تروريزم

کارپوهان: ۲۰۱۶ کال د داعش د ختمېدلو پیل وو

له قاهرې نه د ولید ابوالخیر راپور

د داعش وړتیاوې د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې مخ په ځوړي روانې شوې. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د نومبر په میاشت کې په الرقه ښار، چې په عکس کې ښکاري، حمله وکړه چې له داعش نه یې بېرته ونیسي. [عکس له الرقه په پټه خوله حلالول کېږي/الرقه تذبح بصمت وېب سایټ څخه]

د داعش وړتیاوې د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې مخ په ځوړي روانې شوې. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د نومبر په میاشت کې په الرقه ښار، چې په عکس کې ښکاري، حمله وکړه چې له داعش نه یې بېرته ونیسي. [عکس له الرقه په پټه خوله حلالول کېږي/الرقه تذبح بصمت وېب سایټ څخه]

دمشق -- کارپوهانو دیارونا ته وویل، تېر کال په سوریې او عراق کې د داعش زوال شروع شو، چې دغې ډلې تر خپل کنټرول لاندې ډېرې سیمې او مشران له لاسه ورکړل.

د دغې ډلې زوال هغه وخت چټک شو چې د هغوی تر کنټرول لاندې دوه ښارونو - په سوریه کې الرقه او په عراق کې موصل - د بېرته نیولو لپاره عملیات شروع شول.

د اکتوبر په ۱۷مه، له دوه کاله سختو تیاریو او روزنې څخه وروسته، ګډو عراقي ځواکونو یو عملیات شروع کړ چې موصل بېرته ونیسي او له هغه وخت راهیسې یې د دغه ښار د ختیځ ډېره برخه بېرته نیولې ده.

د نومبر په ۵ مه، د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د فرات قهر/Wrath of the Euphrates/ په نامه کمپاین شروع کړ چې له داعش څخه الرقه او د هغه داخلي سیمې بېرته ونیسي.

د دغو عملیاتو په لومړۍ مرحله کې د الرقه خواوشا کلیو کې ګڼ شمېر کلي او باغونه ازاد کړای شول، او دویمه مرحله، چې د ډسمبر په ۱۰مه پیل شوې ده، دا وخت لا روانه ده.

د دغو عملیاتو هدف دا دی چې الرقه تجرید او داعش په کې دننه ایسار کړي.

نړیوال ایتلاف عراقي ځواکونو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ته د داعش پر ضد د هغوی د جګړې په بهیر کې هوایی ملاتړ برابروي.

د ترهګرو ګروپونو چارپوه او د مصر د پوځ متقاعد افسر تورن جنرال وایل عبدالمطلب دیارونا ته وویل، «۲۰۱۶ کال د داعش پر ضد د سختو نړیوالو هوایي حملو کال وو،»

په سوریه کې، د ایتلاف د ملاتړ په وجه د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د جګړې په ډګر کې وتوانېدل چې په ۲۰۱۶ کال کې منبیج او په ۲۰۱۵ کال کې د کوباني او تل ابیض ښارونه ازاد کړي.

د اکتوبر په ۱۶مه، د ازادې سوریې پوځ (اېف اېس ای) ګروپونو د ترکیې په ملاتړ د فرات د سپر عملیاتو/Operation Euphrates Shield د درېیمې مرحلې په ترڅ کې په شمالي حلب کې له داعش څخه کلي او ښارګوټي ونیول چې د دبیق سمبولیک ښارګوټی هم په کې شامل وو.

د ازادې سوریې پوځ ځواکونو د اګست په ۲۴مه د جرابلس ستراتیژيک ښارګوټی هم ونیو.

عبدالمطلب وویل، د منبیج او جرابلس په له لاسه ورکولو سره «داعش د سوریې خاورې ته د ورننوتلو او ترې راوتلو لپاره ازاد حرکت څخه محروم شو.» نوموړي یاده کړه چې دغو ځایونو د هغوی لپاره د قاچاق شویو تېلو او سوداګرۍ لپاره د حیاتي دهلېزونو رول لوباوه او هم له نورو سیمو سره د اتصال ټکي ول.

په عراق کې، داعش د عراقي پوځ او پېشمرګه ځواکونو له لاسه تلفات ولیدل، چې هغوی د تکرېت، سنجار، رمادي او فلوجه ښارونه ترې بېرته ونیول.

د داعش د تمویل د سرچینو ورانول

د قاهرې پوهنتون اقتصادپوه نصر الاسیوطي وویل، ۲۰۱۶ کال «د تمویل له لحاظه د داعش لپاره له ستونزو ډک وو، ځکه چې ایتلافي هوایي حملې د دې سبب شوې چې د دغې ډلې د تامین اکثره هغه لارې ویجاړې کړي چې هغوی د تېلو او نورو غلا کړای شویو موادو د خرڅانه لپاره کارولې.»

هغه دیارونا ته وویل، بالاخره، د زراعتي حاصلاتو، مالوچو او انتیک څیزونو په شمول د سوداګرۍ ټول هغه ډولونه چې دغه ګروپ په کې ښکېل وو له کاره وغورځول شول.

