امنیت

د ایران له خوا د توغندي ازموینه د تحریکوونکیو عملونو د لست سر ته راغله

له قاهرې څخه د ولید ابوالخیر لیکنه

د لیرې واټن ویشتونکی قدر بالیستیک توغندی د ۲۰۱۶ د مارچ په ۹مه په شمالي ایران کې د البرز د غرونو په لړۍ کې توغول شوی دی. ایران وویل، د دغه هېواد وسله والو ځواکونو له نړیوالو اخطارونو څخه د سرغړونې په دوام کې دوه نور بالیستیک توغندي وار کړي دي. [محمود حسیني/تسنیم نیوز/ای اېف پي]

د لیرې واټن ویشتونکی قدر بالیستیک توغندی د ۲۰۱۶ د مارچ په ۹مه په شمالي ایران کې د البرز د غرونو په لړۍ کې توغول شوی دی. ایران وویل، د دغه هېواد وسله والو ځواکونو له نړیوالو اخطارونو څخه د سرغړونې په دوام کې دوه نور بالیستیک توغندي وار کړي دي. [محمود حسیني/تسنیم نیوز/ای اېف پي]

کارپوهانو المشارق ته وویل، د ایران له خوا د بالیستیک توغندي وروستۍ ازموینه داسې یو تحریکوونکی عمل دی چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو هوکړو او معاهدو په وړاندې د رژیم د سخت مخالفت تر ټولو تازه مثال ښیي.

د منځني ختیځ د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د ایران د چارو کارپوه او محقق فتحي السید وویل، ایران «له کلونو راهیسې د ټولې نړۍ پر ضد په پراخو، دوامدارو تحرکاتو» کې لاس لري.

هغه المشارق ته وویل، دغه حالت د جنورۍ په ۲۹مه د ایران له خوا د بالستیک توغندي په ازمویلو سره، «چې د نړیوالې ټولنې لپاره یوه ننګونه او تحریک وو،» اوج ته ورسېد.

هغه وویل، دا پر هغو تحرکاتو یوه اضافه ده چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له لارې رامنځته کېږي. په دغو تحرکاتو کې د عراق، سوریې، لبنان او یمن په شمول په مستقلو هېوادونو کې ایران ته د وفادارو وسله والو مرکزونو تاسیس شامل دی.

د لبنان د حزب الله ډلې غړي او ملاتړي د جلال الافی تابوت انتقالوي چې په سوریه کې د رژیم د ځواکونو تر څنګ جګړه کې وژل شوی دی. عکس د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې د هغه د جنازې مراسم ښیي چې د بیروت په یوه جنوبي سیمه کې لیدل کیږي. ایران د حزب الله په څېر ډلو په تسلیح او تجهیز کولو سره په سوریه کې خپل نفوذ پراخ کړی او په دې توګه یې له نړیوالو موافقو څخه سرغړونه کړې ده. [انور امرو/ای اېف پي]

د لبنان د حزب الله ډلې غړي او ملاتړي د جلال الافی تابوت انتقالوي چې په سوریه کې د رژیم د ځواکونو تر څنګ جګړه کې وژل شوی دی. عکس د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې د هغه د جنازې مراسم ښیي چې د بیروت په یوه جنوبي سیمه کې لیدل کیږي. ایران د حزب الله په څېر ډلو په تسلیح او تجهیز کولو سره په سوریه کې خپل نفوذ پراخ کړی او په دې توګه یې له نړیوالو موافقو څخه سرغړونه کړې ده. [انور امرو/ای اېف پي]

هغه زیاته کړه، دغو چارو په ګډه سره «د یوه داسې بې ثباته حالت له رامنځته کولو سره چې د فرقه یي رقابتونو د ډېرښت په نتیجه کې د یوه ثابت ګواښ پر موجودیت سربېره، د ویجاړوونکیو جګړو سبب ګرځېدلي» مرسته کړې ده.

السید وویل، ایراني رژیم داسې ترتیب برابر کړی چې خپلو جیوپولیټیکي سرحدونو سره د فرقه یي اختلاف لمبو ته «په داسې طریقه چې ځان د شیعه فرقې یو ساتونکی ښیي» پکی وهي، او زیاته یې کړه چې «ایران پراختیا غوښتنې ته مذهبي رنګ ورکړی دی.»

