تروريزم

ځانمرګي بمي بریدګر د افغانستان ستره محکمه په نښه کړه

ای ایف پي او سټاف

افغان امنیتي منسوبین د فبروري په ۷مه د کابل د بمي حملې پر ساحه پیره ولاړ دي. بمي بریدګر لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل. [وکیل کوهسار/ای ایف پي]

افغان امنیتي منسوبین د فبروري په ۷مه د کابل د بمي حملې پر ساحه پیره ولاړ دي. بمي بریدګر لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل. [وکیل کوهسار/ای ایف پي]

کابل -- یوه ځانمرګی بمي بریدګر سې شنبه /د فبروري ۷ مه/ د افغانستان د سترې محکمې د کارمندانو په منځ کې ځان وچاوه، چې لږ تر لږه ۲۰ کسان یې ووژل او ۴۱ نور یې ټپیان کړل. دا له یوې میاشتې څخه په لږه موده کې په حکومتي تاسیساتو باندې دویمه حمله وه.

بریدګر، چې پلی روان وو، هغه وخت د موټرو په پارکینګ کې ځان ته چاودنه ورکړه چې کارمندان یوه بس ته ختل چې کورونو ته لاړ شي، او جسدونه او پښې او لاسونه یې په سیمه کې یو خوا او بل خوا وغورځول شول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش سلام ټایمز ته وویل، ټول قربانیان ملکي خلک ول.

د روغتیا وزارت په وینا، په تلفاتو کې درې ښځې او یو ماشوم هم شامل ول. دغه وازرت خبرداری ورکړ چې کیدای شي د مړو شمیر ډیر شي.

هیڅ ډلې تر اوسه پورې د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو طالبانو پخوا هم محکمه په نښه کړې وه. هغوی په ۲۰۱۳ کال کې ودانۍ ته د ننوتلو په دروازه کې د یوه ځانمرګي موټربمي برید په وسیله ۱۵ تنه ملکیان ووژل.

په هغه وخت کې، یاغي ډلې اخطار ورکړ چې که قضا د هغوی اورپکو ته د مرګ د سزا ورکولو ته دوام ورکړي، په هغوی باندې به نورې حملې هم وکړې.

چاودنې نژدې ودانۍ ولړزولې، چې کړکۍ یې ماتې کړې او پتري یې کوڅو ته وغورځول.

یوه عیني شاهد چې اوښکې یې روانې وې ای ایف پي ته وویل، «زما پلار او زه د پارکینګ له ځای نه د راوتلو په حال کې وو چې یوې لویې چاودنې مونږ ووهلو. زما پلار اوس مړ دی. زه به له هغه نه پرته څنګه ژوند وکړم؟»

په داسې حال کې چې د محکمې د کارمندانو ویرجن خپلوان راټولیدل او امبولانسونه او د اطفایې موټر صحنې ته رسیدل، پولیسو د ودانۍ خواوشا سرک بند کړ.

په داسې حال کې چې عصباني ملکيانو په امبولانسونو کې چې مړي او زخمیان یې راوړل، خپل ورک شوي خپلوان لټول، په کابل کې د ایټالیا له خوا چلیدونکي ایمرجنسي روغتون کې د نهیلۍ اوغم صحنه جوړه وه.

د بشریت پر ضد جرم

ولسمشر اشرف غني دغه برید «د بشریت پر ضد جرم او یو د نه بخښلو وړعمل» وباله.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې شاه ګل رضایي سلام ټایمز ته وویل، «اورپکي نه د اسلام پروا کوي نه د انسانیت. دا لومړی یا وروستی ځل نه دی چې هغوی بې ګناه خلک وژني.»

په کابل کې د مدني ټولنې فعال محمد نادر سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو د داسې حملو اصلي قربانیان ملکي خلک دي. مونږ غواړو چې حکومت د داسې مرګونو حملو مخه ونیسي.»

تیره میاشت، غبرګو ځانمرګو بمي چاودنو چې طالب جګړه مارو یې مسؤلیت پرغاړه واخیست، هغه کارمندان په نښه کړل چې په کابل کې د پارلمان له یوې ضمیمه ودانۍ څخه راوتل، او لږ تر لږه ۳۶ کسان یې ووژل او ۸۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په دغه هیواد کې د طالبانو، القاعدې او داعش پر ضد جګړه کوي.

نجیب الله او سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500