تروريزم

ازبکستان او افغانستان د اورپکو د نشه یي توکو د تجارت ته د پای ټکي کيښودلو لپاره مبارزه کوي

د مکسیم یني زییوف له خوا

یوه افغان بزګر د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د ۲۰۱۵ اپریل په ۲۷ مه د کوکنارو د میدان څخه د افیون شیره کري. د نشه یي توکو او جرم په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر (يو اين او ډي سي) راپور ورکړ چې طالبان د کوکنارو د بزګرانو څخه "مالیې" په زور اخلي. [ای ایف پي/ جاوید تنویر]

یوه افغان بزګر د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د ۲۰۱۵ اپریل په ۲۷ مه د کوکنارو د میدان څخه د افیون شیره کري. د نشه یي توکو او جرم په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر (يو اين او ډي سي) راپور ورکړ چې طالبان د کوکنارو د بزګرانو څخه "مالیې" په زور اخلي. [ای ایف پي/ جاوید تنویر]

تاشکند -- په ازبکستان کې د نشه یي توکو پر ضد روانې هلې ځلې په افغانستان کې د اورپکو مالي وړتیا له منځه وړي. د عوایدو ترلاسه کولو لپاره اورپکي زیاتره په نشه یي توکو تکیه کوي.

د افغانستان څخه اروپا ته د نشه یي توکو رسولو لپاره د منځني اسیا دغه هیواد د "شمال له لارې" په قاچاقبرانو تکیه کوي. له دې کبله کله چې په دې عملیاتو کې نشه یي توکې ونیول او له منځه ویوړل شي او قاچاقبران هم ونیول شي، دا د افراطیانو لپاره یوه غټه ضربه وي.

د ډوچې ویلا له مخې، د افغان طالبانو په کال کې د نشه یي توکو څخه د ترلاسه کیدونکي عوایدو دقیق اندازه لګول مشکل دي خو د ۲۰۱۶ په اوایلو کې د تروریزم ضد هالنډي متخصص تومس اولیویې له ۱۰۰ ملیونو امریکایي ډالرو او ۳۰۰ ملیونو آمریکایي ډالرو (۶.۷ ملیارده او ۲۰ ملیارده افغانیو) په منځ کې د دې تخمینه لګولې وه.

په ازبکستان کې بریا

د نشه یي توکو د کنترول لپاره د ملي معلوماتو د مرکز ویاند الیوشون اریفو کاروان سیرایي ته وویل، "په ازبکستان کې د نشه یي توکو د جرمونو د مخنیوي شمیره په منظمه توګه زیاتیږي."

د ازبکستان د پولې ساتونکي د سپتمبر په ۱۵ مه په تاشکند کې د مال وړلو په اورګاډي کې د نشه یي توکو د لټون لپاره سکینر استعمالوي. [د ازبکستان ګمرګ خدمت، د مکسیم یني زییوف په مرسته اخیستی شوی عکس]

د ازبکستان د پولې ساتونکي د سپتمبر په ۱۵ مه په تاشکند کې د مال وړلو په اورګاډي کې د نشه یي توکو د لټون لپاره سکینر استعمالوي. [د ازبکستان ګمرګ خدمت، د مکسیم یني زییوف په مرسته اخیستی شوی عکس]

د دولتي پولې د ساتنې د کمیټۍ له مخې، په اکتوبر کې د ازبکستان د پولې ساتونکو د نشه یي توکو د چاقاق هڅې دوه ځله ناکامه کړې او په دغه عملیاتو کې یې ۸.۵ کلوګرامه نشه یي مواد ونیول. په دې کې ۳.۵ کلوګرامه افیون او ۵ کلوګرامه کوکنار شامل ول.

اریفو وویل، "د [نشه یي توکو] د قاچاق اړوند جرمونو په برخه کې مونږ د ۲۰۱۴ کال د ۶۰۷ دوسیو په پرتله په ۲۰۱۵ کې د ۷۰۹ جرمونو دوسیې حل کړي دي.

اریفو زیاته کړه، " په دغه نیول شوي نشه یي توکو کې د افغانستان سره په پوله لرونکي ولایت سورکندریا (سورکندریو) کې ۲۴ سلنه نشه یي توکې نیول شوي دي.

