تروريزم

د طالبانو حملې د وینا او عملونو ترمنځ فاصله ښیي

د نجیب الله راپور

د افغان ملي اردو عسکر او اور وژونکي د فبروري په ۱۱مه د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د ځانمرګي بمي برید په ځای کې اور مړ کوي. چارواکو وویل، لږ تر لږه ۶ کسان هغه وخت ووژل شول چې یوه په چاودیدونکیو توکو سمبال موټر د افغان سرتیرو کتار چې د یوه بانک مخې ته د خپلو تنخاګانو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ ول وواهه. [نورمحمد/ای ایف پي]

د افغان ملي اردو عسکر او اور وژونکي د فبروري په ۱۱مه د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د ځانمرګي بمي برید په ځای کې اور مړ کوي. چارواکو وویل، لږ تر لږه ۶ کسان هغه وخت ووژل شول چې یوه په چاودیدونکیو توکو سمبال موټر د افغان سرتیرو کتار چې د یوه بانک مخې ته د خپلو تنخاګانو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ ول وواهه. [نورمحمد/ای ایف پي]

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ملکي خلکو پر ضد د طالبانو دوامدارې حملې ښیي چې د دغې ډلې د وینا او عملونو تر منځ اختلاف موجود دی -- او دا یو داسې تناقض دی چې ملکي خلک یې دې ته هڅولي چې د نورو حملو د مخنیوي لپاره له امنیتي ځواکونو سره کار وکړي.

په کابل کې د امنیتي چارو یوه افغان کارپوه احمد بهروز وویل، «طالبان په خپلو ټولو بیانیو کې په مکرر ډول د ملکي خلکو د ژوند د خوندیتابه لپاره خپلې ارادې څرګندوي او وایي چې د عامه شتمنیو د ویجاړتیا د مخنیوي هڅه کوي، په داسې حال کې چې، ملکي خلک هغه څوک دي چې د دغې ډلې له حملو څخه ډیر متاثر کیږي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «سربیره پر دې، هغوی په هیواد کې ډیرې د زیربنا پروژې ویجاړې کړي دي او تر دې چې ډیر جوماتونه یې هم ویجاړ کړي دي،»

د وحشتونو اوږد لست

طالبان او داعش د خپلو وحشیانو عملونو له لارې ښیي چې هغوی هیڅ مذهبي یا اخلاقي اصولو ته پابند نه دي.

د مثال په توګه، د فبرورۍ په ۷مه یوه ځانمرګي بمي بریدګر د افغانستان د سترې محکمې کارمندان په نښه کړل، چې لږ تر لږه ۲۰ کسان یې ووژل او ۴۱ نور یې ټپیان کړل چې ټول یې ملکیان ول.

د جنورۍ په ۶ مه، اورپکو په بغلان ولایت کې د ډبرو د سکرو په کان کیندونکیو باندې حمله وکړه، چې ۵ تنه یې ووژل او ۸ تنه نور یې ټپي کړل. په ډسمبر کې، طالب جنګیالیو په کندهار ولایت کې وروسته له هغه چې پولیسو ۲۹ تنه اورپکي ووژل هغوی په یوه انتقامي برید کې ۲۳ تنه ملکي خلک په ټولیز ډول ووژل.

په نومبر کې، یوه ځانمرګي بمي برید په کابل کې په باقرالعلوم جومات کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل او له ۸۰ تنو څخه ډېر نور یې ټپي کړل. په اګست کې، ترهګرو په کابل کې په یوه پوهنتون حمله وکړه چې د ۷ محصلانو په ګډون ۱۳ کسان یې ووژل او ۳۵ تنه نور یې ټپیان کړل.

او په جولای کې، جوړه ځانمرګو بمي بریدونو په کابل کې یو سوله ییز لاریون په نښه کړ چې لږ تر لږه ۸۰ کسان یې ووژل او ۲۳۱ کسان نور یې ټپي کړل.

بهروز د ډیرو نورو مثالونو په ورکولو سره وویل، «دا غیر انساني عملونه دي.»

اورپکي هیڅ رحم نه ښیي

د زابل ولایت یوه ۲۱ کلن د لیسې فارغ محمد دین چې اوس د لوړو زده کړو د تعقیبولو لپاره کابل ته راغلی دی وویل، «اوس دا هر چاته معلومه شوې ده چې طالبان او د داعش غړي په ښځو، ماشومانو یا قومي مشرانو باندې هیڅ رحم نه لري،»

هغه د جنورۍ د ۷ مې یوې پېښې ته په اشارې سلام ټایمز ته وویل، «ډېر وخت نه کېږي، چې طالبانو زمونږ په سیمه کې د یوه مخور قومي مشر حاجي محمد پوپل په لاره کې د سرک د غاړې بم کیښود،»

دین وویل، «هغه او زوی یې دواړه هغه وخت ووژل شول چې د هغوی موټر ماین وواهه،» او زیاته یې کړه چې پوپل یوازنی قومي مشر نه وو چې اورپکو په نښه کړ.

