د ښځو حقوق

د شاتو تجارت افغان ښځو ته ډېره خپلواکي، درناوی ورکوي

د ای اېف پي د خبریالې اېن چاون راپور

افغان هزاره ښځینه مچۍ ساتونکې د نومبر په ۵ مه د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې خپل د مچیو کندوګان ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان هزاره ښځینه مچۍ ساتونکې د نومبر په ۵ مه د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې خپل د مچیو کندوګان ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یکاولنګ، افغانستان -- د ای اېف پي د راپور په اساس، د افغانستان په غرني مرکزي ولایت بامیان کې، د مچیو ساتنه د دغه ولایت یوازني تجارتي پیداوار، الوګانو، پسې ځای نیسي، او کلیوالو ښځو ته دا چانس ورکوي چې پخپله لاس په کار پورې کړي.

افغانې مچۍ ساتونکې جمیلې په داسې حال کې چې په زور سره یې خپلې سینې ته ډب ورکړ، وویل، «زه پخپله د ځان لپاره پيسې ګټم.» د هغې کوچنی د شاتو کاروبار نه یوازې یو عاید برابروي بلکه د هغې لپاره یو افتخار هم دی.

د یکاولنګ ولسوالي، چې د بودا له لویو مجسمو څخه چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو ړنګې کړې، خواوشا ۱۰۰ کیلومتره لیرې پرته ده، د سمندر له سطحې څخه خواوشا ۲۶۰۰ متره لوړ موقعیت لري. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي دې ته وارخطا دي چې د ژمي را رسېدا به د هغوی مچۍ ووژني.

هغوی، چې یوازې یو څو کسانې یې لوست کولی شي، په داسې حال کې چې ځانونه یې کلک پېچلي دي، په واوره کې له یو ساعت نه ډېر د پښو مزل کوي چې له هغه ځای نه خپل لوښي له شاتو نه را ډک کړي او بیا پرې نښې ولګوي.

هلته په وروستیو کلونو کې د غیرحکومتي موسسو او بهرنیانو په مرسته څلور د مچیو ساتنې کوپراتیفونه جوړ کړای شوی دي. له پیل راهیسې، اوس هغوی خواوشا ۴۰۰ کسان په کار ګومارلي دي، چې نیمایي یې ښځې دي، او هر کال ۱۴ ټنه شات تولیدوي.

«زه پخپله د خپل ځان آمره یم»

جمیلې یو کال مخکې د خپلې ګاونډۍ، سیاه موی، له برکته چې له پنځو کالو راهیسې په کوپراتیف کې په لومړي کتار کې روانه ده، خپلې لومړنۍ مچۍ ترلاسه کړې.

هغې په داسې حال کې چې ورسره خواوشا ښځې یې خندولې، وویل، «د اپریل میاشت وه او هغه ورځ زما ښه په یاد ده. زه ډېره زیاته خوشحاله وم: کله به چې ما خپل کورنی کار وکړ، بیا به مې ټوله ورځ په دې تېروله چې خپلې مچۍ به مې کتلې او لیدل به مې چې هغوی څنګه کار کوي.»

د کوپراتیف د ناظر حبیب الله نوري په وینا، دغه کوپراتیف سږ کال خواوشا ۴۰۰ کیلوګرامه شات ټول کړي دي. هر کیلو په بامیان کې ۸۰۰ افغانۍ او په کابل کې ۱۰۰۰ افغانۍ - خواوشا ۱۵ امریکایي ډالر جوړوي.

جمیله یوه نیا ده چې ماشومان یې ترې تللي دي؛ سیاه موی ۸ ماشومان لویوي؛ صدیقه، یوه یتیمه ده، چې د خپلو څلورو ورونو او خویندو سرپرستي کوي.

د هغوی له جملې څخه هره یوه په اوسط ډول له یوه څخه تر څلورو پورې کندوګان ساتي -- هغه څو زره افغانۍ چې هغوی یې ګټي د هغوی د کورنۍ عواید جوړوي.

جمیلې وویل، «کله چې زه غواړم چې د لور د لیدلو لپاره مې لاړه شم، زه کولی شم چې د موټر کرایه ورکړم. زه کولی شم چې د هغې لپاره چاکلېټ واخلم.»

حلیمه چې خواوشا شل کاله عمر او دوه ماشومان لري زیاتوي، «زه کولی شم چې د ماشومانو لپاره مې کتابچې واخلم.»

