امنیت

د هلمند اوسېدونکي د طالبانو پر ضد راپورته شول

د سلیمان راپور

د هلمند ولایت اوسېدونکي د ډسمبر په ۲۵ مه ښودل کیږي، هغه ورځ چې هغوی د طالبانو پر ضد یو ولسي پاڅون پیل کړ او ژمنه یې وکړه چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو (ANDSF) سره به مرسته کوي. [سلیمان]

د هلمند ولایت اوسېدونکي د ډسمبر په ۲۵ مه ښودل کیږي، هغه ورځ چې هغوی د طالبانو پر ضد یو ولسي پاڅون پیل کړ او ژمنه یې وکړه چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو (ANDSF) سره به مرسته کوي. [سلیمان]

کابل -- د ډسمبر په میاشت کې د پیل شویو یو شمېر پاڅونونو په لړ کې، د هلمند ولایت سلګونه اوسېدونکیو وسلې را اخیستي چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو (ANDSF) تر څنګ د طالبانو پرضد جګړه وکړي.

د ولسي پاڅون یوه غړي محمد صمیم وویل، «زمونږ پر ضد د طالبانو ظلم یوه داسې حالت ته رسېدلی دی چې وړاندوینه یې نه کېده، او دغه حالت مونږ دې ته مجبور کړو چې د متجاوزینو پر ضد وسلو ته لاس کړو. مونږ به تر هغه وخته خپلې وسلې کېنږدو څو چې مونږ طالبان له خپلې سیمې وباسو.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د پاڅون د برخه والو شمېرمخ په ډېرېدلو دی، او مونږ تصمیم نیولی دی چې په ناوه، نادعلي او مارجه کې طالبان له منځه وېسو. نو زه له حکومت نه غوښتنه کوم چې مونږ ته وسلې او مهمات راکړي چې مونږ طالبانو ته ماتې ورکړو.»

محلي چارواکي ولسي پاڅونونو ته ښه راغلاست وایي.

د هلمند ولایت د طالبانو ضد پاڅون غړي د ډسمبر په ۲۵ مه ښودل کیږي. د ناوې، نادعلي او مارجې ولسوالۍ له ۵۰۰ تنو څخه ډېرو اوسېدونکیو وسلې را اخیستې چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي څو طالبان له خپلو سیمو څخه وباسي.

د هلمند ولایت د طالبانو ضد پاڅون غړي د ډسمبر په ۲۵ مه ښودل کیږي. د ناوې، نادعلي او مارجې ولسوالۍ له ۵۰۰ تنو څخه ډېرو اوسېدونکیو وسلې را اخیستې چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي څو طالبان له خپلو سیمو څخه وباسي.

د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي مرزاحسین علي زاده وویل، ولسي پاڅونونه د هلمند ولایت د ثبات او امنیت لپاره ګټور دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ناوې، نادعلي او مارجې ولسوالۍ له ۵۰۰ تنو څخه ډېرو اوسېدونکیو وسلې را اخیستي چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، د طالبانو ظلم او تجاوز ته د پای ټکی کېږدي، او طالبان له خپلو سیمو څخه پسې واخلي. هغوی دې ته تیار دي چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو پر ضد وجنګېږي.»

هغه وویل، د پاڅون غړي له خپلو سیمو سره ډېر ښه بلد دي او هغوی کولی شي چې د امنیتي ځواکونو په مرسته او همکارۍ طالبان په خپلو سیمو کې له منځه وېسي.

هغه وویل، «د پاڅون د غړو تر منځ داسې کسان شته چې پخوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه، خو اوس هغوی په دې پوه شوي دي چې طالبانو د بهرنیانو د ګټو لپاره کار کوي، نه د هلمند د خلکو لپاره.»

د طالبانو یوه پخواني غړي دا واضح کړه چې ولې هغه خپل لوری بدل کړ.

