تروريزم

القاعده د داعش پر ضد لفظي جګړه زیاته کړه

له قاهرې څخه د ولید ابوالخیر لیکنه

په سوریه کې د النصره د جلا شوې ډلې له تاسیس څخه مخکې د القاعده بیرغ په دغه هیواد کې ښودل کیږي. [د محمد ال عبدالله اخیستی عکس]

په سوریه کې د النصره د جلا شوې ډلې له تاسیس څخه مخکې د القاعده بیرغ په دغه هیواد کې ښودل کیږي. [د محمد ال عبدالله اخیستی عکس]

کارپوهانو وویل، د القاعدې او داعش تر منځ لفظي جګړه ښیي چې د دغو دواړو ډلو تر منځ د اختلافاتو زیاتیدونکي شواهد موجود دي، چې یو بل په بې رحمۍ سره تضعیفوي.

کارپوهانو المشارق ته وویل، په داسې حال کې چې هره ډله له بهرنیو چیلنجونو، داخلي جنګونو او د جنګیالیو د استخدام له ننګونو سره لاس او ګرېوان ده، د هغوی مشران له هر فرصت نه استفاده کوي چې یو پر بل ور وغورځي او د مقابل لوري تصویر خراب کړي.

هغوی وویل، د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وروستی آډیويي پیغام، چې داعش او د هغه مشر یې په نښه کړی وو، د دغې لفظي سیالۍ یو دوام دی.

په یوه پیغام کې چې د جنورۍ په ۵ مه آنلاین پست شوی دی، الظواهري کوشش کوي چې له هغه سخت حالت څخه چې داعش ورسره مخامخ دی استفاده وکړي او جنګیالي له داعش څخه د القاعدې لیکو ته ورجلب کړي.

دا حرکت د هغو ګڼو راپورونو په ترڅ کې رامنځته کیږي چې له داعش څخه ډېر کسان ووتل او د دغې ډلې د عناصرو تر منځ، په ځانګړې توګه په سوریه کې اختلافات رامنځته شول.

الظواهري په خپل پیغام کې، د داعش مشر ابوبکر البغدادي په «دروغ ویلو» او پر القاعده «تهمت ویلو» باندې تورنوي او هڅه کوي چې د داعش تصویر خراب کړي، او د داعش هغه عناصر غندي چې دغه عملونه یې حمایه کړي دي.

هغه شکایت کوي چې البغدادي داسې تورونه خپاره کړي دي چې القاعده په شیعه ګانو باندې د فرقه یي حملو مخالفت کوي او له دې سره علاقه مندي لري چې له عیسوي رهبرانو سره همکاري وکړي.

الظواهري وویل، «دروغژنان په خپله غلطۍ باندې دومره اصرار کوي، چې ادعا کوي چې مونږ شیعه ګان د مشرکانو په توګه نه غندو.»

وحشیانه سیالي

یوه متقاعدي مصري پوځي افسر او د ترهګر ګروپ متخصص تورن جنرال وایل عبدالمطلب وویل، «د القاعدې د مشر نوی پیغام، چې په داعش او د هغه په مشر، ابوبکر البغدادي، حمله کوي، یو ځل بیا تاییدوي چې د دغو دواړو ډلو تر منځ درز او د روانې جګړې شدت موجود دی.»

هغه المشارق ته وویل، د دغو دواړو ډلو تر منځ اختلافات له هغه وخت راهیسې لیدل کیږي چې داعش رامنځته شو او د القاعدې له کنټرول نه یې ځان خلاص کړ.

عبدالمطلب وویل، «الظواهري له هغه فشار څخه په څرګنده ګټه اخلي چې داعش ورسره په عراق او سوریه کې د دغې ډلې پر ضد د نړیوالې جګړې په ترڅ کې مخامخ دی.»

هغه زیاته کړه، د القاعدې مشر هڅه کوي چې د داعش عناصر «غلا» کړي او په دې توګه د البغدادي «خلافت» ترلاسه کړي، او په دې برخه کې یې ګڼو هغو راپورونو ته اشاره وکړه چې د داعش عناصر د دغې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو څخه تښتي یا نورو ډلو ته ور اوړي.

هغه وویل، په دغو ډلو کې له القاعدې نه جلا شوې النصره جبهه هم شامله ده، چې د فتح الشام جبهې په نامه هم یادېږي.