هغه زیاته کړه، د ایران د رژیم عملونه په واضح توګه «دښمنانه او جګړه ییز دي، چې نه یوازې د یوه مشخص هېواد یا سیمې امنیت ته بلکه د ټولې نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.»

د وروستۍ توغندویي ازموینې په غبرګون کې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت اعلان وکړ چې هغه په ۱۳ ایراني اشخاصو او ۱۲ کمپنیو باندې چې باور کیږي د میزایلو پروګرام او د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ پورې تړاو لري، نوي بندیزونه لګوي.

ګڼې او جدي سرغړونې

د اسیوط پوهنتون استاد خیرالدین عبدالمتعال چې د نړیوال قانون ماهر دی، وویل، ایران په اقتصادي، سیاسي، مالي او پوځي ساحو کې له نړیوالو قوانینو او هوکړو څخه په ګڼو، جدي سرغړونو کې ښکېل دی.

هغه المشارق ته وویل، دغه چلند «یوازې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د مشروعیت د یوه ښکاره رد په توګه توضیح کیدای شي.»

هغه زیاته کړه، نوي بندیزونه د بالیستیک وسلو، د ترهګرو ډلو ملاتړ، او هغو ایراني مشرانو خوځښتونو پورې اړوندو فعالیتونو باندې تمرکز کوي چې لا له مخکې پرې نړیوال بندیزونه او تحریمونه لګېدلي ول.

ایران د حوثیانو (انصارالله)، حزب الله او بېلابېلو عراقي ملېشو چې په سوریه کې جګړه کوي په تجهیز سره په دوامدار ډول د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۷ کال د مارچ د ۲۴مې د ۱۷۴۷ پرېکړې څخه سرغړونه کړې ده.

عبدالمتعال وویل، دغه پرېکړه لیک په روښانه ډول تصریح کوي چې «ایران باید له خپل قلمرو څخه یا له خپلو اتباعو یا جنګي بېړیو یا الوتکو څخه په استفادې سره هېڅ وسلې یا نور مواد په مستقیم یا غیرمستقیم ډول عرضه، خرڅ یا انتقال نه کړي.»

عبدالمتعال وویل، په ورته ډول په سوریه کې د سوریې د رژیم په ملاتړ د ایران د انقلابي ګارډ د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په عمومي توګه ښکاره کېدل له نړیوالو بندیزونو څخه یوه مستقیمه سرغړونه ده.

هغه زیاته کړه، په پراخه کچه خپاره شوي عکسونه او ویډیو کلېپونه ښیي چې سلیماني په ډسمبر کې په حلب کې ګرځي.

پراخه سیمه ییزه لاسوهنه

د ملګرو ملتونو د ۱۹۲۹ پرېکړې له مخې چې په ۲۰۱۰ کال کې شوې، «ایران باید داسې هېڅ کار ونه کړي چې داسې بالیستیک توغندیو پورې تړلی وي چې وکولی شي هستوي وسلې انتقال کړي. په دې کې هغه توغندي هم شامل دي چې د بالستیک میزایل ټکنالوجي په کې کارول کیږي.»

عبدالمتعال وویل، «په هغه کې، اوچته ښکاري چې ایران له شک پرته له پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه کوي،» او زیاته یې کړه چې هغه پرېکړه لیک همدارنګه ایران له دې څخه منع کوي چې هر ډول وسلې انتقال کړي.

هغه وویل، د ملګرو ملتونو څارونکو ټیمونو ګڼ داسې راپورونه سپارلي دي چې «د وسلو په صادرولو کې، په ځانګړې توګه سوریې ته، د ایران ښکېلتیا» په ګوته کوي.

هغه وویل، په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د ماموریت د ۲۰۱۲ د سپتمبر د ۲۴مې د یوه راپور په اساس، «په بېلابېلو هېوادونو کې ۶ سایټونه داسې موندل شوي چې په هغو کې ایرانۍ وسلې موجودې وې چې له ایران څخه بېلابېلو منزلونو ته انتقال کېدلې»

هغه وویل، د هغو خلکو او کمپنیو لست به چې په وروستیو بندیزونو کې په نښه شوي دي له پخواني لست سره، چې لا هم اعتبار لري، یوځای شي.

هغه وویل، نوي نومونه په لست کې داسې یوځای شوي چې وایي هغوی «په داسې عمل لاس پورې کړی چې د ایران انقلابي ګارډ او داسې ډلو ته چې په نړیواله کچه ترهګر سازمانونه بلل کیږي د مالي منابعو په تامینولو سربېره د بالیستیک وسلو اړوند منابع تامینوي.»