په هلمند ولایت کې د ولسي پاڅونونو یوه غړي سلام ټایمز ته د نوم د پټ ساتلو په شرط وویل، «په تېر وخت کې، زه د طالبانو پلوي وم، او فکر مې کاوه چې هغوی زمونږ د نېکمرغۍ او خوشحالۍ لپاره کوشش کوي،»

هغه وویل، «خو اوس دا ما، او د هلمند نورو اوسېدونکیو، ته ثابته شوې ده چې طالبان د بهرنیانو ګوډاګیان دي او د دې لپاره کار کوي چې زمونږ وطن وران کړي. له دې امله، ما وسله راواخیسته چې د خپل پلرني وطن د دښمنانو پرضد وجنګېږم.»

حکومت د ملاتړ ژمنه کوي

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وویل، په ولسي پاڅونونو کې ټول برخه وال د هلمند ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ملکي خلک دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هغوی اصلي هدف دا دی چې د طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي او په خپلو سیمو کې امنیت ټینګ کړي،»

هغه وویل، «د هغوی تر کنټرول لاندې سیمه کې، طالبانو خلک په زور له خپلو کورونو نه اېستلي دي، د هغوی ځمکې یې لاندې کړي دي، د هغوی ښوونځي یې بند کړي دي او خلک یې روغتیایي او طبي خدمتونو ته له لاسرسي څخه منع کړي دي. دغه دلیل دی چې خلک مجبور شول چې پاڅون وکړي. له اوس نه ایسته به خلک طالبان او د هغوی ظلمونه ونه زغمي.»

ځواک وویل، «ځایي حکومت به، که ضرورت شي، د پاڅونونو د غړو سره څومره چې ممکنه وي د خپل ظرفیت دننه مرسته وکړي، وسلې، مهمات او موټرونه به ورکړي. تر دې چې د پاڅونونو غړي به د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې ونیسي.»

د طالبانو له خوا شکنجه شوي، وېرول شوي

د ناوې ولسوالۍ د ولسي پاڅونونو یوه غړي حسیب الله وویل، طالبانو هغه په دې سبب نامه شکنجه کړ چې هغه د اربکي پولیسو غړی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی ما ته وویل چې زه باید هغوی ته یا خپله وسله ورکړم یا د هغې وسلې نغدي قېمت، اوس زه د ولایت مرکز ته راغلی یم او له نورو سره یوځای شوم چې د طالبانو پر ضد جګړه وکړم.»

هغه وویل، «زه له حکومت نه پیسې یا کوم نور امتیازونه نه غواړم. ټول هغه څه چې زه یې له حکومت نه غواړم دا دي چې مونږ، د دغو ولسي پاڅونونو غړو، ته یې راکړي، وسلې دي چې مونږ وکولی شو چې ترهګر طالبان له خپل ولایت څخه وباسو او خپلو کورونو ته امنیت راولو.»

په هلمند ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالحکیم وویل، «د طالبانو له خوا د رامنځته شوي وحشت او وېرې له امله زمونږ له ژوند څخه ارام او سکون تللی دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خلک غواړي چې ازاد ژوند وکړي. هغوی غواړي چې عصري علومو او ټکنالوجۍ ته لاسرسی ولري، خو له بده مرغه، خلک د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له ښوونې او روزنې څخه محروم کړای شوي دي. په حقیقت کې، طالبان د پرمختګ په لاره کې تر ټولو لوی خنډ دی.»

هغه وویل، «له دې امله، دا زمونږ، د هلمند د خلکو، وظیفه ده چې مدني احتجاجونه او د طالبانو پرضد وسله وال پاڅونونه وکړو،»

خلک، امنیتي ځواکونه متحد ولاړ دي

د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند نجیب دانش وویل، حکومت او امنیتي ځواکونه مصمم دي چې د هلمند ټول خلک او په ځانګړې توګه هغه چې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پرضد جګړه کوي خوندي او حمایه کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له امنیتي ځواکونو سره د عامو خلکو ملاتړ د خلکو د امنیت او ثبات ضامن دی. دا حقیقت چې خلک د طالبانو پر ضد په خپلو پراخو پاڅونونو سره د امنیتي ځواکونو تر څنګ متحد ودرېږي، د بل هر پخواني وخت په نسبت ډېر، دا ځواکونه تشویقوي چې طالبان مات کړي.»

څلورکاله پخوا په یوه پخواني ولسي پاڅون کې د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو پرضد راپورته شول او ګڼ کلي یې تصفیه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500