سوداګري

د ملکي مامورینو د استخدام پروګرام په افغان حکومت باندې تاثیر شروع کړ

نړیوال بانک

د افغانستان د نتایجو لپاره د ظرفیت جوړونې پروګرام (سي بي آر) په حکومتي ادارو کې د غوره مهارتونو د استخدام او روزنې لپاره مهمو وزارتونو ته د فنډونو ورکولو له لارې کار کوي. تر اوسه پورې، ۴۰٪ روزل شوي کسان ښځې دي. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

د افغانستان د نتایجو لپاره د ظرفیت جوړونې پروګرام (سي بي آر) په حکومتي ادارو کې د غوره مهارتونو د استخدام او روزنې لپاره مهمو وزارتونو ته د فنډونو ورکولو له لارې کار کوي. تر اوسه پورې، ۴۰٪ روزل شوي کسان ښځې دي. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

کابل -- په داسې حال کې چې له خړو پردو څخه یوه نازکه رڼا کوټې ته داخلېږي، ۳۱ کلن احمد مسعود صمیم او د هغه همکاران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د استخدام لپاره عریضې ګوري.

مسعود، چې له هند نه یې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده، له ۲۰۱۳ کال راهیسې د استخدام د رییس په توګه کار کوي.

نوموړی په دغه وزارت کې د افغانستان د نتایجو لپاره د ظرفیت جوړونې پروګرام (سي بي آر) له لارې مقرر شوی وو. دا پروګرام له هغو وزارتونو سره، د لوړ پوړو مامورینو، د ریفورمونو د حمایې لپاره د تخنیکي مرستې، او ملکي خدمت د ټریننګ لپاره د فنډ برابرولو له لارې، کار کوي چې د خدمتونو د ترسره کولو او اقتصادي ودې په برخه کې اساسي رول ترسره کوي.

حکومتي وزارتونه د ماهرو کسانو او مسلکي ظرفیت د کمي له وجې د مدیریت او رهبرۍ یا لیډرشیپ په سطحو له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. په نتیجه کې، حکومتي پروګرامونه اکثر وختونه هغسې په مؤثره او ګټوره توګه نه تطبیقیږي څنګه چې باید شي.

دغه پروګرام له ۳۰ پروګرام پلي کوونکیو وزارتونو او مستقلو ادارو سره کار کوي. دا پروګرام پلان لري چې په خپله موجوده دوره کې ۱۵۰۰ ماهر او مسلکي کارمندان د مدیریت او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په نورو موقفونو کې په کار وګوماري. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

دغه پروګرام له ۳۰ پروګرام پلي کوونکیو وزارتونو او مستقلو ادارو سره کار کوي. دا پروګرام پلان لري چې په خپله موجوده دوره کې ۱۵۰۰ ماهر او مسلکي کارمندان د مدیریت او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په نورو موقفونو کې په کار وګوماري. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

خو په حکومتي دوایرو کې د ماهرو کارمندانو مقرري په تدریج سره تاثیر کوي.

مسعود چې له ۸ کلونو راهیسې یې د استخدام په برخه کې کار کړی دی وویل، «ماهر او مسلکي کارمندان زمونږ حکومتي ادارو ته د سي بي آر له لارې راځي.»

هغه وویل، «دا به په وزارتونو کې مؤثریت ته وده ورکړي او د اداري فساد فرصتونه به راکم کړي. دا کار زما په دفتر کې ښه څرګند دی، چېرې چې مونږ په اجرأتو کې ښه والی لیدلی دی.»

ډېر باکفایته وزارتونه

حکومت د سي بي آر پروګرام په ۲۰۱۲ کال کې د دې لپاره پيل کړ چې په پروګرام تطبیقوونکیو وزارتونو او مستقلو ادارو کې د ریفورمونو په ټاکلیو برخو کې ظرفیت او اجرأتو ته وده ورکړي.

د پروګرام روانه دوره د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې دوام کوي. د سي بي آر ټوله بودجه چې ۱۵۰ میلیونه ډالر (۱۰ میلیارده افغانۍ) ده د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق (ای آر ټي اېف) له لارې، چې نړیوال بانک یې اداره کوي، وړاندې کېږي.

