اقتصاد

د افغانستان د مرکزي سیمې کلی دوامداره پرمختګ ته ښه راغلاست وایي

د نړیوال بانک ګروپ

د ملي پيوستون پروګرام (NSP) په مرسته د دغه کلي خلک د دې جوګه شول چې د خپلې ټولنې د انکشافي شورا (CDC) له لارې د اوبو د رسد سیستم جوړ کړي. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

د ملي پيوستون پروګرام (NSP) په مرسته د دغه کلي خلک د دې جوګه شول چې د خپلې ټولنې د انکشافي شورا (CDC) له لارې د اوبو د رسد سیستم جوړ کړي. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

شهرستان ولسوالي، دایکندي ولایت -- باد لګېږي، او د پایی ورغه الودل د کلي په ونو او بوټو کې کې ژیړې او شنې پاڼې شڼهار کوي.

دا د ماسپښین وخت دی او د کلي زیاتره خلک په خپلو کورونو کې دي، ارامه چوپتیا کله کله د ماشومانو د لوبو په غږ ماتیږي.

د دې کلي ۴۰ کلنه اوسېدونکې فاطمه په هغه نل خپل لوښي وینځي چې د هغې په انګړ کې لګول شوی دی.

هغه وایي، «ژوند اوس ډیر اسان دی. زه اوس دې ته ضرورت نه لرم چې اوږد مزل وکړم او له څا نه اوبه راوړم.»

د پایی ورغه الودل کلي اوسیدونکي وایي چې هغوی د ملي پیوستون پروګرام له مالي مرستو څخه مطمئن دي او په دې خوښ دي چې پاکو اوبو ته لاسرسی لري. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

د پایی ورغه الودل کلي اوسیدونکي وایي چې هغوی د ملي پیوستون پروګرام له مالي مرستو څخه مطمئن دي او په دې خوښ دي چې پاکو اوبو ته لاسرسی لري. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ شاوخوا ۲۴۰ کورنۍ د پایی ورغه الودل په کلي کې اوسیږي چې په دغه کلي کې مناسبو او پاکو اوبو ته د لاسرسی د نشتوالي له کبله په ناروغیو کې زیاتوالی راغلی وو.

د ولس د انکشافي شورا (CDC) یو ۴۷ کلن غړی، محمد داود وایي، «مونږ به د ځان لپاره د څښلو اوبه له چینو نه راوړې او مونږ د نري رنځ زیاتې ناروغۍ لرلې. اوس خلک د نل له سیستم څخه اوبه څښي او د ناروغانو په شمېر کې کموالی راغلی دی.»

دغه ستونزه هغه وخت هواره کړای شوه چې د دغه کلي اوسیدونکیو د ملي پیوستون د پروګرام (NSP) په مرسته د اوبو د رسد سیستم جوړ کړ. دغه پروګرام د افغان دولت له خوا د کلیو د پراختیا لپاره د پام وړ یو پروګرام دی.

د سي ډي سي له خوا لګول شوی د اوبو رسونې دغه سیستم د ۲۰۱۵ په نومبر کې بشپړ کړی شو چې له ۵۵ څخه زیاتو ګټه اخیستونکو کورنیو ته د یوه ټانک په ذریعه چې د نوي ویستل شوي کوهي سره لګول شوی دی، د ښه اوبو رسد یقیني کوي.

د دغه کلي خلک وایي چې د اوبو د دغه نوي سیستم په لګیدلو سره هغوی په عفوني ناروغیو کې د پام وړ کمی لیدلی دی او د اوبو دغه سیستم په نورو برخو کې هم کلیوالو ته ګټه رسوي.

د ۷ ټولګي زده کوونکی، ۱۴ کلن جان علي وایي، «پخوا به ما د اوبو راوړلو لپاره په ورځ کې درې ځله ۵۰۰ متره پیاده سفر کاوه. د اوبو د رسد د سیستم نه مخکې ... به ما همیشه په خره اوبه راوړې. اوس زه زیات وخت لرم.»

