تروريزم

د افغانستان په جګړه کې په ۲۰۱۶ کال کې د ماشومانو تلفات د ریکارډ لوړې درجې ته ورسېدل

ای اېف پي

یو افغان سړی د ۲۰۱۶ د اکتوبر د ۱۱مې په وروستیو کې په کابل کې په کارته سخي زیارت کې د وسله والو په یوه حمله کې یوه ټپي شوې ماشومه لېږدوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی هیئت (یوناما) د راپور له مخې، په افغانستان کې د تېر کال په شخړه کې له ۳۵۰۰ څخه ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپي شوي دي. [روح الله امین/ای اېف پي]

یو افغان سړی د ۲۰۱۶ د اکتوبر د ۱۱مې په وروستیو کې په کابل کې په کارته سخي زیارت کې د وسله والو په یوه حمله کې یوه ټپي شوې ماشومه لېږدوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی هیئت (یوناما) د راپور له مخې، په افغانستان کې د تېر کال په شخړه کې له ۳۵۰۰ څخه ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپي شوي دي. [روح الله امین/ای اېف پي]

کابل -- د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، ماشومان د افغانستان په وحشیانه جګړه کې، چې تېر کال یې خواوشا ۱۱۵۰۰ ملکي خلک ووژل یا ټپي کړل، د سر لوړ قېمت ادا کوي.

په هغوی کې ۴ کلن عزت الله چې په خېټه کې د ټوپک په ډز لګېدلی، او ۱۲ کلن میسم چې د یوه بم په واسطه یې پښه ټپي شوې ده هم شامل دي.

د دواړو ماشومانو درملنه د کابل په ایمرجنسي روغتون کې کېږي.

میسم خپل د جنورۍ د ۱۰مې د ټپ په هکله وویل، «زه مې په بایسکل سپور وم. زه تللم چې خپل د ښوونځي کتابونه را واخلم چې ولګېدم.»

هغه یو له هغو ۷۸ کسانو څخه وو چې په کابل کې د پارلمان ودانۍ سره نژدې د طالبانو په جوړه بمونو کې ټپي شول. هلته همدارنګه ۳۶ کسان ووژل.

عزت الله د جنورۍ په ۲۲مه په لوګر ولایت کې په خپل کور کې په یوه هوایي مرمۍ ولګېد.

۹۲۳ ماشومان ووژل شول

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) دوشنبه /د فبروري ۶ مه/ راپور ورکړ، چې په ۲۰۱۶ کال کې په جګړو کې ۹۲۳ ماشومان ووژل شول او ۲۵۸۹ نور ټپي شول.

د ۳۵۱۲ ماشومانو مجموعي تلفات د ۲۰۱۵ کال په نسبت ۲۴٪ زیاتوالی ښیي او دا ښیي چې د یوناما له خوا په ریکارډ شویو کلنیو شمېرو کې چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د تایید شویو تلفاتو راپورونه ساتي دا تر ټولو لوړ کلنی شمېر دی.

د ایټالوي غیرحکومتي موسسې ایمرجنسي، چې د کابل ایمرجنسي روغتون چلوي، یوه کارکوونکي دیجان پانیک ای اېف پي ته وویل، «ناورین مخ په پراخېدلو دی. مونږ ته تېر کال ۳۴۰۰ کسان راوړل شوي دي چې ۳۰٪ یې ۱۴ کلن یا تر دې د ټیټ عمر ول.»

د ټولو هغو ملکي تلفاتو له جملې څخه چې د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکیو توکو د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوي دي،۸۶٪ ماشومان ول، چې دا د جګړې په ډګر کې د ماشومانو تلفاتو پسې د ماشومانو د تلفاتو دویم لوی سبب جوړوي.

پانیک چې په افغانستان کې یې ۷ کاله تېر کړي دي، وویل، «په لاس جوړ چاودېدونکي توکي ورځ تر بلې قوي کېږي.»

هغه وویل، «دا په کورونو کې جوړ شوي بمونه له صابون، باروتو، او سرې څخه چې له امونیم نایټرېټ څخه جوړه شوې ده جوړ شوي -- او دا هغه څه دي چې ټول یې په بازار کې موندل کیږي، او په فابریکه کې د جوړو شویو ماینونو په نسبت ډېر قوي دي.»

د کمزورو په خوندي کولو کې پاتې راتلل

لویانو ته هم په ۲۰۱۶ کال کې درانه تلفات ورواوښتل، او یوناما د ټولو عمرونو ۱۱۴۱۸ کسه تلفات ریکارډ کړي -- چې ۳۴۹۸ کسان مړه او ۷۹۲۰ کسان ټپي شوي دي -- او دا د ۲۰۱۵ کال په نسبت ۳٪ ډېرښت ښیي.

د یوناما د بشري حقونو رییس ډانیل بیل وویل، ډېر ملکي تلفات په کابل ولایت کې پېښ شول او ورپسې په هلمند، کندهار، ننګرهار، اروزګان، کندوز او فاریاب ولایتونو کې پېښ شول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماموټو وویل، نوي ارقام «ډېر خفه کوونکي دي او د شخړې وحشتناک حقیقت په ګوته کوي.»

د یوناما راپور وویل، «د هغو حملو چې ملکیان په نښه کوي دوام ... غیرقانوني او شرموونکی دی او، په اکثرو حالتونو کې، ښایي جنګي جنایت وبلل شي. دا ضروري ده چې مرتکبین یې، چې هر څوک وي، د داسې عملونو مسؤل او حساب ورکوونکي وګڼل شي.»

په افغانستان کې د سیف د چایلډرن عمومي رییسې انا لاکسین وویل، «په افغانستان کې تېر کال په جګړو کې تقریبا ۱۰۰۰ ماشومان -- یعنې په ورځ کې تقریبا درې ماشومان ووژل شول،»

هغې وویل، دا ښیي چې «په افغاني ټولنه کې د ډېرو کمزورو انسانانو په خوندي ساتنه کې یوه حقیقي ناکامي موجوده ده،» او د جګړې له ټولو اړخونو څخه یې وغوښتل چې په ټولو حالاتو کې ماشومانو ته پام وکړي.

داعش یو مرګونی جز

د تېر کال د تلفاتو د ډېرې برخې نسبت «حکومت ضد عناصرو» لکه طالبانو او داعش ته کېږي.

د یوناما د راپور په اساس، داعش خپلې حملې لس برابره ډېرې کړې، او په ځانګړې توګه یې شیعه مسلمانان په نښه کړل، چې په نتیجه کې یې ۸۹۹ ملکي کسانو ته تلفات ور واړول -- چې ۲۰۹ یې مړه او ۶۹۰ نور یې ټپیان کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر زید رعد الحسین وویل، په افغانستان کې د داعش رامنځته کېدا د نژدې څلور لسیزو اوږدې شخړې په سر یوه «بله مرګونې اضافه» ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500