د سي بي آر فعالیتونه، د نورو هدفونو تر څنګ، د دې لپاره ترسره کیږي چې د وزارتونو ظرفیت داسې لوړ کړي چې خپلې پرمختیایي بودجې په مؤثره توګه مصرف کړي، کاري پروسې سره یو لاس او ګټور وګرځوي، او د کیفیت د کنټرول او تطابق معیارونو ته چې د هغوی د ریفورمونو د پروګرامونو په واسطه ټاکل شوي دي انکشاف ورکړي.

دغه پروګرام له ۳۰ وزارتونو او مستقلو ادارو سره کار کوي. دا پروګرام پلان لري چې په خپله موجوده دوره کې ۱۵۰۰ ماهر او مسلکي کارمندان د مدیریت او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په نورو موقفونو کې په کار وګوماري.

تر اوسه پورې، سي بي آر ۷۵۱ تنه مسلکي کارمندان انتخاب کړي دي، چې په هغو کې په یو شمېر وزارتونو کې د ولایتونو لپاره د کرنې د رییسانو او د استخدام یا بشري ځواک د رییسانو موقفونه شامل دي.

د دولتي موسساتو ظرفیت جوړونه هم د سي بي آر لپاره کلیدي اهمیت لري، او پلان لري چې د ملکي خدمت په انسټیټیوټ کې په مجموعي توګه ۲۰۰ ملکي مامورین وروزي.

دغه پروګرام تر اوسه پورې ۹۳ تنه ملکي مامورین روزلي دي، چې د روزل شویو کسانو له جملې څخه ۴۰٪ ښځې دي. کارمندان د ۱۴ میاشتو په مخه روزل کیږي، چې له هغې وروسته هغوی خپلو دفترونو ته ستنېږي چې له خپلو زده کړو مهارتونو څخه استفاده وکړي.

قوي سیاسي ملاتړ

د سي بي آر تطبیق د اصلاحاتو د عالي شورا له خوا چې ولسمشر غني په ۲۰۱۵ کال کې تاسیس کړې وه څارل کیږي.

د سي بي آر رییس نجیب الله وردک وویل، «مونږ کلیدي خلک په داسې ځایونو کې مقرروو چې هلته کاري فرصتونه او عواید رامنځته کیږي. دا به مرسته وکړي چې د هېواد عایداتي سرچینې دوران وکړي او اقتصادي پایښت او ځان بسیاینې ته به ورسېږي.»

عارضان د ملکي خدمت د قانون په اساس د یوې روښانه پروسې له لارې مقررېږي.

مقرر شوي کارمندان په عمومي توګه د لوړو زده کړو ډګریانې او کافي اندازه تجربه لري چې د پروګرام له خوا په ټاکل شویو معیارونو برابر وي. هغوی ته د سي بي آر د بودجې له لارې تنخاګانې ورکول کیږي، او همدارنګه دا پروګرام هغوی ته تشویقي تادیات هم کوي.

د ملکي خدمت له مقرراتو سره سم، د تقرر ۳۰٪ سهم د ښځو لپاره په پام کې بېل شوی دی. تر اوسه پورې، په بېلابېلو وزارتونو کې د رهبرۍ په بېلابېلو موقفونو کې ۸ تنه باکفایته ښځې په کار ګومارل شوي دي.

البته، دغه پروګرام د ټولو موقفونو یا پوزېشنونو د ډکولو، او همدارنګه د ښارونو پر ځای په ولایتونو کې د کار کوونکیو داسې علاقه مندو کاندیدانو چې صحیح تجربه او تحصیل ولري، د موندلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی.

وردک وویل، «له ډېرو ننګونو سره سره هم، مونږ دا اداره کړې ده چې غټې لاسته راوړنې ولرو. حکومت د دې پروګرام لپاره قوي سیاسي ملاتړ برابروي، چې هغه یې لا ډېر بریالی ګرځوي.»