هغه وویل، «په وروستیو کلونو کې، لسګونه قومي مشران تښتول شوي، وژل شوي یا په بل ډول د ماینونو په وسیله وژل شوي دي، چې دا ټول داسې کارونه ول چې طالبانو ترسره کړي دي،»

همکاري د مخنیوي کیلي ده

د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو په وینا، ډیر خلک له امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي چې د ترهګریزو حملو مخه ونیسي.

د وزارت د ولسي پولیسو رییس جنرال همایون عیني سلام ټایمز ته وویل، «له پولیسو سره د عامه همکارۍ سطحه د تیر کال په نسبت ډیره زیاته شوې ده،»

هغه وویل، د عامه همکارۍ له لارې، قانون نافذوونکیو سږ کال څلور تنه ځانمرګي بریدګر«چې د ملکي خلکو په کورونو کې پټ شوي ول او پلان یې درلود چې په کابل، هرات او خوست کې حملې ترسره کړي» ونیول.

سربیره پر دې، د ولسي خلکو له خوا پولیسو ته د ۱۱۹ چټک ټیلیفون نمبر له لارې د ورکول شویو معلوماتو په اساس ۴۴۱ ماینونه چې اورپکو ښخ کړي ول وموندل شول او ویجاړ کړای شول.

هغه وویل، د ۱۱۹ وړیا نمبر خلکو ته اجازه ورکوي چې په اسانۍ سره له پولیسو سره تماس ونیسي او په محرمه توګه د مشکوکو فعالیتونو په هکله معلومات شریک کړي.

هغه وویل، «که د عامه همکارۍ خبره نه وای، احتمال وو چې دغه ډول پېښې او حادثې د هیواد د لسګونو یا حتی سلګونو اتباعو ژوند واخلي.»

عیني وویل، یوې خوا ته له پولیسو سره د خلکو همکاري، او بلې خوا د خلکو غوښتنو ته په ځواب ورکولو کې د پولیسو اجرأت د خلکو - پولیسو تر منځ د همکارۍ د زیاتوالي سبب ګرځیدلي دي.

خلک مرستې کولو ته تیار دي

رحیمې رضایي چې په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې کمپیوټر ساینس لولي سلام ټایمز ته وویل، «خلک چې څنګه مشکوک افراد وویني سمدلاسه دې پولیسو ته خبر ورکړي ځکه چې په اکثرو حالتونو کې کیدای شي چې ځانمرګي بریدګر د هغوی له مخونو او چلندونو څخه معلوم او په ګوته کړای شي،»

هغې وویل، د پولیسو خبرول «ډیر ګټور دي، ځکه چې کیدای شي دا کار د لسګونو بې ګناه خلکو ژوند وژغوري.»

حفیظ الله چې ۲۳ کاله عمر لري او په کابل کې په یوه لوی دوکان کې کار کوي، وویل، د طالبانو په حملو کې د ډیرو ملکي خلکو تلفات خلک دې ته هڅوي چې معلومات شریک کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په هر ځانمرګي برید او هره بمي چاودنه کې اکثر قربانیان ملکي خلک وي. خلک باید له پولیسو سره همکاري وکړي چې د داسې خونړیو پېښو د بیا پېښیدلو مخه ونیسي.»

حفیظ الله وویل، هغه دوه ځلې د مشکوکو افرادو په هکله پولیسو ته راپور ورکړ.

هغه وویل، «زه شکي وم چې ښایي هغوی داسې ترهګر وي چې پلان لري چې یو څه ویجاړوونکي فعالیتونه ترسره کړي. ما په ۱۱۹ نمبر پولیسو ته زنګ وواهه او مرسته مې وغوښته. زه ډیر خوښ یم چې ما وکولی شوای چې هم له عامو خلکو او هم له پولیسو سره مرسته وکړم.»

د عدالت او انکشاف ګوند مشر سید جواد حسیني وویل، له حکومت سره عامه همکاري بې له شکه د امنیت په یقیني کولو کې مهمه ده.

هغه وویل، خو حکومت باید د خلکو د اعتماد د ترلاسه کولو په برخه کې خپل رول ترسره کړي.

حسیني سلام ټایمز ته وویل، «دا د خلکو - حکومت همکاري به یوازې هغه وخت زیاته شي چې که خلک وګوري چې حکومت د هغوی دی،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500