امنیت

خپلمنځي جنګونو، د جګړې په ډګر کې ناکامیو او ناوړتیا د طالبانو هیلې کمزورې کړې دي

د سلیمان راپور

د افغان ملي اردو کمانډوز د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۹ مه په هلمند ولایت کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې پوزېشن نیسي. چارواکي وایي، افغان سرتیري له طالبانو سره چې درزونه په کې پراخ شوي او له نظامي پلوه کمزوري شوي دي جګړه کوي. [نورمحمد/ ای اېف پي]

د افغان ملي اردو کمانډوز د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۹ مه په هلمند ولایت کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې پوزېشن نیسي. چارواکي وایي، افغان سرتیري له طالبانو سره چې درزونه په کې پراخ شوي او له نظامي پلوه کمزوري شوي دي جګړه کوي. [نورمحمد/ ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکو او امنیتي تحلیلګرانو وویل، په داسې حال کې چې د طالبانو مرکزي رهبري د ویجاړتیا خوا ته روانه ده او د جګړې په ډګر کې پراخ زیانونه ویني، دغه اورپکې ډله په افغانستان باندې خپل کنټرول له لاسه ورکوي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند جنرال محمد رادمنش په وینا، په داسې حال کې چې داخلي جنګونه او پراخې جلا کیدنې د طالبانو لپاره په ناورین بدل شوي، د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخونزاده د صلاحیت موقف متزلزل شوی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو داخلي جنګونه دومره ډیر او پراخ شوي چې په ننګرهار، پکتیکا، هلمند، زابل او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو بیلابیل ګروپونه په نه مهاریدونکو داخلي جنګونو کې ښکیل شوي دي، او په نتیجه کې یې هغوی ته درانه تلفات وراوښتي دي.»

هغه وویل، «د طالبانو یو شمیر شتمنو مشرانو لکه ملا داود مزمل، ملا صدر ابراهیم، ملا محمد ځاځي او د طالبانو یو شمیر نورو جیګپوړو غړو د شخړو او ټکرونو له امله د طالبانو د رهبرۍ شورا پرېښې ده. هغوی اوس کوشش کوي چې یوه نوې رهبري رامنځته کړي.»

د طالبانو بې سابقې تلفات

دفاع وزارت په ۲۰۱۷ کال کې د طالبانو تلفات «بې سابقې» یاد کړل، او ویې ویل چې د ډیرو قوماندانانو په شمول د طالبانو سلګونه غړي یوازې په یوه میاشت کې د افغانستان د دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

دغه وزارت د جنورۍ په ۱۸مه وویل، د طالبانو د ۸ مشرانو په ګډون لږ تر لږه ۳۷ تنه طالب جنګیالي په کونړ، کاپیسا، اروزګان، هرات، کندوز، بغلان او هلمند ولایتونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.

وزارت د جنورۍ په ۲۳مه وویل، یو څو ورځې وروسته، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د افغان هوایي ځواک او د افغان اردو د توپچي د یونټونو په مرسته د یوه محلي قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۱۴ تنه طالب جنګیالي ووژل.

په عین وخت کې، اریانا نیوز راپور ورکړ چې، په سرپل ولایت کې د طالبانو یو محلي قوماندان د هغه له څلورو زامنو سره یو ځای هغه وخت مړ شو چې هغوی د افغان سرتیرو د په نښه کولو لپاره یو د سرک د غاړې بم کیښود او له وخت نه مخکې پخپله په اېښودونکو باندې وچاودید.

د رهبرۍ ټکان، وژنې

د طالب جنګیالیو په منځ کې د ډیریدونکیو تلفاتو په ترڅ کې، د دغې ډلې په جوړښت کې هم ډېر بدلونونه روان دي.

کارپوهان وایي چې په وروستیو کې، هیبت الله په یوه هڅه کې چې په یاده ډله خپل نفوذ وساتي د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې «تش په نامه» والیان د دې لپاره بدل کړل.

سربیره پر دې، په کابل کې د ۸ صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، داسې شواهد راوتلي چې د طالبانو د ۵۰ غړو -- چې ۳۴ یې لوړپوړي غړي او ۱۶ یې «تش په نامه» والیان دي او له خپلو موقفونو څخه لیرې کړای شوي دي د وژنې لست ښیي.