[نړیوال بانک په خپل وېب سایټ http://www.worldbank.org/terms کې د یادو شویو مقرراتو او شرایطو په پام کې نیولو سره له دې موادو څخه د کار اخیستنې اجازه ورکوي.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

20 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه پروګرام دی، په دې شرط چې په انصاف او عادلانه توګه ټول هغه تعلیم یافته افراد ونیسي چې هغوی خپل تحصیلونه بشپړ کړي او ټنونه خوبونه او هیلې لري. دوه کاله کیږي چې زه د هرات پوهنتون نه فارغ شوی یم، او تر اوسه پورې، زه لا بیکاره یم او ډیرې ستونزې لرم. زمونږ، یعني ځوانانو په هکله فکر وکړئ، هغه خلک چې پیسې یا کوم قوي او بانفوذه ملګري نه لري. مونږ یوازې خدای پاک لرو.

ځواب ورکړئ

دا یو ډیر ښه او مناسب عمل دی.

ځواب ورکړئ

دا یو ډیر ښه پروګرام دی.

ځواب ورکړئ

هو. دا زمونږ د وزیرانو د ظرفیت د لوړولو لپاره یو ښه او مؤثر پروګرام دی.

ځواب ورکړئ

ښه دی.

ځواب ورکړئ

تاسو یوه ډېر ښه ټکي ته اشاره کړې ده. زمونږ د ګران هېواد د لږ پرمختګ له عواملو څخه یو دا دی چې کارونه د کار اهل ته نه دي ورسپارل شوي، چې دغه حالت د اقتصادي منابعو د ناکافي لګښت سبب ګرځېدلی دی. وخت، چې د بشر په ژوند کې تر ټولو ډېر قېمتي شی دی، د تجاربو او مسلکیتوب په نشتوالي کې ضایع کیږي. په نورو ټکو، له وخت څخه هغسې استفاده نه کېږي څنګه چې باید وشي.

ځواب ورکړئ

زما په نظر، دا یوه د نه منلو وړ پروسه ده. دلیل دا دی چې زه پخپله د دغو حکومتي ادارو له جملې څخه په یوه کې کار کوم. دا معلومه شوې ده چې د سي بي آر پروژه یوه سالمه پروسه نه ده چې د هغې په اساس د یوه مجرب کارمند له ۱۰ څخه تر ۲۰ کلونو پورې تجربه په مکمل ډول له پامه غورځول کېږي، او یوازنی اولویت تحصیل ته ورکول کیږي. دا کار غیرقانوني دی چې یو کس دې ۶۵۰۰ افغانۍ معاش واخلي په داسې حال کې چې بل دې ۱۵۰ زره افغانۍ معاش ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

دسی بی ارپروسه دیر شه پروسه دی خو وا ک اویا با صلاحیت بیا هم وزیر دی څکه چی ما خپله په سی بی ار پروسه کی امتحان ورکړی دی خو دومره چی ویل کیری هغسی شفاف ندی په وزارت شهرسازی کی ریاست شهرسازی نورستان اعلان وو چی په هغه کی مونر امتحان ورکړه خو کوم یو یی هم برینده اعلان نکرو چی کله دوه میاشت بعد بیا ریاست شهرسازی نورستان اعلان ته یی ورکړل شو نومونربیا اشتراک وکره بیایی شارلست کړو چی پدی امتحان کی نهه نفر وو امتحان کی مونر بیا امتحان ورکړه چی ماته دوزارت یو کارکوونکی وویل چی نفر مخکی نه یی انتخاب شویدی خو کله چی مونر پروسه دامتخان وکتل رشتیا هم انتخاب شوی وو نوموری بریینده دامتحان چی وو په تحریری امتحان کی (۲۳) نمری وو خو دانترویوو نمری یی هم نه پوره کری دقانون په اساس حد اقل باید (۲۵) نمری واخلی دایی انترویوو ته وغوشته ا وپه انترویوو کی ورته (۵۰) نمر ی ورکرل شو چی مجموعا (۷۳) نمری باندی برینده اعلان کره وزارت او سی بی ار دپروسی کارکونکی ۱ :ایا شپږمیاشت یی چی ددی باید پوره شوی وی بیا باید کاندیدوی ددی پوست لپاره دقانون په اساس ددوهم دور لپاره ؟ ۲ :ایا به امتحان دتحریری کی (۲۳) دنمری په اخستلو سره باید انتریوو څخه خارج شوی وی خو دا وغوښتل شو ؟ ۳: ایا په امتحان تحریری کی (۲۳) نمری اخلی نو په انترویوو کی دی سومره درس وویل او یا دا په یو ورځ کی نابیغه شو چی ددی نمری په انترویوو کی پوره (۵۰) نمری یی واخسته دا ناممکن خبره نده ؟ یا خو پدی باندی دلالت کو ی چی سوالونه ورکرل شوی دی او یا نوموری دوزیر لخوا انتخاب شوی وو نو دی کی دسی بی اردپروسی نه سه مطلب شو که چیری زمونر په لیکلو کوم اشتباه لری شهرسازی وزارت لخوا نه نوموری برینده اسناد تاسو حضورته استول شوی دی چیک کړی او خپله