هغه زیاته کړه، دا کار د پيسو وینځلو د بېلابېلو سیمه ییزو او نړیوالو عملیاتو له لارې ترسره شوی دی.

لبناني عالم شیخ محمد الحاج حسن المشارق ته وویل، ایرانی رژیم «له سیمه ییزو مسایلو نه استفاده کوي او ځان د شیعه ګانو د سیمې د ساتونکي په توګه» وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، دغه رژیم همدارنګه د منځني ختیځ په چارو کې «لاسوهنه کوي» او خپل تر تاثیر لاندې ګروپونه داسې استعمالوي چې په لبنان، سوریه، عراق، یمن، بحرین او نورو کې پرې خپله اجنډا پرمخ وېسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران او افغانستان یو له بل سره شریک سرحدونه لري. هغوی د یو نژاد خلک دي. هغوی ګاونډیان دي او یو له بل سره اړیکې لري. او... ولې تاسو د ملګرتیا لټون نه کوئ؟‌ ولې ستاسو د خبري اژانس ادعاوې داسې دي چې د ترهګر سعودي عرب د خبري اژانس WAS د ادعاوو ملاتړ کوي؟‌ آیا ښه نه ده چې د جګړې او شخړې پرځای د ورورولۍ په هکله فکر وشي؟‌ ایران له افغانستان سره سیالي نه کوي. متحده ایالات د ایران حریف دی. متحده ایالات غواړي چې ایران منحصر کړي او د ایران پوځي مرکزونه بند کړي. دا مسئله وخت په وخت د ایران په خبرونو کې راپورته کېږي. آیا تاسو هڅه نه کوئ چې د افغانانو لپاره دښمنان جوړ کړئ؟ خدای شاهد دی چې زه په دې هکله له دوستۍ او زړه خوږۍ نه تبصره کوم. دا د افسوس خبره ده چې تاسو د ایران او افغانستان ولسونه، چې یو وخت یو واحد مملکت وو،‌ یو د بل د دښمن په توګه ښیئ.

ځواب ورکړئ

زه د یوه ایراني په توګه، د خپل هیواد له سیاستوالو سره تر ډیره حده موافق نه یم. خو، زه پوهېږم چې که د ایران رژیم خپل پوځي قوت ونه ښیي، د هغوی لپاره به هم د افغانستان په څیر یو راتلونکی په انتظار وي. تاسو د داسې متحده ایالاتو تر نظارت لاندې کار کوئ، چې په ټول تاریخ کې یې، په مکرر ډول له خپلو سرحدونو څخه بهر د یوه جنګ غوښتونکي او جنګ جوړوونکي په توګه عمل کړی دی. په دې توګه، ستاسو دا هڅې چې د ایران او افغانستان تر منځ د دښمنۍ یو تصویر وړاندې کړئ بې ګټې دي. ایران له خپلو سرحدونو څخه بهر له ویرې جګړه کوي. ځکه، که هغوی جګړه ونه کړي، زه به ژر وګورم چې امریکایي عسکر به زما وطن ته راشي او زما امنیت به ونیسي! ستاسو په خبري پالیسۍ یا تګلاره کې، اکثر وختونه د ایران پر ضد یو شمیر خبري راپورونه وي چې په بشپړ ډول غرضي وي. زه یو داسې ایرانی یم چې له افغانستان او د هغه له پرمختګ، او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو سره علاقه مندي لرم، او په همدې دلیل، زه له هغو خبرونو سره چې د افغانستان په هکله وي علاقه مندي لرم. خو ما ته داسې ښکاري چې ما د افغانستان په هکله د خبرونو د تعقیبولو لپاره غلطه رسنۍ انتخاب کړې ده. دا د دې نتیجه ده چې رسنۍ د پوځ د منسوبینو او وسله والو ځواکونو له خوا کنټرولېږي! د دې ټکي له پام کې نیولو څخه پرته چې رسنۍ څوک کنټرولوي، که د ایران د دفاع وزرات وي او که د متحده ایالاتو د دفاع وزارت، هغوی به نړۍ ته یو بدرنګ تر تصویر وړاندې کړي چې له دښمنۍ څخه به ډک وي، او داسې چې هغوی ته به د وژلو لپاره یو دلیل په لاس ورکوي.

ځواب ورکړئ