ترانسپورت

په نوې رېللاره د افغان - ترکمن د سوداګرۍ لپاره زیات امکان موجود دی

د جمعه ګلي انایېف راپور

هنرمندان په داسې حال کې چې د ترکمنستان - افغانستان - تاجکستان په رېللاره لومړی اورګاډی رارسېږي د نومبر په ۲۹مه په اقینه کې د هنر ننداره وړاندې کوي. اقینه دا مهال د رغونې لاندې رېللارې افغان ترمینل دی. [تلوېزیوني سکرین شاټ جمعه ګلي انایېف برابر کړی دی]

هنرمندان په داسې حال کې چې د ترکمنستان - افغانستان - تاجکستان په رېللاره لومړی اورګاډی رارسېږي د نومبر په ۲۹مه په اقینه کې د هنر ننداره وړاندې کوي. اقینه دا مهال د رغونې لاندې رېللارې افغان ترمینل دی. [تلوېزیوني سکرین شاټ جمعه ګلي انایېف برابر کړی دی]

امام نظر، ترکمنستان -- چارواکي وایي، د درې هېوادونو یوه رېللاره چې د طالبانو له احتمالي ګواښونو په موجودیت کې جوړول کیږي کولی شي له ترکمنستان سره مرسته وکړي چې افغانستان ته نېکمرغي راولي.

د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ ارقام لږ دي، خو د نومبر له ۲۹مې راهیسې چې د ترکمنستان - افغانستان - تاجکستان د رېللارې لومړی سټېشن پرانستل شو، داسې نښې نښانې څرګندېږي چې که افغان امنیت اجازه ورکړي دغه رېللاره کولی شي چې افغانستان ته د ترکمنستان د وسایلو او سامان انتقال به چټک شي.

د سوداګرۍ، ټرانسپورټ برابرول

دغې رېللارې لا مخکې تر مخکې د افغانستان له خوا د ډېرو سامانونو اخیستنې ته لاره هواره کړه.

د ترکمنستان چار ترپدان راډېو د جنورۍ په ۷ مه راپور ورکړ، «د ترکمنستان د دولتي سامانونو او خامو موادو په تبادله کې د سږنۍ داوطلبۍ په بهیر کې، افغان سوداګرو له ۵۰۰۰۰۰ امریکایي ډالرو څخه د ډېرو ګاسولین او غنم وپېرودل.»

دغه رېللاره به د ترکمنستانو د ډېرو سامان الاتو او شیانو انتقال ته چې پخوا ټول د سرکونو له لارې تلل، لاره هواره کړي.

وطن ټي وي د ډسمبر په ۲۰ مه د ترکمن حکومت له قوله راپور ورکړ، «په ۲۰۱۶ کال کې، مونږ افغانستان ته له ۱.۵ میلیون ټنه څخه ډېر سامان صادر کړی دی. اوس به مونږ د پخوا په پرتله پنځه برابره ډېر پیټرولیم تولیدات، متراکم طبیعي ګاز، اوړه، سمنټ او سره صادر کړو.»

د ترکمنستان په هڅو کې چې له افغانستان سره سوداګري وکړي او ګټه ور ورسوي د برېښنا سکټور شامل دی.

Trend.az د جنورۍ په ۱۹مه د ترکمن حکومت له قوله راپور ورکړ چې دغه هېواد اراده لري چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (ټاپي) د طبیعي ګاز د جوړېدونکې نللیکې په اوږدو کې د برېښنا مزي وغزوي څو چې دا افغانستان ته او د افغانستان له لارې برېښنا انتقال کړي. دغه نللیکه د ۲۰۱۵ له ډسمبر راهیسې تر رغونې لاندې ده.

د ترکمنستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل، «ټولو هغو بېخبنایي مرکزونو ته چې د [نللیکې په لاره] کې موجود دي د برېښنا برابرولو سربېره، به دغه هېواد د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د برېښنا صدور ته لاره هواره کړي.»

د Trend.az وېب سایټ د خبر له مخې، ترکمنستان تر شلو کلونو پورې په افغانستان باندې ارزانه برېښنا خرڅوي.

خنډونه پرځای پاتې دي

د ترکمنستان - افغانستان - تاجکستان (تات) رېللارې رغونه د ۲۰۱۳ په جون کې پیل شوه. خو د رېللارې په درې واړو هېوادونو کې چارواکي له پام وړ ستونزو سره مخامخ شول. په دغو ستونزو کې د پیسو برابرول، په افغانستان کې جګړه، او د افغان برخې لپاره د مسیر په برخه کې اختلافات شامل ول.

تاجکستان لا تر اوسه پورې د خپلې برخې رغونه نه ده پیل کړې.

تور تایروف چې د لېباپ ولایت اوسېدونکی او د ترکمنستان د رېللارې د ټرانسپورټ وزارت ویاند دی، کاروانسرای ته وویل، «مونږ ټول هغه منابع لرل چې ورته ضرورت وو. مونږ مالي بودجه، وسایل او کارګران لرل، او هم مونږ له پخوا نه د رېللارې د جوړولو تجربه لرله.»

د ترکمن ټي وي خبرونو له مخې، ترکمنستان په خپله خاوره کې د رېللارې د جوړولو لګښت تادیه کړ.

تر اوسه پورې، د امام نظر - اقینې رېللاره ۸۵ کیلومتره په ترکمنستان کې تېره شوه او یوازې ۳ کیلومتره په افغانستان کې. تحلیلګران وایي چې په افغانستان کې نوره رغونه به دې پورې تعلق ولري چې کابل وتوانېږي چې رېللاره د طالبانو له سبوتاژ څخه خوندي کړي.

تاجک اقتصاد پوه ابدلو اشوروف د ازادۍ راډېو ترکمن سرویس ته په خبرو کې وویل، «دا رېللاره تر هغه وخته پورې ناممکنه ده چې تاسو هغه ستونزې حل کړئ چې افغان برخه ورسره مخامخ ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500