ځواب ورکړئ

هغوی ته د لا نورو بریاوو هیله کوو.

ځواب ورکړئ

دوستانو، د دې معلوماتو د وړاندې کولو له امله له تاسو نه مننه. له بده مرغه، هغه پروسه چې تاسو پيل کړې ده نه یوازې دا چې شفافه نه ده، بلکه هغې همدارنګه په حکومتي دوایرو کې د اداري فساد او کاغذپرانۍ اندازه هم زیاته کړې ده. اوس ټولې پروسې د شخصي لومړیتوبونو په اساس ترسره کیږي. زه د ماسټرۍ ډګري لرم او ما له دغو ادارو څخه په یوه کې د کارمند په توګه کار کاوه. د دې پروګرام/پروسې په شروع کېدلو سره زه له خپل موقف څخه لیرې کړای شوم او زما پست په یوه بل کس د ۵ زره ډالرو په مقابل کې خرڅ کړای شو. دا پروسه ډېره زیاته شفافه ښکاري، خو په حقیقت کې، دا د پسه په پوستکي کې لېوه دی. دا لېوه هغه څوک دی چې خلک یو په بل پسې پردي کوي او حتی د هغوی د ډوډۍ بڅري ترې اخلي.

ځواب ورکړئ

زه په داسې یوه اداره کې کار کوم چې هلته د سي بي آر له لارې د مقررۍ پروسه په بشپړه توګه د ارتباطاتو او خپلوۍ په اساس ده. دغې پروسې د ادارې په پرمختګ باندې هیڅ تاثیر نه دی کړی. پرعکس یې، هغې د اداري فساد ساحه لا نوره پراخه کړې ده. که چیرې په دې پروسه کې کوم شفافیت موجود وای، په کار وو چې ټول اداري دفترونه یې ناوړه بللي وای.

ځواب ورکړئ

د اداري فساد پر ضد د مبارزې له غوره لارو څخه یوه دا ده چې مسلکي کارمندان ولرل شي.

ځواب ورکړئ

هو.‌ دا یو ډېر ښه پروګرام دی.‌ دا یقیناً یو ښه پروګرام دی که په ورته ډول، په مستقله توګه،‌ او دوامدار ډول په ټول هیواد کې د ټولو اتباعو لپاره تطبیق شي.‌

ځواب ورکړئ

زه د ښوونې او روزنې په برخه کې د لیسانس ډګري لرم او په اړتیاوړ نومرو فارغ شوی وم. ما دوه کاله د کمپیوټري تذکرو په اداره کې کار وکړ او زه غواړم چې په داسې یوه موقف چې زما د تحصیل ساحې پورې تړلی وي کار وکړم.