د کونډې مرضیې لپاره، شات د هغې د معیشت سرچینه جوړوي. هغه له یکاولنګ نه ۳۰ دقیقې لیرې کلي، قتاخان، نه سلامونه وړاندې کوي. هغه سیمه د ۲۰۰۰ کال په اوایلو کې د طالبانو تر واک لاندې وه، او اکثر اوسېدونکي یې هغه وخت ووژل شول چې یوه قوماندان خپلو کسانو ته امر وکړ چې، «ټول له مخې، حتی سپي او چرګان یې ووژنئ.»

د هغې مېړه د هغه کال د جنورۍ په ۱۹مه له خپل جومات څخه را واېستل شو او وویشتل شو.

اوس هغه څلور کندوګان ساتي. هغې وویل، «په اول کې ما زراعت، ګنډل، په غرونو کې بوټي را وهل شروع کړل. زما ورور له ما سره مرسته وکړه، خو اکثر کارونه ما پخپله کول.»

«اوس د شاتو په واسطه، زه کولی شم چې خپله کورنۍ پخپله حمایه کړم، زه د خپل ځان آمره یم.»

له غونډۍ نه لاندې د قتاخان کلي په ځوړو کې، فاطمه او د هغې لوڼې، چې د مچۍ ساتونکیو خولۍ او پیکونه یې په سر کړي دي، په خپلو کندوګانو کې د شاتو ږمنځې جوړوي.

د هغې خاوند، احمد حسیني، مچیو ته د هغوی د بورې په راوړلو سره له هغوی سره مرسته کوي. هغه په خندا وایي، «دا لومړی ځل دی چې مونږ په ګډه سره کار کوو.»

د ښځو پورته کړای شوی حالت

یوه فرانسوي مچۍ ساتونکي مارک جینجین چې د فرانسوۍ مرستندویې موسسې ای اېف ډي له خوا د دغه سکټور د بیا احیا لپاره لېږل شوی، وویل، «دلته تر ۱۹۶۰مو کلونو پورې چې ظاهرشاه پاچا شروع کړ، د مچیو ساتنې رواج نه درلود.»

هغه وویل، «کله چې مونږ په ۲۰۰۵ کال کې کار شروع کړ، هېڅ شی هم نه وو پاتې، بلکه اصلا کارونه په ۲۰۱۲ کال کې هغه وخت پيل شول چې د کرنې وزارت پرې فشار واچاوه.»

په بامیانو کې د نیوزیلنډ د بهرنۍ مرستندویې ادارې د کرنیزو پروګرامونو رییس داود موسوي وویل، «کله چې تاسو په لومړي کال ۱۰۰ ډالر [۶۶۵۹ افغانۍ] پانګونه وکړئ، په بل کال به ۱۰۰ ډالر وګټئ.

د نړیوالو موسساتو لپاره یوه مشاوره سعدیه فاطمي وایي، «کله چې هغوی په لومړي ځل ګټه ترلاسه کړي، هغه په دې برخه کې مرسته کوي چې هغوی په کورنۍ کې خپل موقف جوړ کړي،» او دا په ځانګړې توګه د نجونو لپاره چې له دې پرته هغوی په خپلو کورنیو باندې احتمالي بارونه ګڼل کیږي صدق کوي.

افغانستان د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو څخه ۱۵ کاله وروسته هم د ښځو د اوسېدنې لپاره یو سخت ځای ګڼل کیږي: په ۲۰۱۶ کال کې، یوازې ۱۰٪ تنخا لرونکیو ښځینه کارمندانو د زراعت له سکټور څخه بهر کار کاوه، چې له خپلو نارینه سیالانو څخه یې ۳۰٪ کم عواید ترلاسه کول.

په کلیوالو سیمو کې، هغوی هېرې کړای شوي، له پامه غورځول شوي او لږ اجوره ترلاسه کوونکی کاري ځواک ګرځېدلی دی.

فاطمې وویل، «په دې هېواد کې یوازې ۳۴٪ ښځې وایي چې هغوی دا اجازه لري چې هغه پیسې چې هغوی یې ګټي مصرف کړي.»

په بامیانو کې، چې د هېواد یوه لږه پرمختللې خو ډېره ازاده سیمه ده، د ښځو لپاره شرایط بدلېدونکي دي.

د بامیانو ولایت د زراعت یوه چارواکي عبدالوهاب محمدي وویل، «دلته ټولنې دا په پراخه کچه منلې ده چې ښځې کېدای شي چې د کورنۍ د حمایه کوونکیو د سر په کتار کې راشي. دغه حالت مخ پر ودې روان دی -- خلک ویني چې دا کار په بري سره روان دی او هغوی یې یو له بله نقلوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

salaam kha ye e

ځواب ورکړئ