دې ورځپاڼې د جنورۍ په میاشت کې د ملي امنیت ریاست د سرچینو له قوله راپور ورکړی وو چې، «داسې راپورونه ترلاسه شوي چې پریکړه شوې چې په راتلونکې یوه میاشت کې به دغه خلک د طالبانو له خوا ووژل شي،»

د ورځپاڼې په وینا، قاری سیف الله، په زابل ولایت کې د طالبانو د پوځي او لوژیستیکي ملاتړ مشر، یو له هغو کسانو څخه وو چې د هیبت الله د یوه سلاکار حافظ ماجد په امر لومړی ووژل شو.

د افغانستان د اجرایه رییس د جیګپوړي سلاکارمحمد داود اساس په وینا، د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو د رهبرۍ شورا په حکمونو د طالبانو د یو شمیر وتلیو مشرانو وژنه د دې سبب ګرځیدلې چې د طالبانو په لیکو کې «نه تصور کیدونکې ګډوډي» رامنځته شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغو شخړو او تقسیماتو د طالبانو ډله د ویجاړتیا وروستي ټکي ته را رسولې ده،» او زیاته یې کړه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د طالبانو له کمزوري شوي حالت څخه استفاده کوي.

هغه وویل، «افغان حکومت په دې برخه کې خپلو هڅو ته زور ورکوي چې طالبان مات او په بشپړ ډول له منځه ویسي، چې دغه ترهګر او کرکه خپرونکی ګروپ ژر تر ژره ویجاړ کړای شي.»

د طالبانو مورال کمزوری دی

د کورنیو چارو پخواني مرستیال وزیر ډګرجنرال میرزامحمد یارمند وویل، «داخلي شخړو او ټکرونو د طالبانو پوځي وړتیاوې په پراخه کچه کمزورې کړي او د هغوی په جنګي مورال یې منفي تاثیر کړی دی.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کمزورې رهبري او د طالبانو د مشر او جیګپوړو غړو تر منځ د اعتماد نه موجودیت د دې سبب ګرځیدلي چې د طالبانو قوماندانان او د هغوی تر امر لاندې ځواکونه له افغان حکومت سره د جګړې کولو په برخه کې خپله انګیزه له لاسه ورکړي،»

یارمند وویل، که چیرې د طالبانو د رهبرۍ هسته خپلو شخړو ته دوام ورکړي، داسې قوي امکان شته چې دغه ډله منحل شي.

په کندهار کې د طالبانو د چارو یوه کارپوه د نوم نه یادولو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «طالبان په تدریج سره د خپل انحلال او مرګ خوا ته ځي، او د هغوی غټ غړي د نه اعتماد او بې باورۍ په فضا کې ایسار شوي دي،»

هغه وویل، «د طالبانو پرله پسې ناکامۍ او خفګانونه د دې سبب شول چې د طالبانو یو غټ شمیر مشهور غړي، چې د کمیسیونونو مشران، نظامي قوماندانان، او مالي او پوځي چارواکي یې هم په کې شامل ول له کاره ګوښه کړای شي. دغو ګوښه کیدنو د طالبانو د ډلو تر منځ د تاوتریخوالي او شخړو سطحه لا نوره زیاته کړه.»

یو طلایي چانس

د افغانستان د ولسي جرګې غړي حاجي محمد داود وویل، د طالبانو د ځواکونو د بیلابیلو ډلو تر منځ بې اتفاقي حکومت ته یو طلایي چانس په لاس ورکوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو د بیلابیلو ډلو تر منځ داخلي شخړې او جنګونه چې په نتیجه کې یې سلګونه طالب قوماندانان او جنګیالي وژل شوي دي، د طالبانو د موجودیت لپاره زیان رسوي،»

هغه وویل، «دا حکم، چې د طالبانو لسګونه غړي ووژني، چې د رهبري له خوا صادر شوی وو، د طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي او تقسیم اوج په ګوته کوي،»

هغه وویل، «افغان حکومت او د افغانستان د سولې عالي شورا باید د طالبانو د لیکو په منځ کې له دغو اختلافاتو او تاوتریخوالو څخه ګټه واخلي او د طالبانو ناراضي غړي د سولې پروسې ته جلب او شامل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

به فکر بنده بعد از چند سال امنیت ملی ما بیدار شده و شروع کرده به تخریب طالبان که یک نقشه شان شاید همین باشد که فهرست را علان کردن به عنوان این که این ها را ملاهیبت الله از بین میبرد در حال که خود حکومت افغانستان از بین میبرد تا طالبان از دو تقسیم به چند تقسیم شود

ځواب ورکړئ