ځواب ورکړئ

ددی پروسی له لاری به یواځی هغه ځوانان کامیابیږی چی په رښتیا سره لیاقت او شایستګی ولری او له ځانه یی وښایی. اما مهمه خبره داده چی مونږ باید لاندی ټکی په نظر کی ونیسو. ۱: داسی ځوانانو ته اولویت ورکړو چی له خپله ځانه په یو کار کی بی اختیاره او محکمه نوښت راولی. ۲: کاری تجربی ته ارزښت ورکړو. ۳: اړوند مسلک ته باید ډیره پاملرنه وشی. ۴: عمر یی په نظر کی ونیول شی. ۵: د زده کړو درجه یی په نظر کی ونیول شی. د ذکر شویو نطقو په نظر کی لرلوسره به افغانستان له شته بدبختیو په راتلونکی کی خلاصیږی او په رښتیا به د غنی افغانستان په لور روان وو. ان شاء الله . په درښت محمد مزمل حلیم

ځواب ورکړئ

بې له شکه چې، دا د افغان حکومت او نړیوال بانک تر منځ له ډېرو مؤثرو ګډو پروګرامونو څخه یو پروګرام دی. زه له ۱۰ کلونو راهیسې د اداري اصلاحاتو کمېسیون لپاره کار کوم او زه ټینګ باور لرم چې حکومتي کارمندان د عامه خدمتونو د سر په کتار کې ځای لري. که د دې ادارې صلاحیتونه پیاوړي او شفافیت زیات کړای شي، په هغه پسې به بیا په حکومت د خلکو اعتماد زیات شي. یوه لاره چې په هغې بشري منابع او اداري وړتیاوې یا صلاحیتونه کېدای شي زیات کړای شي د وړ او با استعداده افرادو د استخدام طریقه ده، چې په دې توګه به حکومتي سکټور وکولی شي چې له خصوصي سکټور سره سیالي وکړي. په دې دلیل، دا یو ډېر مؤثر او ګټور پروګرام دی.

ځواب ورکړئ

له تاسو نه مننه. زه کومه خاصه تبصره نه لرم. زه یوازې غواړم چې د یوه افغان تبعه په حیث یو وړاندیز وکړم او هغه دا دی چې کار باید داسې خلکو ته وسپارل شي چې هغوی په خپلو مسلکونو کې مسلکي وي. زه په دې هکله اطمینان لرم. خو زه هیله لرم چې کېدای شي چې د دې موقفونو لپاره تخنیکي او مسلکي اشخاص مقرر کړای شي. زه هیله لرم چې هغوی په داسې حال کې چې ملي ګټې یې په پام کې نیولې وي خپل دروند مسؤلیت هغسې چې بایده وي ترسره کړي، اوهغوی د افغانستان د مظلومو خلکو خدمت وکړي.

ځواب ورکړئ

په ریښتیا سره، تاسو یوه ښه او مناسبه پروسه پیل کړې ده. د داسې ښو پلانونو په تطبیقولو سره، مونږ کولی شو چې په خپل ټول هیواد کې یو عمومي بدلون ووینو. د داسې سترو پروژو په مرسته، مونږ کولی شو چې ډیر بریالیتوب ترلاسه کړو. مونږ، د افغانستان خلک، له دغو لویو پروژو څخه خپل قوي، عمومي ملاتړ اعلانوو، ځکه چې ټول افغانان دې ته اړتیا لري چې په خپل هیواد کې د هرې ادارې له مسلکیتوب څخه ګټه واخلي. حکومت باید د ظرفیت جوړونې پروګرامونو ته وده ورکړي، چې په ټول هیواد کې د وزارتونو ظرفیتونه او اجرأت پورته لاړ شي.

ځواب ورکړئ

په دې برخه کې زما نظر دا دی چې بدبختانه، په عمومي سکټور کې د استخدام پروسه تر ډیره په ارتباطاتو او واسطو باندې ولاړه ده، په داسې حال کې چې استعداد او وړتیا ډیر کم رول لري. نړیوال بانک چې کوم پروګرام پیل کړی دی، هغه ډیر ګټور او مؤثر دی. که دا ملاتړ دوام وکړي، بیا له شک پرته چې په حکومتي ادارو کې به فساد په تدریج سره کم شي. که د نړیوال بانک څخه دا ملاتړ یوازې یوه پروژه پاتې شي، دا به هیڅ ستونزه حل نه کړي. زه شخصا ډیره زیاته علاقه لرم چې په دې پروسه کې ونیول شم.

ځواب ورکړئ

مسؤلیت منل په امنیت برابرولو کې د پرمختګ له اساسي شاخصونو څخه یو دی.

ځواب ورکړئ