تروريزم

افغان طالبان د رهبرۍ د بحران او داخلي جنګونو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

د سلیمان راپور

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۴ د ډسمبر په ۱۱مه، په سنګیسار کې د طالبانو د مؤسس ملا محمدعمر د کور له پاتې دېوالونو سره. طالبان د لارښوونې یا رهبرۍ له بحران سره مخامخ شوي دي. [ای اېف پي/روبرټو شمیت]

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۴ د ډسمبر په ۱۱مه، په سنګیسار کې د طالبانو د مؤسس ملا محمدعمر د کور له پاتې دېوالونو سره. طالبان د لارښوونې یا رهبرۍ له بحران سره مخامخ شوي دي. [ای اېف پي/روبرټو شمیت]

کابل -- ډېر معلومات لرونکیو سرچینو سلام ټایمز ته وویل، د افغان طالبانو د رهبري هستې تر منځ اختلافات دومره زیات شوي، چې د ګروپ تر منځ د ستونزو حل ګواښي.

د سرچینو په وینا، دغو زیاتېدونکیو ټکرونو د طالبانو رهبري هسته په درې ډلو وېشلې ده: یو ګروپ چې ملا هیبت الله یې مشري کوي او د افغان طالبانو او د هغوی د جیګپوړې رهبرۍ د شورا، تش په نامه د کوېټې د شورا مشر دی؛ یو ګروپ چې د طالبانو د مؤسس ملا محمد عمر زوی او د کوېټې د شورا یو غړی ملا محمد یعقوب یې مشري کوي؛ او بل ګروپ چې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني یې مشري کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «د کوېټې شورا د تیت او پرک کېدا د کندې پر غاړه ولاړه ده، او معلومات ښیي چې د طالبانو یو شمېر وتلي غړي لا دوخته ترې تللي دي،»

هغه وویل، «د داخلي شخړو او جګړو تر څنګه، طالبان له سیاسي، مالي او پوځي بحرانونو سره مخامخ دي. د دې په نتیجه کې، ټول هغه لوی پلانونه چې هغوی د ۲۰۱۶ کال لپاره لرل ناکام شوي دي.»

د طالبانو د عدلیې د مشر مولوي عبدالحکیم منیب په لیک کې چې د نومبر ۱ نېټه پرې لیکلې ده، نوموړی د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخونزاده پر بدلون ټینګار کوي. [کاپي سلیمان ترلاسه کړې ده]

د طالبانو د عدلیې د مشر مولوي عبدالحکیم منیب په لیک کې چې د نومبر ۱ نېټه پرې لیکلې ده، نوموړی د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخونزاده پر بدلون ټینګار کوي. [کاپي سلیمان ترلاسه کړې ده]

رادمنش وویل، د طالبانو دا هیلې چې تېرکال ۸ ولایتونه او ۶۰ ولسوالۍ ونیسي ناکامې شوې.

د جګړې په ډګر کې د طالبانو ماتې

په کابل کې د پوځي چارو یوه مشاور زلمي وردک وویل، په ۲۰۱۶ کال کې، طالبانو اعلان وکړ چې هغوی به د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد د عمري عملیاتو په نامه خپل ژمني عملیات پیل کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خو ولیدل شول چې طالبان د جګړې په ډګر کې کمزوري او سره وېشلي ول. په نتیجه کې، د طالبانو دغه لوی عملیات ناکام شول.»

وردک وویل، سربېره پر دې، د ملا محمد عمر د مړینې په هکله ناوخته راپور پسې داخلي جګړو د جګړې په ډګر کې د دغې ډلې له شاته تګ سره مرسته وکړه. طالبان په دې کې ناکام شول چې د ملا عمر مړینه چې د ۲۰۱۳ په اپریل کې پېښه شوې وه له دوه کاله نه ډېره پټه وساتي.

وردک وویل، «په فراه او هرات ولایتونو، او همدارنګه د زابل ولایت په شینکۍ او میزان ولسوالیو کې د طالبانو تر منځ داخلي جنګونه د خونړیو نښتو سبب وګرځېدل، او یو زیات شمېر طالبان په کې ووژل شول.»

هغه وویل، «د دغو اختلافاتو او ټکرونو په نتیجه کې، یو ګروپ چې ملا رسول یې مشري کوله د طالبانو له لیکو نه بېل شو او د ډلې د نورو غړو پر ضد یې جګړه اعلان کړه.»

داسې ویل کیږي چې ملا محمد رسول د ملا عمر له مړینې نه مخکې له هغه سره نژدې رابطه لرله، خو په ۲۰۱۵ کال کې رسول د طالبانو له لویې ډلې نه جلا شو او د «د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا» په نامه خپل تحریک یې جوړ کړ.