ښځې په تصمیم نیولو کې برخه اخلي

د ملي پیوستون پروګرام د کلیود بیارغونې او پراختیا د وزارت له خوا پلي کیږي. نړیواله پرمختایي اداره، د بې وزله هیوادونو لپاره د نړیوال بانک ګروپ مالي مرسته، د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق، د جاپان ټولنیز انکشافي صندوق او دوه اړخیز بسپنه ورکوونکي د ملي پیوستون پروګرام حمایه کوي.

د ولس انکشافي شورا په ۲۰۰۳ کې په دایکندي کې کار پیل کړ او د دغه ولایت په ټولو اتو ولسوالیو کې یې کار وکړ او په ټول ولایت کې یې په ولس کې ۷۵۰ انکشافي شوراګانې جوړې کړې. دغه پروګرام ۱۶۰۰ پروژې د ټرانسپورټ، ښوونې روزنې او د څښلو د اوبو په برخه کې بشپړې کړې.

خو تر ټولو ډېره مهمه لاسته راوړنه د ښځو پیاوړي کول دي.

د ملي پيوستون د پروګرام ولایتي آمرعلي جان وایي، «په دایکندي کې زموږ تر ټولو ستره بریا د ټولنې په انکشافي شوراګانو کې د ښځو مساوي ګډون کول دي. ښځې د ملي پیوستون د پروګرامونو د پریکړې کولو په پروسه او فعالیتونو کې په فعاله توګه برخه اخلي.»

په پای ورغه الودل کلي کې ښځې د ټولنې د انکشافي شورا نیمایي برخه دي او د رهبرۍ رول لوبوي.

د ټولنی د انکشافي شورا یو ۶۵ کلن غړی نور حسین وایي چې د هغه ښځه هم د ټولنې د انکشافي شورا ټاکل شوي غړي ده. نوموړي زیاته کړه، «د پروژو په ښه توګه پلي کولو لپاره ښځې له مونږ سره ډیره مرسته کوي.»

د بریا لپاره د کليوالو مرسته مهمه ده

پایې ورغه الودل کلي د ملي پیوستون د پروګرام دوه دورې مرستې ترلاسه کړي دي. په لومړي ځل په ۲۰۰۴ کې کلیوالو ۸۴۵ متره اوږد حفاظتي دیوال جوړ کړ او ۸۲ سولر تختي یې واخیستلی.

د ملي پیوستون پروګرام له خوا په ۲۰۱۳ کې د بسپنې ورکولو په دویم پړاو کې چې ټولې ۲.۳ ملیونه افغانۍ (۳۴۴۳۰ امریکایي ډالر) ورکول شوې وې، د پايی ورغه الودل په کلي کې د اوبو د رسد سیستم او ۶۱ بیت الخلاګانې جوړ کړای شول.

د ملي پیوستون پروګرام کې د کليوالو مرسته د پام وړ رول لوبوي او د اوږدې مودې لپاره د پروګرام تاثیر ته دوام ورکوي.

سید علي جان وایي، «که څه هم سرکونه په دایکندي کې ښه نه وو او د پروژو لپاره د موادو رسول مشکل وو، خو د ملي پیوستون پروګرام دغه پروژې په بریالیتوب سره بشپړې کړې. دا ځکه چې له مونږ سره د کلیوالو کلکه مرسته شامل وه.»

یو کلیوال، ۳۲ کلن محمد علي وایي، «هغه ټولې پروژې چې موږ د ملي پيوستون پروګرام په مرسته پلي کړي دي، زمونږ په کلي کې یې ډیر بدلونونه راوستلې دي. اوس مونږ کلینیک ته ژر رسیدلی شو، موږ پوره اوبه لرو او موږ له سیلاب څه ویره نه لرو.»

[نړیوال بانک ګروپ په خپله ویب پاڼه http://www.worldbank.org/terms د ورکړل شوي قوانینو او مقرراتو سره سم د دې موادو د کارولو اجازه ورکوي.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500