اریفو وویل، په ۲۰۱۵ کې د ازبکستان چارواکو ۱۹۴ کلوګرامه افغاني نشه یي توکې ترلاسه کړې چې افغان پولې ته نږدې په مختلفو سورو کې ښخ کړی شوې وې یا د افغانستان او تاجکستان څخه په راتلونکي د مال راوړلو په اورګاډي کې پټ کړی شوي وې.

افغانان د خپلې برخې کار کوي

افغان ځواکونه خپل کار کويچې اورپکي د افغانستان په هغه شمال کې خوندي ځای ونه موميچې د منځني اسیا د هیوادونو سره پوله لري.

دغه ځواکونه په منظمه توګه عملیات کوي چې اورپکي ووژني یا له هغه پټنځایونو څخه یې وباسي چې دوی ښایي په شمال کې جوړ کړي وي.

د ورځني عملیاتو په جریان کې د سترې کچې په هلو ځلو کې عملیات شفق ۱ او ۲ شامل دي، چې شفق ۲ عملیات د سمبر په ۹ مه پیل کړی شوې دي.

داسې راپور ورکړل کیږي چې په مارچ کې د ترسره کیدونکي شفق ۱ عملیاتو په ترڅ کې په کندهار، زابل، اروزګان او دیکشندي ولایتونو کې په لسګونو اورپکي وژل شوي دي.

د ازبکستان شنونکی وړاندوینه کوي چې د نشه یي توکو د زیات عوایدو پرته به اورپکي له منځه ولاړه شي.

په تاشکند کې میشت د سیاسي چارو کار پوه اسدالایوف کاروان سیرایي ته وویل، "افغانان ... د ریدیکالي افراطیت مرسته نه کوي." هغوی د جبر او تشدد له لارې خپل پوزسیونونه ساتي. د سرمایې په نشتوالي سره به دوی خپلو کړنو ته دوام نه شي ورکولی."

افغان او ازبک چارواکي د نشه یي توکو د تولید او قاچاق پر ضد مبارزې ته ژمن دي خو دغه مبارزه نه ختمیدونکي ده چې له وخت سره په کې ښه والی او بدوالی رامنځته کیږي.

د نشه یي توکو او جرم په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر (يو اين او ډي سي) د افغانستان د افیونو په اړه د ۲۰۱۶ کال د سروی په راپور کې لیکلي، په ۲۰۱۶ کې "په افغانستان کې د ا فیونو ممکنه تولیدات ۴۸۰۰ ټنو (۴۰۰۰- ۵۶۰۰ ټنو) ته رسیدلي او د ۲۰۱۵ کال په پرتله (۳۳۰۰ ټنه) په دې کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دې څیړنې بشپړه نسخه لا موجود نه ده.

شوکه

د نشه یي توکو او جرم په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر (يو اين او ډي سي) راپور ورکړ، د نشه یي توکو د خرڅولو د عوایدو پرته طالبان د کوکنارو د بزګرانو څخه په زور "مالیې" اخلي.

د نشه یي توکو او جرم په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر (يو اين او ډي سي) د افغانستان د افیونو په اړه د ۲۰۱۵ کال د سروی په راپور کې لیکلي، "د ختیځ او لویدیځ د کوکنارو د نیمې څخه زیات بزګران [ ختیځ او لویدیځ بزګران] وایي چې هغوی د خپلو کوکنارو د عوایدو څخه (په ترتیب ۵۹ سلنه او ۶۴ سلنه د مالي مرستې په توګه ادا کوي. د راپور له مخې، د دغه پیسو ستر ترلاسه کوونکي (۸۴ سلنه په ختیځ او ۶۸ سلنه په لویدیځ کې) یاغیان دي."

د کوکنارو د کرنې ختمولو لپاره چې په منظمه توګه کومې هڅې روانې دي، په هغې کې د دې فصل له منځه وړل او لکه څنګه چې سلام ټایمز په نومبر کې راپور ورکړی وو، د دې فصل د زعفرانو په ګټه ور فصل کې بدلول شامل دي. سلام ټایمز په دغه وخت دا راپورهم ورکړی وو چې افغان چارواکو د ۲۰۱۶ په لومړي اوو میاشتو کې د نشه یي توکو ۴۲ لابراتوارونه له منځه وړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500