د رسول پلویان د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره چې په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې ووژل شو، مخالف شول. دغې ډلې له داعش او القاعده سره حمایت څرګند کړ او داسې شک پرې کېږي چې د ایران په یوه مؤکل باندې اوښتي دي.

د ملا هیبت الله د خلع کولو غوښتنې

د طالبانو د ډلو تر منځ د زیاتېدونکي اختلاف لا زیات شواهد د طالبانو د عدلیې د مشر مولوي عبدالحکیم منیب له یوه لیک نه راڅرګند شول. هغه د نومبر په ۱ طالب اورپکو ته په پښتو یو لیک ولیکه.

منیب په هغه لیک کې چې سلام ټایمز ولید، ویلي دي، د طالبانو په منځ کې روانو جنجالونو د دغه تحریک مورال او بهرنی اعتبار زیانمن کړی دی.

هغه وویل، کمزورې رهبري او جنجالونه د دې سبب شول چې ملاتړي طالبانو ته مرستې ودروي.

منیب استدلال کړی دی چې، د ملا هیبت الله کمزورتیا د ډېرو ستونزو سبب شوې ده او هغه باید خلع شي.

منیب لیکلي، «د دې لپاره چې هغه قوت او اتحاد بېرته راوګرځول شي چې اسلامي امارت د ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور په وخت کې لرل ... مونږ ضرورت لرو چې په یووالي سره مخکې لاړ شو او داسې یو مشر تعین کړو چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي،»

ژورېدونکي وېشونه، د قدرت مبارزې

په کندهار کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر محمود فرزان وویل، دا روښانه ده چې د طالبانو تر منځ اختلافات د ژورتیا خوا ته روان دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې هیبت الله د طالبانو نوی مشر شو، دا ډله هیله منه وه چې دغه شخړې به حل شي. خو هیبت الله داسې یو دیني عالم وو چې د سیاسي او پوځي چارو په هکله یې هېڅ حللاره نه لرله.»

هغه وویل، «په نتیجه کې د طالبانو د رهبرۍ په لیکو کې اختلافات لا نور ژور شول. بالاخره، د پېښور شورا او د حقاني شبکې په ملا هیبت الله باندې باور له لاسه ورکړ.»

فرزان وویل، اتنیکي شخړې د طالبانو د تحریک د ناکامۍ یو بل دلیل دی، چې د کوېټې او پېښور د شوراګانو په قومي ترکیب کې د توپيرونو له امله منځته راغلې دي.

هغه وویل، «د پېښور شورا له حقاني شبکې سره لاس یو کړی چې د کوېټې شورا نه رهبري خپله کړي. د کوېټې شورا ... به هېڅکله دا ونه مني چې په طالبانو کې د رهبرۍ موقف له لاسه ورکړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه ډول شخړې به بالاخره د طالبانو «اسلامي امارت» له منځه وېسي.»

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وویل، «طالبان د ملا عمر او ملا اختر محمد منصور له مړینې څخه وروسته په سختو داخلي ټکرونو واوښتل.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په زابل، اروزګان، بادغیس، هرات او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو د بېلابېلو ډلو تر منځ وژونکي داخلي جنګونه روان دي، او دغه اختلافات د هرې ورځې په تېرېدلو سره پسې لویېږي او لا نور ژورېږي.»

د طالبانو له منځه تګ رانژدې شوی دی

د افغان پارلمان یوه غړي ظهیر سادات وویل، د طالبانو د داخلي جګړو یو لوی سبب دا دی چې هیبت الله «قوي نه دی.» همدا علت دی چې ملا یعقوب هڅه کوي چې د طالبانو مشري ترلاسه کړي.

سادات سلام ټایمز ته وویل، «بلې خوا ته، سراج الدین حقاني خپل ځان د طالبانو تر منځ تر ټولو قوي شخص ګڼي، په داسې حال کې چې هغه د دې ډلې مرستیال دی.»

هغه وویل، «دغه ټول اختلافات به د دې سبب شي چې د طالبانو «اسلامي امارت» د خپلو داخلي شخړو کندې ته ورګوزار شي.»

هغه وویل، د طالبانو داخلي جنګونه افغان حکومت او خلکو ته ګټه ور رسوي، او حکومت باید له دې چانس نه ګټه واخلي او طالبان وټکوي.

دانش ومنله، او ویې ویل، «د طالبانو تر منځ بېلتونونه او اختلافات د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګټه دي.»

هغه وویل، «د افغانستان خلک باید په دې باور ولري چې د طالبانو له منځه تګ رانژدې شوی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500