داعش خپل اکثر فعالیتونه د القیاره په شمول په سیمه کې له موجودو څاګانو نه د خامو تېلو په قاچاق کولو او د موصل جنوب ته وړلو سره چې په عراق کې یو له تر ټولو پخوانیو او ډېرو مهمو د تېلو مرکزونو څخه دی تمویلول.

داعش د اګست په ۲۵مه له القیاره څخه په شا وتمبول شو چې په دې توګه یې په عراق کې خپله وروستۍ او تر ټولو مهمه په تېلو غني سیمه له لاسه ورکړه.

الاسیوطي وویل، «نړیوال ایتلاف همدارنګه وکولی شو چې امنیتي - مالي محاصره کلکه کړي، چې په نتیجه کې یې هغه فنډونه چې یاد ګروپ له بهر څخه ترلاسه کول هم پرې شول.»

راپورونو ویلي چې، د فنډونو له لاسه ورکولو د دغه ګروپ په مالي وړتیاوو باندې سخت تاثیر وکړ، او مجبور یې کړل چې د خپلو جنګیالیو تنخاګانې نیم په نیمه راکمې کړي.

هغه وویل، دا کار د دې سبب شو چې د هغوی اکثر کسان له سوریې او عراق څخه بهر وځي، یا داسې سیمو ته لاړ شي چې هغه د داعش تر کنټرول لاندې نه دي.

هغه زیاته کړه، «مالي تشویقات تر ټولو ډېره مؤثره وسیله وه چې دغه ګروپ وکاروله چې خپلو لیکو ته جنګیالي ورجلب کړي، او له دې وسلې پرته، د جنګیالیو جریان قطع شو.»

د لومړي کرښې د قوماندانانو له لاسه ورکول

په ۲۰۱۶ کال کې د ګڼو ستراتیژیکو ښارونو او د تېلو د قاچاق د لارو په له لاسه ورکولو سربېره، داعش په منظمه توګه خپل جیګپوړي مشران چې د خپلو پلویانو په منځ کې یې سخت نفوذ ترلاسه کړی وو له لاسه ورکړل.

یوه سوریایي ژورنالست محمد ال عبدالله چې په قاهره کې اوسېږي وویل، «په ۲۰۱۶ کال کې، دغه ګروپ خپل ډېر د لومړۍ کرښې قوماندانان له لاسه ورکړل چې دا حالت یې په لیکو کې د سخت کشمکش او د جګړې په ډېرو ډګرونو کې د ډله ییزو او انفرادي تېښتو سبب وګرځېد.»

هغه دیارونا ته وویل، همدارنګه د داعش عناصر د القاعدې پخوانۍ ملګرې، النصره جبهې ته، چې اوس د فتح الشام جبهې په نامه یادېږي، ورغلل.

پنتاګون د سپتمبر په ۱۲مه تایید کړه چې په جیګپوړو مشرانو کې چې ایتلاف په نښه کړل د داعش ویاند ابو محمد العدناني، چې اصلي نوم یې طه صبحی فلاحه دی، هم شامل وو. نوموړی د اګست په ۳۰ مه په یوه هوایي حمله کې د سوریې په شمال کې ووژل شو.

ال عبدالله وویل، العدناني «د قوماندې په حساب د ګروپ مشر ابوبکر البغدادي پسې دویم کس» وو.

د جولای په میاشت کې، دې ډلې د عراق په الشرقاط ښار کې د خپل جیګپوړي قوماندان ابوعمر الشیشاني، چې اصلي نوم یې ترخان باتیراشویلي وو، مړینه تایید کړه. شیشاني اکثر د عراق او سوریې تر منځ تګ راتګ کاوه.

پنتاګون د ډسمبر په ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د نومبر په میاشت کې د ایتلاف یوه هوایي برید په الرقه کې تونسي بوباکر الحکیم، «چې یو کلیدي څېره وه او داعش ته د اسانتیا برابرولو او بهرنیو عملیاتو کې یې لا له پخوا نه رول درلود او اوس یې هم په کې کار کاوه» وواژه.

ال عبدالله وویل، د داعش «د اطلاعاتو وزیر» وایل الفیاد، چې په ابو محمد الفرقان باندې مشهور وو، د سپتمبر د ۷ مې په یوه دقیق برید کې په الرقه کې ووژل شو. په ورته ډول، د داعش د تېلو د عملیاتو مسؤل سمیع محمد ال جبوري د اګست میاشت کې د عراق - سوریې سرحد سره نژدې القائم‎‎ کې ووژل شو.

هغه زیاته کړه، د جولای په میاشت کې د حلب په کلیوالو سیمو کې د تشرین بند سره نژدې سیمه کې کردي ځواکونه وتوانېدل چې «د داعش امیر ابو فراس سفراني» ووژني.

ال عبدالله وویل، د نومبر په میاشت کې په یوه حمله کې چې دالرقه په کلیوالي سیمو کې وشوه ابو محمد البنیاسي چې د موټر بمونو رسمي مسؤل وو ووژل شو، په داسې حال کې چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د داعش امیر اسامه التونسي په منبیج باندې د جون د میاشتې په حمله کې وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500