هغه وویل، الظواهري د خپل پیغام له لارې هڅه وکړه چې تاکید وکړي چې «القاعدې له خپل پیل نه تر ننه پورې، په پرله پسې توګه د غربي هېوادونو او هغو عرب رژیمونو پر ضد جګړه کوي چې د افراطي نظریې مخالف دي.»

عبدالمطلب وویل، «داسې ښکاري چې د هغه ټول پیغام د داعش عناصرو او نورو هغو جهادي ډلو ته متوجه وو چې پخوا د القاعدې له کنټرول څخه وتلي او په ابتدایي توګه په سوریه کې موجود دي.»

د فرقه یي شخړو په اور تېل شیندل

د الازهر پوهنتون استاد او سیاسي څېړونکي عبدالنبي بکر وویل، «د الظواهري تازه بیان به د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ، په ځانګړې توګه په سوریه او عراق کې بیا په زور سره او په پراخه کچه فرقه یي تاوتریخوالي رامنځته کړي.»

هغه المشارق ته وویل، په وروستیو وختونو کې القاعده پر ملکي خلکو حملې یو څه درولې وې، خو دا له دې امله نه وو چې لکه هغوی چې ادعا کوي چې نور په ملکي خلکو حملې نه کوي، بلکه دا په عراق کې د سختو امنیتي ګامونو له وجې دي او بله دا چې د داعش پر ضد جګړې دا سخته کړې ده چې ترهګریزې چارې ترسره شي.

بکر وویل، کېدای شي چې د الظواهري له پیغام نه، په ځانګړې توګه د القاعدې او النصره جبهې تر منځ د ارتباط په هکله د ډېر څه نتیجه واخیستل شي.

هغه وویل، الظواهري په دې وینا سره چې د نړیوال ایتلاف پر غړو حملې کول یو اولویت دی، خو د دې په زیاتولو سره چې «د جهاد د هر ډګر شرایط باید د جهاد د ګټو لپاره په پام کې ونیول شي،» النصره جبهې ته وښودله چې د خپلو تګلارو لوری بدل کړي.

بکر وویل، دا د موجودو شرایطو په اساس، النصره جبهې ته ضمني توجیه ورکوي چې خپل موجودیت او تر خپل کنټرول لاندې سیمې وساتي.

احتمالي ډېروژنه

د پوځي چارو تحلیلګر او د مصر د پوځ یوه متقاعد افسر تورن جنرال عبدالکریم احمد د داسې ممکنه تاوتریخوالي په هکله اخطار ورکړ چې ښایي د الظواهري پیغام یې د القاعدې، داعش د ملاتړو او د افراطي نظریې د نورو پلویانو ترمنځ رامنځته کړي.

هغه المشارق ته وویل، «دا غږ کولی شي چې دواړه ډلې او د هغوی ملاتړي تحریک کړي چې په نړۍ کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي او په دې توګه یو بل ته د خپل موجودیت په هکله ثبوت وړاندې کړي او دا ادعا وکړي چې تش په نامه خلافت رهبري کوي.»

هغه وویل، دا کېدای شي چې «د ډېرو وینو تویولو» سبب وګرځي.

هغه وویل، د القاعدې او داعش تر منځ سیالي به د دې په سر وي چې کومه ډله دا «حق لري چې د جهاد بیرغ پورته کړي» -- داسې یو تصمیم چې د هغه په اساس کومې ډلې ډېر «کافران» وژلي چې هغه خلافت جوړ کړي.

هغه وویل، «داعش په خپل پیل کې دغه بیرغ په څرګنده له القاعدې څخه واخیست، او اوس القاعده یو ځل بیا کوشش کوي چې دا بیرغ پورته کړي، او له هغو شرایطو نه استفاده وکړي چې داعش ورسره لاس او ګرېوان دی.»

هغه وویل، د ترهګرۍ هغه تکتیکونه چې دغه دواړه ډلې یې کاروي سره ورته دي، او زیاته یې کړه چې «دا ایجابوي چې د ترهګرۍ ضد نړیوالې هڅې، په ځانګړې توګه استخباراتی کار، داسې زیات کړای شي چې د یوه ترهګریز برید د ترسره کولو هره هڅه شنډه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500