تروريزم

افغانانو په بغلان کې د ډبرو سکرو د شیعه کان کیندونکیو وژنه وغندله

د اعزازالله راپور

یو افغان کارګر د اپریل په ۱۲مه د مزارشریف په لمنو کې په یوه لارۍ کې د ډبرو سکاره باروي. افغان چارواکي وایي، د داعش اړوندو اورپکو د جنورۍ په ۶ مه په بغلان ولایت کې لږ تر لږه ۱۳ تنه د ډبرو سکرو کان کیندونکي ووژل.

یو افغان کارګر د اپریل په ۱۲مه د مزارشریف په لمنو کې په یوه لارۍ کې د ډبرو سکاره باروي. افغان چارواکي وایي، د داعش اړوندو اورپکو د جنورۍ په ۶ مه په بغلان ولایت کې لږ تر لږه ۱۳ تنه د ډبرو سکرو کان کیندونکي ووژل.

بغلان، افغانستان -- افغان چارواکي او هېوادوال په بغلان ولایت کې د ډبرو سکرو د لږ تر لږه ۱۳ تنو کارګرو وژنه په سختو ټکو غندي.

سمدلاسه هېڅ ګروپ د دغو وژنو مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو حکومت ملامتیا پر داعش ورواچوله، او وایي چې هغوی په افغانستان کې په منظمه توګه حملې ترسره کوي.

د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري سلام ټایمز ته وویل، «د جمعې په ورځ /د جنوري ۶ مه/ د داعش اړوندو اورپکو په یاده ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۳ تنه شیعه هزاره کان کیندونکي ووژل.»

هغه وویل، «د اقلیتونو پر ضد دا وروستۍ حمله په انارک کلي کې ترسره شوه،»

امیري وویل، ټول قربانیان د دایکندي د مرکزي ولایت اوسېدونکي ول. هغه وویل، وسله والو په هغه بس باندې چې کارګرو په کې سفر کاوه حمله وکړه، له موټر نه یې راښکته کړل او بیا یې ووژل.

د ولایت د امنیې قوماندان تورن جنرال امین الله امرخېل وویل، دغه کارګران کور ته روان ول چې اورپکو یې بس ته کمین ونیو.

هغه وویل، پولیس سیمې ته استول شوي چې پلټنه ترسره کړي او دا مطمئنه کړي چې نور کارمندان خوندي شي.

د بغلان والي عبدالستار بارز سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د پېښې پلټنه کوو او انتقام به یې واخلو،»

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د جنورۍ په ۶ مه په کابل کې وویل، افغان حکومت د دې قضیې څېړنه کوي او له امنیتي ځواکونو سره کار کوي چې وضعیت کنټرول کړي.

هغه وویل، یاغیان غواړي چې د افغانستان خلک سره ووېشي، خو افغانان سره متحد ولاړ دي.

هغه وویل، «زمونږ خلک پوهېږي چې د هغوی دښمنان څوک دي،»

د داعش منافقت

د افغان حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په کابل کې وویل، په بغلان کې د هزاره وو وژنه مذهبي او نژادي بڼه لري.

هغه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «قربانیان هزاره او شیعه ول،»

هغه وویل، قربانیانو په کان کې د دې لپاره کار کاوه چې خپلې کورنۍ حمایه کړي او نه نظامي کسان ول نه سیاسي فعالان.

محقق زیاته کړه، دغه حمله د اورپکو لپاره یو «شرم» دی او ښیي چې «هغوی د خلکو تر منځ هېڅ ځای نه لري.»

د بامیان لسګونه قهرېدلي اوسېدونکي د شنبې په ورځ /د جنوري ۷ مه/ په کابل کې راټول شول چې په حکومت باندې فشار واچوي څو په مذهبي او اتنیکي اقلیتونو باندې د حملو مخنیوی قوي کړي.

د بامیانو ولایت د مدني حقونو یوه فعال میلاد حسیني فیروزي چې په دغه لاریون کې یې برخه اخیستې وه، د هزاره ګانو پخوانیو ډله ییزو وژنو ته په اشارې سره وویل، «دغه وژنې په افغانستان کې د هزاره ګانو د جینوسایډ دوام دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا د داعش او یاغیانو یو غیر انساني عمل دی چې خلک وژني. په اسلام او زمونږ په عنعناتو کې د داسې عمل او خلکو لپاره هېڅ ځای نشته.»

افغانان فرقه یي اختلاف ردوي

د افغان حکومت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله یوه ویاند فریدون خوځون وویل، داعش د یاغیانو یوازنی ګروپ دی چې غواړي افغانان د فرقه یي حملو له لارې سره ووېشي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا یو غیرانساني عمل دی چې داعش ترسره کړی دی، چې غواړي په هېواد کې د سوني او شیعه ترمنځ جګړه پیل کړي. مونږ متحد او یو ملت یو -- نه سوني شته او نه شیعه، بلکه لومړی مونږ افغانان یو.»

په کابل کې مېشت یوه دیني عالم مولوي محمد ایاز نیازي وویل، داعش «هڅه کوي چې په افغانستان کې فرقه یي جګړه راوپاروي او زمونږ ملت سره ووېشي.»

هغه وویل، په اسلام کې د بې ګناه خلکو وژل منع دي، او زیاته یې کړه چې د ډبرو سکرو د کان کیندونکي «بې ګناه خلک او په بغلان کې عادي کاریګر ول.»

د ځوانانو یوه سازمان، د نن ځوانه مدني ټولنه، وویل، د قومي او نژادي توپیرونو په اساس د ملکي خلکو وژل یو جنګي جنایت دی.

د نن ځوانه مدني ټولنه یوه غړي روح الله حیدري وویل، د بې ګناه خلکو وژل د بخښنې وړ نه دي او نه هم د هېرولو وړ دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په ټولنه کې د داعش لپاره هېڅ ځای نشته.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500