ديپلوماسي

کتونکي:‌ افغان عوام او طالبان له جنګ نه ستړي دي

د نجیب الله راپور

ویرجن خلک د جنورۍ په ۱۱مه په کابل کې د جنورۍ د ۱۰مې د بمي برید د یوه قرباني جنازه لېږدوي. د جنورۍ په ۱۰مه د افغانستان په درې ښارونو کې ترهګریز بمي بریدونه وشول چې خواوشا ۵۰ کسان یې ووژل. چارواکي وایي چې سلګونه طالبان چې له جنګ نه ستړي شوي دي تسلیمېږي. [شاه مری/ ای اېف پي]

ویرجن خلک د جنورۍ په ۱۱مه په کابل کې د جنورۍ د ۱۰مې د بمي برید د یوه قرباني جنازه لېږدوي. د جنورۍ په ۱۰مه د افغانستان په درې ښارونو کې ترهګریز بمي بریدونه وشول چې خواوشا ۵۰ کسان یې ووژل. چارواکي وایي چې سلګونه طالبان چې له جنګ نه ستړي شوي دي تسلیمېږي. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- چارواکي او تحلیلګران وایي،‌ یو زیات شمېر طالبان د افغان حکومت پر ضد جګړې نه لاس اخلي او دې ته ترجیح ورکوي چې د سولې پروسې سره یوځای شي، ځکه افغان عوام او طالبان دواړه د ناپایه جګړې له امله ستړي شوي دي.‌

د افغانستان د سولې د عالي شورا (HPC) یوه سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وویل،‌ جګړې خلک ستړي کړي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «دا یوازې عادي خلک نه دي چې له جګړې نه ستړي شوي دي، طالبان هم ستړي شوي دي... او دې ته لېوال دي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.‌»

هغه وویل،‌ «سږ کال،‌ د طالبانو ډېر ګروپونه د سولې پروسې سره یوځای شول، چې دا کار په بریالیتوب سره پرمخ روان دی،»

د افغانستان د ولسي جرګې غړي، د پوهنتونونو استادان او د مدني ټولنې غړي د جنورۍ په ۸ مه په کابل کې د دې لپاره سره راټول شوي دي چې د دوامدارې سولې د رامنځته کولو د لارو چارو په هکله خبرې اترې وکړي.‌ د غونډې برخه والو په طالبانو او افغان حکومت تاکید وکړ چې د سولې خبرو ته دوام ورکړي. [نجیب الله]

د افغانستان د ولسي جرګې غړي، د پوهنتونونو استادان او د مدني ټولنې غړي د جنورۍ په ۸ مه په کابل کې د دې لپاره سره راټول شوي دي چې د دوامدارې سولې د رامنځته کولو د لارو چارو په هکله خبرې اترې وکړي.‌ د غونډې برخه والو په طالبانو او افغان حکومت تاکید وکړ چې د سولې خبرو ته دوام ورکړي. [نجیب الله]

د جګړې ضد حرکت، چې د پوهنتونونو د استادانو، د پارلمان د غړو او د مدني ټولنې د فعالانو یو ګروپ دی، د جنورۍ په ۸ مه په کابل کې سره راټول شو چې د دوامدارې سولې لپاره د فرصتونو او ننګونو په شمول د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې وکړي.‌

د کانفرانس په ترڅ کې، د کابل استاد فیض محمد ځلاند، چې د جګړې ضد حرکت یو مشر دی،‌ وویل، په وروستیو وختونو کې هغه په قطر کې له یو شمېر طالب مشرانو سره ولیدل او د هغوی په چلند کې یې تغیر وموند.‌

هغه وویل،‌ «پخوا طالبانو د سولې په خبرو کې د برخه اخیستنې لپاره د بهرنیو ځواکونو بشپړه وتنه د مخکې تر مخکې شرط په توګه یادوله.‌ اوس طالبان له دغې غوښتنې نه تېر شوي دي او دې ته تیار دي چې له هر ډول مخکې تر مخکې شرطونو پرته خبرې وکړي.»‌

د سولې پروسه

قاسمیار وړاندوینه وکړه چې،‌ د مخالفو ګوندونو په برخه کې د روان وضعیت په هکله زیاتېدونکي معلومات به ډېر طالبان دې ته وهڅوي چې جګړه بس کړي.‌

هغه د افغان حکومت او حزب اسلامي افغانستان تر منځ د سولې هغې هوکړې ته چې له ډېره وخته پرې خبرې کېدې او په تېر سپتمبر کې وشوه اشاره وکړه.‌

هغه وویل،‌ «د سولې د تړون له لاسلیک کېدلو څخه وروسته، اوس د طالبانو ډېر غړي له دې سره علاقه لري چې د سولې پروسې سره یوځای شي،»‌

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سپتمبر په ۲۹مه له افغان ولسمشر اشرف غني سره د سولې تړون لاسلیک کړ، چې د افغان حکومت پر ضد د دغې ډلې ۱۴کلنه جګړه یې پای ته ورسوله.‌

هغه وخت، حکمتیار په نورو اورپکو ګروپونو تاکید وکړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي.‌

په تېرو څو میاشتو کې، سلګونه طالب اورپکو له تاوتریخوالي نه لاس اخیستی، تسلیم شوي او د سولې پروسې سره یوځای شوي دي.‌

په تر ټولو تازه پېښه کې،‌ د طالبانو دوه ګروپونه د ډسمبر په ۶ مه په بدخشان ولایت کې تسلیم شول چې په یمګان ولسوالۍ کې د طالبانو مشر قاري محراب هم په کې شامل وو.‌

قاري محراب وویل، هغه ۱۱ کاله مخکې په پاکستان کې مذهبي او پوځي ټریننګ ترلاسه کړ او له ۷ کلونو راهیسې په بدخشان ولایت کې جنګېده.‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې،‌ هغه په خپلو کارونو پښېماني وښودله، چې په هغو کې د ده داسې رول هم شامل وو چې نیول شوي عسکر یې په ډله ییز ډول وژلي وو، او وعده یې وکړه چې د طالبانو پر ضد به وجنګېږي‌.‌

محلي چارواکو سلام ټایمز ته وویل،‌ د قاري تر څنګ د هغه د ګروپ ۲۰ کسان هم تسلیم شول.‌ همدارنګه یو بل ۱۱ کسیز ګروپ په شهدا ولسوالۍ کې هم تسلیم شو.‌

سلګونه طالبان تسلیم شول

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد وویل،‌ «په تېرو درې میاشتو کې،‌ سلګونه وسله وال طالبان په بدخشان ولایت کې د سولې پروسې سره یوځای شوي دي.»‌

د طالبانو یو بل جیګپوړی چارواکی مولوي امان الله چې ځان یې د طالبانو د حج د چارو مسؤل ښودلی هم د هغو کسانو په ډله کې شامل دی چې تسلیم شوي دي.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس، هغه وویل،‌ «ما د طالبانو په جګړو کې برخه واخیسته او ومې لیدل چې زما د کسانو ذهنونه منحرف کېدل او هغوی د اسلام پر ضد کارونه کول. بیا مونږ د سولې پروسې سره یوځای شوو.»

د طالبانو د ډلې یوه پخواني غړي نظرمحمد مطمئن وویل،‌ د سولې لپاره اساسي هلې ځلې تشویقوونکې دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «خو د دې لپاره چې سولې ته ورسېږو، مونږ د افغان حکومت او طالبانو نورو هڅو ته ضرورت لرو،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500