تروريزم

افغان ځواکونه د طالبانو په کمزوري کېدلو سره د داعش د ډېرېدونکي ګواښ په وړاندې جنګېږي

د زیار راپور

مشکوک داعشي او طالبي اورپکي د ډسمبر په ۶ مه په جلال اباد کې رسنیو ته ښکاره کیږي. افغان سرتیري وروسته له هغه په داعش تمرکز کوي چې طالبان د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ شول. [نورالله شیرزاده/ ای ایف پي]

مشکوک داعشي او طالبي اورپکي د ډسمبر په ۶ مه په جلال اباد کې رسنیو ته ښکاره کیږي. افغان سرتیري وروسته له هغه په داعش تمرکز کوي چې طالبان د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ شول. [نورالله شیرزاده/ ای ایف پي]

کابل -- دا چې طالبان په دوامداره توګه په افغانستان کې خپل قوت او ملاتړ له لاسه ورکوي، حکومت خپلې هڅې دوه برابره کوي چې دغه ډله له منځه ویسي او د داعش ډېرېدونکي ګواښ ته مخه کړي.

چارواکي او تحلیلګران وایي، په جګړه کې د عملیاتی ناکامیو سلسلې، د رهبرۍ په برخه کې بحران او مالي فشارونو طالبان کمزوري کړي، او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه له دغه حالت څخه ګټه اخلي.

په کابل کې افغان سیاسي تحلیلګر مجیب الرحمان لمر سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو کوشش وکړ چې حکومت ویجاړ کړي خو زور یې ونه رسید. هغوی پرېکړه وکړه چې وطن په دوه برخو وویشي... خو بیا پاتې راغلل.»

هغه وویل، «هغوی کمزوري شوي دي. هغوی همدارنګه د مالي منابعو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي، ځکه چې حکومتي ادارو په وروستیو کې داسې ګامونه اخیستي چې د هغوی دغه ډول منابع یې ور وچې کړې دي.»

د رهبرۍ بحران

د طالبانو د هستوي رهبرۍ په منځ کې د شخړو زیاتېدا دغه ګروپ ګواښي.

د افغانستان د اجرایه ریاست د معاون محمد محقق یوه مشاور غلام قادر سکندري وویل، «طالبان یو متفق علیه لارښود نه لري.»

هغه د طالبانو هغه مشر ته چې په ۲۰۱۳ کال کې مړ شو په اشارې سره وویل، «ځکه چې د ملا عمر زوی د مشرۍ ادعا کوي. د ملا عمر یو ورور هم د مشرۍ ادعا کوي. نورې ډلې هم د مشرۍ ادعاوې کوي.»

هغه وویل، بې اتفاقۍ دغه ډله دومره کمزورې کړې چې له بیا رغېدنې څخه وتلې ده.

د طالبانو مات شوي تمرکز ته په اشارې سره هغه وویل، «د هغوی پخوانی قوت له منځه تللی دی. یوه ډله په شمال کې جنګ کوي، بله ډله په جنوب کې، او بله ډله یې ښایي چې له داعش سره یوځای شي.»

په کابل کې میشت ژورنالست او د ولسمشر اشرف غني د رسنیو د چارو سلاکار نبي مصدق سلام ټایمز ته وویل، «طالبان په ۱۷ بیلابیلو ډلو ویشل شوي دي. د هغوی یووالی او قوت له منځه تللی دی.»

د یوه نوي ګواښ په وړاندې جګړه کول

تحلیلګران وایي، افغان نظامیان او د هغوی نړیوال شریکان باید د طالبانو پر ضد خپله بریا حتمي کړي چې داعش په ارامۍ سره ووهي.

سکندري وویل، «د افغانستان لپاره یو نوی ګواښ په عراق او سوریه کې د داعش ماتېدل او افغانستان ته د داعش د اورپکو ممکنه هجوم دی،» هغه په حکومت باندې تاکید وکړ چې له نړیوالو متحدانو سره همکاري وکړي «چې ځان د داعش پر ضد د یوې جګړې لپاره تیار کړي.»

د داعش تر ټولو تازه حملې د فبروري په ۷ مه د افغانستان ستره محکمه په نښه کړه چې ۲۰ کسان یې په کې ووژل.

مصداق د داعش په هکله دې ته ورته اندېښنې شریکې کړې.

هغه وویل، «افغان حکومت باید د داعش د فعالیتونو د ختمولو لپاره د نړیوالې مرستې په لټه کې شي.»

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه داعش ته د ماتې ورکولو لپاره تیاری کوي

خو افغان نظامیان د طالبانو پر ضد له بریا ترلاسه کولو څخه وروسته مطمئن دي چې کولی شي داعش هم خنثی کړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «مونږ کولی شو چې یو شمېر هغه ګواښونه چې له داعش څخه راځي کشف کړو. هغه غواړي چې د راتلونکي جنګي موسم لپاره جنګیالي استخدام کړي او د حکومت لپاره یو شمېر بیلابیلې اندېښنې رامنځته کړي.»

هغه په افغانستان کې د یادې ډلې پر ضد ترسره شویو بریالیتوبونو ته په اشارې سره وویل، «په دې توګه، مونږ دې ته تیاری کوو چې هغوی ته ماتې ورکړو،»

هغه وویل، «په فراه، هلمند، زابل، غزني، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د دغې ډلې فعالیتونه کم شوي دي. په ننګرهار ولایت کې په درې ولسوالیو کې د هغوی فعالیتونه د اندېښنې غټه سرچینه جوړوي.»

رادمنش وویل، «مونږ نشو کولی چې دغه ګواښونه په لنډه موده کې له منځه ویسو،» او زیاته یې کړه چې د ایتلاف هوایي ملاتړ «له مونږ سره ډیره مرسته کوي» او «ډیر زیات اهمیت لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500