ۲۵ کلن محصل ذبيح الله وويل، طالبانو هغه وخت ډير ستر خیانت وکړو کله چې یې د باميان د بودا مجسمې له منځه ویوړلې.

هغه سلام ټايمز ته وويل: "طالبانو په اساسي ډول د خلکو د ارزښتونو او عقايدو مخالفت وکړو." "د هېواد په تاريخي ځايونه ورانولو او لوټ کولو سره، دوی هڅه وکړه چې د افغانستان خلک د ناپوهه خلکو په توګه معرفي کړي."

د کابل پوهنتون ۲۵ کلنه محصلې، مريم وويل، طالبان دا ادعا کوي چې دغه مجسمې او نور لرغونې بتان دي او د دوی عبادت کول بې معنا دي.

هغې سلام ټايمز ته وويل: "طالبانو د باميان د بودا له منځه وړلو سره خپل بربریت څرګند کړو، ځکه چې د لرغوني ارزښت نه علاوه، دغه مجسمو بهرني سیلانیان راجذب کولی شول او افغانستان ته يې اقتصادي ګټه ورکولی شوه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه، د بامیانو په کلتوري سکټور کې د یوه چارواکي په توګه، هیله لرم چې د بامیانو مجسمې به بیاجوړې کړای شي او په ښه توګه به وساتل شي.

ځواب ورکړئ